د افغانستان د اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ژوندلیک لنډیز

 

ډاکټر عبدالله عبدالله په ۱۳۳۸ لمریز کال، چې له۱۹۶۰ میلادي کال سره سمون خوري، په کابل کې په یوې سیاسي ـ فرهنګي کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولي دي. پلار یې "غلام محی الدین خان زمریانی" نومېږي چې د شاهي دولت د پارلمان په وروستۍ دوره کې د کندهار انتصابي وکیل و. له دې وړاندې یې په مشرانو جرګه کې له ۴۰ کلونو ډېر خپل ژوند ملت او دولت ته په خدمت کولو کې تېر کړی او تر مافوق رتبې رسېدلی وډاکټر عبدالله عبدالله، دوه کلن و چې پلار یې له کابله کندهار ته تبدیل شو. له همدې امله یې په کندهار کې ښوونځي ته لومړی ګام واخیست. لومړی ټولګی یې په هغه ولایت کې پای ته ورساوه. خو کله چې یې پلار بېرته له کندهاره کابل ته تبدیل سو، نو غازي محمد ایوب خان لومړني ښوونځي کې دا خل او لومړنۍ دوره یې همالته پای ته ورسوله.

 

په ۱۳۵۵ کال کې له " نادریي لېسې" څخه فارغ او د کانکور ازموینې په ورکولو سره یې کابل طبي پوهنتون ته لاره ومونده.

د زده کړیالۍ کلونه یې د هغه وخت د تحولاتو په شدیدو پېښو او حوادثو کې په استقامت او شهامت پای ته ورسول. خو کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ۱۳۶۲ لمریز کال په ژمي کې له پوهنتون نه فارغ شو، د هېواد سیاسي تحولات له پخوا هم کړکېچن او بحراني شول. له همدې امله یې د کابل په "نور روغتون" کې د څو میاشتینۍ علمې دورې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان په لور د کډوالۍ لاره ونیوه.

کله چې د سرو یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو مقدس او پرحقه جهاد پيل شو، ډاکټر عبدالله عبدالله د مجاهدینو له لیکو سره د یو ځای کېدو لپاره په ۱۳۶۴ کال کې پنجشېر ته ولاړی او د احمدشاه مسعود تر څنګ یې په جهاد کې ونډه واخیسته.

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو فعالیتونو پيل په جهاد کې د ټپيانو د درملنې په موخه د یوه کلینیک له فعالولو وکړ. خو د لوړ استعداد، سیاسي ځیرکتیا او د افغانانو له بر حقه ارمانونو نه د دفاع لپاره د قاطعانه ژمنتیا له امله یې ډېر ژر د ټپيانو د درملنې ترڅنګ د قوماندان احمدشاه مسعود د سکرتریت دروند مسوولیت هم پر غاړه واخیست. د "جهاد" د ولسي، فرهنګي چارو او بالاخره د افغانانو د برحقه جهاد د بریا په لار کې یې، د دیپلوماتیکو اړیکو او مناسباتو د تامین لپاره ستونزمن او اغېزمن ګامونه واخیستل.

د افغانانو د جهاد له بریا وروسته، ډاکټر عبدالله عبدالله په ۱۳۷۱ کال کې د افغان اسلامي دولت د ملي دفاع وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړه. وروسته یې په ۱۳۷۵ کال کې له دې دروند مسوولیت ور پر غاړه او د اسلامي دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وټاکل وشو، چې د طالبانو د یرغل سره سره، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د افغانستان د مشروع دولت په توګه په رسمیت پېژانده او په ۱۳۷۷ کال کې یې د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت پر غاړه و اخیست.

