ټاکنيزې مبارزې

 
باميان (پژواک ١٣ ورى ٩٣): په باميانو ولايت کې دوه ټاکنيز دفترونه ،چې ادعا کوي د عبدالله عبدالله او قطب الدين هلال اړوند دي، د اشرف غني له ټيم سره د يو ځاى کېدو اعلان کړى، خو په کابل کې د دغو دوو کانديدانو ټاکنيز دفترونه بيا دغه ادعا بې بنسټه بولي.
حضرت محمد، چې ځان په باميانو کې د قطب الدين هلال د ولايتي دفتر مسوول بولي، خبريالانو ته وويل چې دوى باميانو ته د اشرف غني احمدزي د سفر پر مهال، د هغه له خبرو اغېزمن شوي او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ له ياد کانديد څخه ملاتړ کوي.

 
کابل(پژواک، ١٣ ورى ٩٣):د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو  دوه مياشتينۍ دوره د بېلابېلو ولايتونو خلکو ته په رنګا رنګ ژمنو ورکولو سره پاى ته ورسېده .
پژواک خبري اژانس اژانس د هرې  ژمنې ، محل او د وخت بيان ته په پام سره ، د دوى ټولې ژمنې په تفصيلي ډول په يوه جدول  کې راټولې کړې دي.
د ټاکنو په دې دور کې ١١ کانديدان ټاکنيزو مبارزو ته راووتل او په پايله کې  درې  له خپل حق څخه د نورو کانديدانو په ګټه تېر شول ، يايې هم صرف نظر وکړ او پاتې نورو يې له دوه مياشتيني قانوني فرصت څخه په استفادې ټاکنيزې مبارزې وکړې.

 
کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): ټاکل شوې د نن ورځې تر وروستيو (د شپې ١٢ بجې) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېږي.
د ولسمشرۍ کانديدانو خپلې ټاکنيزې سيالۍ د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو د کب په ١٣ مه پيل کړې دي.
د ټاکنو د قانون له مخې، ټاکنيزې سيالۍ بايد د ټاکنو له ورځې ٤٨ ساعته مخکې پاى ته ورسېږي، تر څو خلک په ارام فکر او سړه سينه د خپلې خوښې کانديد وټاکي، څو يې په ګټه خپله رايه وکاروي.
ټاکل شوې دغه ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري١٦مه) ترسره شي.

 
جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد استاد سياف وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به د جهاد د کارنامو ساتنه کوي.
هغه د وري په ١٢مه په جلال اباد ښار کې يوې لوىې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانونو ګډون کړى و، وينا وکړه.
سياف وويل، که چېرې بريالى شي نو هغه لاسته راوړنې چې د جهاد په وخت کې ترلاسه شوې، ساتنه به يې کوي او شرعي نظام به په هېواد کې رامنځته کوي.
سياف زياته کړه: ((زما ژمنه له تاسو سره دا ده، چې زه به هغه نظام پر پښو دروم، کوم چې ستاسې د شهيدانو پلرونو، نېکونو او وروڼو ارمان و.))

 
ګردېز-اروزګان (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ نوماند ګل اغا شېرزي دولت تورن کړ، چې د يوه مشخص کانديد په ګټه د دولتي امکانانو د کارونې مخنيوى نه کوي.
شېرزي، چې نن (د وري ١٢مه) يې پکتيا ولايت ته سفر کړى و، د يوې غونډې پر مهال خپلو پلويانو ته په خبرو کې تر ډېر د يو شمېر نورو کاندېدانو پر کړو نيوکې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: ((ولسمشر د زلمي رسول په ګټه کار کوي او د هغو دولتي چارواکو پر کړونو چوپه خوله دی، چې په ښکاره دغه نوماند ته دولتي امکانات کاروي.))

 
باميان (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول ژمنه وکړه، چې د باميانو ولايت د حاجيګک د اوسپنې کان تړون ته به د عمل جامې ورواغوندي او يو ځل بيا به د توريزم صنعت ته وده ورکړي.
هغه نن له غرمې وروسته په باميانو کې د زرګونه کسانو په غونډه کې وويل، چې ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د حاجيګک د اوسپنې کان تړون ته د اجرايي بڼه ورکړي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد زياته کړه، چې د دغه کان د اوسپنې په را ايستلو دولت ډېر عوايد تر لاسه کولى شي او لسګونه زره کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

 
هرات (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله نن په يوه لويه غونډه کې وويل، چې د بريا پر مهال به اداري اصلاحاتو او د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي.
عبدالله عبدالله نن ( د وري ١٢ مه) د هرات ولايت په ورزشي لوبغالي کې خپلو ډېرو پلويانو ته وينا وکړه.
نوموړي د سراسري امنيت ټينګښت، د ټولو بنسټيزو پروژو په ځانګړي ډول د سلما بند او د سمنټو د پروژې بشپړول، په هرات کې د برېښنا ستونزو له منځه وړل، د صنعتي ښارګوټي پراختيا، د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ رغول او د هرات-غور، باميان-کابل لويو لارو او د هرات ولايت د سرکونو رغول د خپل کار له لومړيتوبونو وبلل.

 
کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د کابل ښار زرګونو اوسېدونکو نن د دغه ښار په غازي لوبغالي کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې، د ولسمشرۍ له کانديد اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
په ياده غونډه کې د هېواد ځينو پېژندل شوو څېرو هر يوه د کورنيو چارو پخواني وزير او سياسي څېرې علي احمد جلالي، د حق او عدالت ګوند مشر محمدحنيف اتمر، د کندهار يوه مشر حشمت کرزي، د سوداګرۍ پخواني وزير انورالحق احدي، د پکتيا قومي مشر پاچا خان ځدراڼ، د ملي پيوند ګوند مشر سيد منصور نادري، د ملي نجات جبهې مشر ډاکټر ذبيح الله مجددي او په ولسي جرګه کې د خلکو ځينو استازو، ګډون درلود.

 
چاريکار (پژواک ١٢ ورى ٩٣): په پروان ولايت کې د شاوخوا دوه زره تنو په ګډون د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه.
دغه غونډه د پروان د مرکز اړوند په "چيکل رباط" سيمه کې د پروان او کاپيسا ولايتونو او د کابل د شمالي ولسواليو د خلکو په ګډون جوړه شوې وه.
په ولسي جرګه کې د پروان استازي حاجي الماس زاهد له خلکو يې وغوښتل چې زلمي رسول ته رايه ورکړي.
وروسته زلمي رسول وويل، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، نو په يادو ولايتونو کې به سړې خونې جوړې کړي او د کرنې پراختيا ته به يې پاملرنه وکړي.

 
لښکرګاه-جلال اباد-اسعداباد (پژواک ١۱ ورى ۹۳): د ټاکنو د نېټې له رانږدې کېدو سره سم په ولايتونو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو کمپايني غونډو زور اخيستى دى.په يو شمېر ولايتونو کې د وري په ١١مه د ولسمشرۍ د کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي، استاد سياف، ګلا اغا شېرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي رسول په ملاتړ غونډې وشوې.
د هلمند په لښکرګاه کې د سلګونو کسانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه ، د عليزيو، بلوچو او نورزيو قومونو په کې د ولسمشرۍ له کانديد ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه ملاټر اعلان  کړ.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې