د افغانستان اجراييه قوه چې حکومت هم ورته وايي، هغه ارګان دی، چې د مقرراتو او قوانينو د تطبیق چارې پر غاړه لري. د اساسي قانون د ۷۱مې مادې له مخې، حكومت له وزيرانو څخه جوړ دى، چې د ولسمشر تر رياست لاندې چارې ترسره کوي، وزيران د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي او وروسته له هغه چې د تاييد رايه واخلي پر دنده ټاکل کېږي.
د افغانستان حکومت ۲۵ وزارتونه لري چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
 
۱- د بهرنیو چارو وزارت
۲- د ملي دفاع وزارت
۳- د کورنيو چارو وزارت
۴- د ماليې وزارت
۵- د عدليې وزارت
۶- د پوهنې وزارت
۷- د لوړو زده کړو وزارت
۸- د اوبو او برېښنا وزارت
۹- د ارشاد، حج او اوقافو وزارت
۱۰- د فوايد عامې وزارت
۱۱- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
۱۲- د عامې روغتيا وزارت
۱۳- د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت
۱۴- د اقتصاد وزارت
۱۵- د کانونو وزارت
۱۶- د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت
۱۷- د سوداګرۍ او صنایعو وزارت
۱۸- د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت
۱۹- د کار ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت
۲۰- د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت
۲۱- د ښځو چارو وزارت
۲۲- د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت
۲۳- د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت
۲۴- د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت
۲۵- د ښارجو‌‌ړولو چارو وزارت
د يادونې ده، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت هم شتون لري، چې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د اړيکو ټينګولو او جوړولو دنده پرغاړه لري. دغه وزارت ته وزير، د ولسي جرګې له تاييد پرته د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
لويه څارنوالي:
څارنوالي د اجراييه قوې يوه برخه او په خپلو اجرااتو کې خپلواکه ده. د اساسي قانون د ١٣٤مې مادې له مخې، د جرمونو څېړنه او په محکمه کې پر تورن د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا کېږي.
څارنوالي په ټولنه کې د قانونيت او د نظم ټينګوالي، د دولتي ادارو، سياسي ګوندونو، ټولنيزو سازمانونو، د هېواد د اتباعو له مادي او معنوي ګټو او حقوقو څخه دفاع کوي. دغه راز څارنوالي د قوانينو، فرامينو، د حکومت د حکمونو، مصوبو او د محکمو د قطعي پرېکړو د يو شان پلې کولو نظارت کوي.
د جرم له پېښېدو د مخنيوي لپاره تدبيرونه نيسي او د قانون له حکمونو سره سم د تورن او مظنون عدلي تعقيب کوي.
لوى څارنوال د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي کېږي او وروسته له هغه چې ياده جرګه د تاييد رايه ورکړي، د لويې څارنوالۍ مشري پر غاړه اخلي. 
رياستونه:
دغه راز اجرايیه قوه ۱۰ ریاستونه لري، چې د ادارو مشران يې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، يواځې د درېيو رياستونو (ملي امنيت، سره مياشت او د افغانستان بانک) رییسان د ولسي جرګې له خوا تاييديږي. 
د حکومت په چوکاټ کې ادارې په دې موخه جوړيږي، څو د دولت اجرايي اړخ سمبال کړي؛ ادارې کولاى شي د خپلو دندو په ښه توګه د ترسره کولو لپاره د قوانينو او کړنلارو وړانديز وکړي.
د حکومت په چوکاټ کې رياستونه او ادارې په لاندې دول دي:

  • د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا
  • د ملي امنيت اداره
  • د افغاني سرې مياشتې ټولنه
  • د افغانستان بانک
  • د کابل ښاروالي  
  • د علومو اکاډمي
  •  د بدني روزنې او سپورت اداره
  •  د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره
  • د کنټرول او تفتيش اداره 
  • د چاپېريال ساتنې اداره 
  • د جيوديزۍ او کارتوګرافۍ اداره
  • د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (ايسا)
  • د احصائیې مرکزي اداره
  • د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا(
  • د افغانستان برېښنا شرکت
  • د کابل نوي ښار د پراختيا اداره (ده سبز او باريک اب)
  • د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
  • د ستندردونو خپلواک رياست
  • له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره

کمېسیونونه:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې کمېسیونونه جوړ کړي، څو د هېواد د ودې او پرمختګ د بهیر په پرمختګ کې ګټور تمام شي. د دغو کمېسیونونو نومونه په لاندې ډول دي:

  • د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون
  • د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون
  • د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون
  • د اساسي قانون پرتطبیق د څار خپلواك كمېسيـون
  • د شخړو د هوارۍ کمېسيون

د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون:
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، د ۲۰۰۲ زېږديز کال د جون په ۶مه او همدا راز د بن د پرېکړو له مخې د ۲۰۰۱ زېږديز کال په ډسمبر کې جوړ شو.
دغه کمېسيون د بشري حقوقو پر رعایت د څارنې، له بشري حقونو د سرغړونې د مواردو څېړنه او د داخلي بنسټونو په منځ کې د بشري حقوقو د فرهنګ دودولو مسوولیت پر غاړه لري.