د طالبانو د تور رژيم له سقوط وروسته، د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۳۱ مه، د بن د بین الافغاني تاریخي مذاکراتو پر اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. د ۱۳۸۱ کال په چنګاښ میاشت کې، ډاکټر عبدالله عبدالله د بېړنۍ لویې جرګې له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید شو او تر ۱۳۸۵ کاله پورې یې د بهرنیو چارو وزیر په توګه په درایت او شایستګۍ سره خپله دنده ترسره کړه. ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې وړتیا او بریا سره د افغانستان بهرنی سیاست په نړیواله کچه مطرح کړ او له نړیوالې ټولنې سره یې د افغانستان د اړیکو د پياوړتیا لپاره اساسي رول ترسره کړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله، له بهرنیو چارو وزارت نه تر کناره ګیرۍ وروسته د دې ترڅنګ چې د "شهیداحمدشاه مسعود د بنسټ" د سکرتر جنرال په توګه یې د دې بنسټ مسوولیت او رهبري پرغاړه واخیسته، د دریو کالو لپاره یې په ټول هېواد کې د سترو ولسي همغږیو را منځته کېدو لپاره، نه ستړې کېدونکې هڅې، رهبري او مدیریت وکړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله په ۱۳۸۸ کال کې د افغانانو په برخلیک او سیاسي وضعیت کې د "هیلې او بدلون" د هدف راوستلو په موخه، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه د سیاسي رهبرۍ ډګر ته ووت. د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د "هیلې او بدلون" ټیم برنامه د افغان ملت له بې ساري او پراخ هرکلي سره مخ شوه. هغه برنامه چې موخه یې د هېواد په سیاسي رهبرۍ کې د اړینو اصلاحاتو راوستل او له ریاستي نظام نه پر پارلماني هغه د نظام بدلون و.

په ۱۳۸۸ کال کې د وږي په ۲۵ مه د ټاکنو غیر رسمي او نا تایید شویو رپوټونو ښاغلی حامد کرزی له اکثریت رایو ګټلو پرته د لومړي مقام او ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله یې د ټاکنو دویم مقام خپلوونکی ښوده. د ټاکنیزې پروسې له څېړلو او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون له لوري د ډېرو رایو له باطلېدو وروسته، چې ډېرې یې په برحال ولسمشر پورې اړه لرلې، د ښاغلي حامد کرزي او ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د دویم پړاو ټاکنو ترسره کېدل اعلان شول. د ۱۳۸۸ کال د لړم په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د رایو د روڼتیا د تضمین په برخه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر ژمنتیا د شک له امله نه غواړي، چې په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړي.

ډاکټر عبدالله له ټاکنیزې پروسې وروسته د هیلې او بدلون سیاسي حرکت د افغانستان په ملي اېتلاف بدل کړ. نوی اېتلاف د ښاغلي کرزي د حکومت پر د یوازیني، پياوړي او دېموکرات اپوزیسیون بدل شو. ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ملي اېتلاف د مشر په توګه سیاسي لړۍ ته په جهت ورکولو، د ټول هېواد په کچه له مخکښو سیاسي څېرو سره د رغوونکیو اصلاحاتو په بنسټیزه کولو، د هېواد د سیاسي نظام او دولتي ادارو کې د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو کې، اساسي او اغېزمن رول ترسره کړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د ۱۳۹۲ کال په تلې میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه. په هغو ټاکنو کې چې د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شول، ډاکټر عبدالله عبدالله تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې. خو په رسمي ارقامو د ډاکټر عبدالله عبدالله ، 46.65% رایه وه. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې دویم پړاو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۵ مه ترسره شوې. دویم پړاو ټاکنې له سترو تخینکي مرستو او درغلیو سره مخ شوې او څو میاشتینی سیاسي ناورین یې رامنځته کړ، چې بالاخره د سیاسي توافقنامې په لاسلیک سره، چې د دواړو مخکښو نوماندو ترمنځ لاسلیک شوې، سیاسي بن بست له منځه لاړ.

د یادې سیاسي موافقتنامې له مخې په هېواد کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، چې په کې ډاکټر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس په توګه دنده ترسره کوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله واده کړی، درې لوڼې او یو زوی لري. هغه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شي او په عربي او فرانسوي ژبو هم تسلط لري