کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : د يو شمېر ولايتونو ځينې اوسېدونکي د ټاکنو پروسې پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو وايي چې روانې شخړې او لانجې اندېښمن کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسره شوو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو اعلان شوو پایلو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۴ نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.
د پایلو له مخې، رحمت الله نبیل ۱.۸۶ سلنه خو پاتې نورو نوماندانو تر یو سلنه کمې رایې تر لاسه کړې دي.
د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کوي او وايي که څه هم دغه چاره ډېره ځنډنۍ شوه خو دا چې دغه ولاړ حالت نور پای ته ورسېد خوښ دي. خو دوی د پایلو له اعلان وروسته وضعیت ته لا اندېښمن دي.
د کندهار ښار د درېيمې ناحیې اوسېدونکي محمد هارون پژواک اژانس ته وویل، د ټاکنو ټوله پروسه له ستونزو او کړکېچ سره مل وه چې د پایلو ځنډ خلک خپل برخلیک او د هېواد وضعیت ته اندېښمن کړي وو.
دی وايي، که څه هم د ټاکنو پایلې اعلان شوې او د دغې پروسې لومړی له ستونزو ډک پړاو بشپړ شو خو اوس یو بل پړاو ته داخلېږي چې هغه د پایلو نه منل، لانجې او ستونزې جوړول دي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی نصیر احمد وايي، له یوې خوا د ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته اعلان شوې او بل خوا له دې اعلان سره د تېر په څېر یو ځل بیا اعتراضونه مل دي چې د دوی لپاره مایوسوونکې ده.
هغه پژواک ته وويل، له دغو اعتراضونو او کشمکشونو ښکاري چې هغوی خپلو شخصي ګټو په مخه کړي، د خلکو او وطن په کیسه کې نه دي. نوموړی زیاتوي، ټولې سیاسي ډلې او اشخاص د ټاکنو پایلې ومني او په لوی لاس د هېواد وضعیت نور هم پسې خراب نه کړي، هغوی باید ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي.
د کونړ ولايت يو تن مدني فعال قذافي مل وايي، چې د ټاکنو پايلو اعلان او پروسې بشپړېدو سره په هېواد کې حقيقي ولسواکۍ تحقق ومونده.
ده له ټاکنيزو کمېسيونونو مننه وکړه، چې خپل کار يې په پوره شفافيت ترسره کړ.
ددې ولايت بل اوسېدونکى قيام خيام وايي چې په هېواد کې ديموکراسي نوې ده، ځکه د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخامخ وه.
خو هغه خوښي څرګنده کړه، چې دا پروسه پاى ته ورسېده او نوره بايد سولې او امنيت ته پاملرنه وشي.
د اروزګان ولايت د ترينکوټ ښار اوسیدونکى محمد سلیم وايي، چې د ټاکنو له پايلو وروسته له رامنځته شويو جنجالونو اندېښمن دى .
هغه له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ددې لانجو د هواري لپاره لاس په کار شي.
د بلخ ولايت يو تن اوسېدونکى حامد وايي، چې د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته روان وضعيت اندېښمن کړی دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که لږ بې پروايي هم وشي؛ نو شته نظام ته زيان رسېږي، چې بيا به يې مسوول د ټاکنو کمېسيون او انتخاباتي ډلې وي.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون بايد ټولې هغه اندېښنې له منځه وړې وای، چې دغه ملي پروسه کې د تقلب په اړه موجودې وې.
د مزارشریف اوسېدونکي ډاکټر علام رسول پژواک ته وويل، چې له ځنډ وروسته د ټاکنو د پايلو اعلان هم مرسته کوي، چې روان وضعيت بدلون ومومي.
هغه زياته کړه، چې اوس بايد ټولې ټاکنيزې ډلې يو بل ته لاس ورکړي او شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د مزارشریف دغه اوسېدونکی زياتوي، چې ټاکنيزو کمېسيونونو بايد هڅه کړې وای، چې د ټولو خواوو باور يې تر لاسه کړې وای. د هغه په خبره اوس هم وخت شته، چې د روانو جنجالونو مخه ونيول شي.
د مصطفی په نوم د خوست يو اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په ټوله کې اوس خلک د ټاکنو په پروسه بې باوري شوي دي، ځکه هغه چا ته يې چې رایه ورکړې، اوس هغوی د خلکو رايو ته درناوی نه لري او د ټاکنو نهايي پايلې نه مني.
د هغه په وینا، خلکو په دې ملي پروسه کې ډیرې قربانۍ ورکړې، خو اوس دوی ويني چې د خلکو قربانيو ته په سپکه سترګه کتل کيږي.
د فارياب ولايت د مېمنې ښار اوسېدونکى احمد خالد وايي چې دا يوه مسخره ټاکنې وې او خلکو ته د منلو وړ نه دي.
د هغه په وينا، له ١٥ ميليونو رايه ورکوونکو څخه دوه ميليونه کسانو هم رايه نه ده ورکړې.
ده وويل ، اوس چې پايلې اعلان شوې، نوماندان يې نه مني او هېواد بحران خواته بيايي.
د باميان پوهنتون استاد فيروز الدين مرادي بيا له نوماندانو غواړي چې د هېواد حساس حالات درک کړي او بحران ته يې د تګ مخه ونيسي.
هغه زياته کړه، چې نور نوماندان د قانوني اعتراضاتو حل لري او بايد استفاده ترې وکړي.
دى وايي چې که څه هم ټاکنو ستونزې درلودې، سرغړونې او درغلۍ په کې شوي، خو د وروستيو پايلو د اعلان حق له کمېسيون سره و، چې هغوى خپل مسووليت ادا کړ.​

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.