By: اجمل کاکر , Date:06/01/2019
تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): په تخار ولايت کې سلګونو ښځو د يوه لاريون په ترڅ کې تېرې ټاکنې له درغليو ډکې وبللې او د اعترض په توګه يې د ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودروله. څه باندې دوه سوه ښ... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Takhar.To see other videos

تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): په تخار ولايت کې سلګونو ښځو د يوه لاريون په ترڅ کې تېرې ټاکنې له درغليو ډکې وبللې او د اعترض په توګه يې د ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودروله.

 

تالقان (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د تخار ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې دوى د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې نه مني او رايې بايد له سره وشمېرل شي.
یادو خلکو او نوماندانو نن د تخار په مرکز تالقانو ښار کې له لاريون وروسته د ولايت مقام مخې ته اعتراضيه غونډه جوړه کړه.
يوه اعتراض کوونکي او نوماند خيرمحمد تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اعتراض کوونکي له کمېسيونه غواړي چې رايې له سره وشمېري او پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.
هغه ادعا وکړه چې له تخاره بريالي شوي نوماندان ډېرى يې په درغليو او د کمېسيون په همکارۍ بريالي شوي دي.

دويم تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): په تخار ولايت کې د ولسي جرګې د يوې نوماندې نظيفه بېګ پر کمپاين چاودنه کې لږ تر لږه ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندې نظيفې بېک د کمپاين پر غونډې شوې وه.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
تيمور زياتوي چې په وژل شوو کې يو امنيتي سرتېرى او په ټپيانو کې څلور پوليس او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.

تالقان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د تخار د مرکز اوسېدونکي وايي چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره سم په تالقانو ښار کې د تورو ښيښو په موټرو کې د نا مسوولو وسله والو ګرځېدل ډېر شوي چې له امله یې خلک اندېښمن دي.
شاوخوا يوه اوونې وړاندې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
تخار ولايت په ولسي جرګه کې نهه څوکۍ لري چې د ١٢ ښځو په ګډون ٧٣ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.
خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د نوماندانو ټاکنيزې سيالۍ له قانون سره سم نه دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کوي.

تالقان(پژواک،٢٠تله٩٤): د تخار نوى والي وايي چې له اداري فساد، ترهګرۍ او قومي تعصباتو سره مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
محمد ياسين ضيا د تلې په ٢٠مه د تخار ولايت د نوي والي په توګه معرفي شو.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته محمد ياسين ضيا وويل چې د سیمې استخباراتو او د هغو کسانو په اړه چې د دې هیواد مشران وژني، پوره معلومات لري.
ضیا وویل چې د هر هغو پدیدو پر وړاندې چې دغه سیمه يې نا امنه کړې او ولس ته يې ستونزې جوړ کړي جدي مبارزه کوي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: اجمل کاکر , Date:03/10/2018

له نوماندانو سره د نا مسوولو وسله والو پیدا کېدو د تا...

تالقان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د تخار د مرکز اوسېدونکي وايي چې د ټاکنيزو کمپاينونو... پاتی برخه

سرغړونې

By: اجمل کاکر , Date:06/01/2019

د تخار سلګونو ښځو په ټاکنو کې د درغلیو غبرګون کې لاری...

تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): په تخار ولايت کې سلګونو ښځو د يوه لاريون په ترڅ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Takhar insecurity linked to lack of coordination: PC
By: پژواک , Date:06/08/2015

تخار کې د چارواکو...

تالقان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د تخار د ولايتي شورا مشر وايي چې د سيمه ييزو چاروا... پاتی برخه

ملي شورا

By: Ahmad Qure... , Date:11/07/2013

تخار ته نوى والي وټاکل شو

  کابل(پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢):د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي دتخ... پاتی برخه

مرکې

180 violence on women cases registered in Takhar
By: Hidayatull... , Date:12/08/2013
  تالقان (پژواک ١٩ زمرى ٩٢): د تخار ولايت د ښځو چارو رياست وايي، چې سږ ک... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د تخار پر کمپایني غو... , Date:14/10/2018

د تخار پر کمپایني غونډه د چاودنې پېښه کې ۲۲ کسان وژل...

دويم تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): په تخار ولايت کې د ولسي جرګې د يوې ن... پاتی برخه