د اساسي قانون د ۱۱۶مې مادې له حکم سره سم قضاییه قوه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواک رکن دی. قضاییه قوه له سترې محکمې، د استیناف له محکمو او ابتداییه محکمو څخه جوړه ده، ستره محکمه د ستر قضایي ارګان په توګه د هېواد د قضاییه قوې په سر کې ځای لري.
ستره محکمه د رييس، غړو، عالي شورا، د قضاییه ځواک د عمومي ادارې امریت او یو شمېر مسلکي او اداري ادارو په واسطه اړوندو چارو ته له قانون سره سم سازمان ورکوي. د ۱۳۸۴ لمريز کال د محکمو د تشکیلاتو او واک د تصویب شوي قانون له مخې، د قضاییه ځواک ترکیب په لاندې ډول دی:

  • الف: ستره محکمه
  • ب: د استیناف محکمې
  • ج: ابتداییه محکمې

عالي شورا د سترې محکمې تر ټولو لوړ ارګان تشکیلوي، چې د قضاییه ځواک ممثل دى. عالي شورا لاندې واکونه لري:
الف: په قضایي ساحه کې:

  • د قاضیانو جنایي او تادیبي قضایاوو ته رسیده ګي او د هغوی فیصله کول.
  • د قوانینو تفسیر.
  • د محکمو پر وروستیو پرېکړو باندې نوې کتنه.
  • د قضا په ساحه کې د قانون د طرحې وړاندیز.
  • د مجرمینو د بېرته ورکړې (اعادې) په هکله د دلیلونو څېړنه او د تصمیم نيول.
  • له یوې محکمې څخه بلې محکمې ته د څېړنې د واک سپارل (د محکمې بدلول).
  • د محکمو د استهداګانو څېړل او ورته د ځواب ورکول.
  • د قضایي تګلارې (رویې) د وحدت تامینول.

ب: په اداري ساحه کې:

  • د قضا په ساحې پورې د اړوندو مقرراتو او لوایحو تصویبول.
  • د حکومت په سلا د بوديجې ترتیب او د هغې تطبیقول.
  • د محکمو د ادارو د فعالیتونو لارښوونه او ورڅخه څارنه.
  • د قاضیانو د ذاتي چارو تنظیمول.
  • د قضایي چارو د تدقیق او مطالعاتو د پایلې څېړنه او د هغو په هکله د تدبیرونو نيول.
  • د قاضیانو د پوهې د کچې لوړولو په اړوند د تدبیرونو نيول.
  • د قضایي احصایې د چارو تنظیمول.
  • د قضایي ځواک نورې چارې.

په افغانستان کې د قضایي تشکیلاتو تفصیل عبارت دی له:
لومړى- په ستره محکمه کې: د مدني او عامه حقوقو، سوداګریز، عمومي جزا، عامه امنیت او د نظامي منسوبینو د وظیفوي جرمونو او د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو دېوانونه. په هر دېوان کې د سترې محکمې دوه غړي، یو شمېر قضایي مستشاران، قضایي راپورتران او اداري پرسونل د دندو په ترسره کولو بوخت دي.
دويم- د استيناف محکمې: د هر ولایت په مرکز کې د استيناف محکمې یو ریاست شته، چې لاندې دېوانونه لري:

  • د عمومي جزاء دېوان.
  • د عامه امنیت دېوان.
  • د مدني او شخصیه احوالو دېوان.
  • د عامه حقوقو دېوان.
  • سوداګریز دېوان.

درېیم- ابتداییه محکمې: د ولایتونو په مرکزونو کې په ښاري ابتداییه محکمو او د هرې ولسوالۍ په مرکز کې د ولسوالۍ په محکمو باندې مشتملې دي.
څلورم- نورې محکمې: لکه د کوچنیانو محکمې، کورنۍ محکمې، سوداګریزې محکمې او د نشه یي توکو دېوان.
پنځم- د وثیقو ادارې: دا ادارې د ولایتونو په مرکزونو کې قرار لري او د خلکو د اړتیا وړ سندونه توثیقوي او په ولسواليو کې د وثیقو چارې د ولسواليو د محکمو په واسطه سرته رسېږی.