قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست ريیس( پوهاند عبدالسلام عظیمي)
دخدمت موده څلور کاله:
پوهاند عبدالسلام عظیمی په ١٩٣٧ کال د یو بزګر په کورنۍ کې د فراه ولایت د نو بهار په کلي کې زېږیدلی دى، نوموړی د خپلې کورنۍ د درېيو اولادونو وروستی هلک و او د کورنۍ یواځېنی غړی و، چی ویې کولای شول په دولتي ښوونځي کې شامل شي.
نوموړى په ١٩٤٤ کال کې په ښوونځي کی شامل شو او څه موده وروسته يې مور او پلار وفات شول او د مشر ورور په مرسته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې تر دوولسم ټولګي فارغيدو وروسته کابل ته راغى او د پغمان د شرعي علومو په مدرسه کې شامل شو او په ١٩٥٩ کال کې د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ شو او په همدغه پوهنځي کې د اسيستانت په حيث دنده واخيسته.
په ١٩٦٧ کال يې په مصر کې له الازهر پوهنتون څخه د شرعياتو په برخه کې ماسټري واخيسته او په ١٩٧٣ کال کې يې د ۱۸ میاشتو لپاره يې په امريکا کې د جورج واشنګتن پوهنتون د حقوقو له پوهنځی څخه یی د مقارنو او مقایسوی حقوقو تحصیلي سند تر لاسه کړ. په ١٩٧٥ کې د کابل پوهنتون د علمي مرستيال په توګه او په ١٩٧٧ کال کې د کابل پوهنتون د ريیس په توګه او په ١٩٧٨ کال کې له کمونیستي کودتا وروسته د عدلیې وزارت د تقنین ریاست د سلاکار په توګه اوپه ١٩٧٩ کې د تقنین د ريیس په توګه دنده ترسره کړې ده
په ١٩٨٢ کال کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شو او په ۱۹۸۳ کال امریکا ته مهاجر شو او په ١٩٨٤ کال کې یې په کوېټ کې د اسلامي فقهی د دایرة المعارف د مجمع د غړی په توګه دنده واخيسته. په ۱۹۸۸ کال د نبراسکا پوهنتون د غوښتنې له مخې د هغه پوهنتون د ټیم د ريیس په توګه پاکستان ته ولاړ او هلته یی د ښوونې او روزنې د سیستم د بنسټ ایښودلو لپاره او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښوونځیو د درسي پروګرامونو او د افغانستان دننه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې سیمو ښوونځیو کې تر ١٩٩٤ کال پورې کار وکړ.
په پاکستان کی د نبراسکا پوهنتون د کار له پای ته رسیدو وروسته د کویټ حکومت د غوښتنې له امله د دويم ځل لپاره په ١٩٩٥ کال د اسلامي فقهی د دایرة المعارف د لیکنې د هیأت له مجمع سره یوځای شو او تر ١٩٩٨ کال پورې یې هلته کار وکړ. نوموړی د دويم ځل لپاره په ١٩٩٦ کال کې د نبراسکا پوهنتون له پروګرامونو سره یو ځای شو او په افغانستان کې یې د ١٩٩٩ کال تر پای پورې دنده ترسره کړه.
د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یوولسمی له پېښې وروسته د نبراسکا پوهنتون له لورې له پوهنی وزارت او عدلي او قضایي اورګانونو سره د مرستې په موخه افغانستان ته وګومارل شو. نوموړي په ٢٠٠٤ کلونو کې په قانوني چارو کی د ولسمشر د ستر سلاکار او هم د جمهوری ریاست د عدلي او قضایي بورډ د ريیس په توګه دنده ترسره کړه.
نوموړي په ٢٠٠٦ کال د اګست په میاشت کې د ولسمشر له خوا د افغانستان د قاضي القضات په توګه تعیین او د هېواد د پارلمان د باور رايه يې تر لاسه کړه.
په ګڼ شمېر بحثونو او مقالو سربیره، چې د افغانستان په مجلو او ورځپاڼو کی چاپ شوی دي، نوموړي په پښتو او دري ژبو دوه ټوکه د قرن عظیم الشان بشپړ تفسیر تالیف کړی او هم يې د ١١١ عنوانو په شاوخوا کې په عربي ژبه د اسلامي فقهی دایرة المعارف لیکلی، چې د ټولو چاپ بشپړ شوی دی، نوموړي همدارنګه یو اثر په انګلیسي ژبه د (Evedence) په نامه او په عربي ژبه د شرعیاتو پوهنځي د درسي پروګرام لپاره د مسلمینو اوغیر مسلمینو د شخصیه احوال کتاب تالیف کړی دی.