رحمت الله نبیل:
رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ کال کې د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د ساختماني انجنیرۍ له پوهنخي څخه فارغ او په پښتو، دري او انګلسي ژبو حاکم دی.
نبیل په بېلابېلو دولتي بنسټونه کې دندې ترسره کړې او په ۱۳۸۳ کال کې یې د افغانستان د امنیت شورا د داخلي اړیکو د مرستیال په توګه دنده پیل کړې.
وروسته یې د افغانستان د ولسمشر د ساتنې ریاست (PPS) رامنځته کړی او د دغه ارګان د رییس په توګه پاتې شوی دی.
نبیل په ۱۳۸۹ کال کې د پارلمان د اکثریت غړو د باور رایې له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه وټاکل شو او له دوه کاله دندې وروسته د امنیت شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو.
رحمت الله نبیل په خپل ټاکنیز ټکټ کې جنرال مراد علي مراد چې په قوم هزاره او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په بېلابېلو څوکیو یې دندې ترسره کړې دي، د لومړي او مسعوده جلال چې په قوم تاجکه ده او د ښځو چارو وزارت پخوانۍ وزیره هم وه د دویم مرستیالې په توګه ټاکلي دي.
 
سید نورالله جلیلي:
جلیلي یو سیاسي فعال دی چې له تېرو څو کلونو د سیاست په ډګر کې فعالیت کوي.
لیکوال او څېړونکی خلیل رومان یې د لومړي مرستیال، ډاکتر او د چراغ طبي پوهنتون مشر چراغ علي چراغ یې د دویم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.
 
ډاکتر فرامرز تمنا:
فرامرز تمنا په هرات ولایت کې زېږېدلی، د تهران او د هندوستان د جواهر لعل نهروي له پوهنتونونو څخه د نړیوالو اړیکو او نړیوالو مطالعاتو په څانګو کې د دوکتورا دوه سندونه لري.
نوموړی د هېواد پخ پوهنتونونو کې د تدریس لس کلنه تحربه لري او دغه راز د څو کلونو لپاره د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د رییس په توګه پاتې شوی دی.
ډاکتر فرامز تمنا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په بهرنیو چارو وزارت کې د ډيپلومات او د دغه وزارت ویاند په توګه دندې ترسره کړې او په ۲۰۰۸ کال کې له یوې مودې ډيپلوماتیک کار وروسته د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په سازمان (ایکو) کې د فرهنګي چارو د متخصص په توګه پاتې شوی دی. دوه څېړنیز کتابونه او ۳۰ علمي مقالې یې لیکلې دي.
فرامرز تمنا په خپل ټاکنیز ټکټ کې سید قیاس سعدي چې په قوم پښتون دی، د لومړي مرستیال او محمد امین چې په هزاره قوم پورې تړاو لري، د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
شیدا محمد ابدالي:
شیدا محمد ابدالي چې لومړی مرستیال يې عبدالبصیر سالنګي او دویم مرستیال یې ذوالفقار امید دي، د ۱۳۸۹ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دی.
نوموړی له دې وړاندې په هند کې نږدې شپږ کاله د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړه او د ولسمشرۍ ټاکنو په را رسېدو یې له دندې استعفا وکړه.
 
احمد ولي مسعود:
احمد ولي مسعود د احمدشاه مسعود ورور، په ۱۳۴۳ کال کې په کابل ښار کې زېږیدلی دی.
مسعود، د بریتانیا وست منیستر پوهنتون د ډيپلوماتیکو مطالعاتو له څانګې د ماسټري سند لري، نوموړی د شهید احمدشاه مسعود بنسټ مشر او د ملي وفاق جریان مسؤول دی.
نوموړي له زده کړو وروسته د احمدشاه مسعود په لارښوونه له هېواده بهر له مجاهدینو د ملاتړ سیاسي فعالیت پیل کړ چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د حکومت په رامنځته کېدو سره نوموړی افغانستان ته راستون شو او څه موده وروسته په لندن کې د افغانستان سفارت ډیپلومات په توګه بېرته برېتانیا ته ولاړ او یو مهال يې په لندن کې د افغانستان سفیر په توګه هم دنده ترسره کوله.
نوموړی د ((بدلون)) په شعار سره د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی، د لوړو زده کړو پخوانی وزیره فریده مومند یې لومړۍ مرستیاله او د پوهنتون استاد عبداللطیف نظري یې د دویم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.
 
 نورالرحمن لېوال:
افغان سوداګر او د معلوماتي ټکنالوجۍ د یو شرکت مالک نور رحمان لېوال چې د نوم لیکنې په وروستۍ شېبو کې يې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړه.
نورالرحمن لېوال چې لومړی مرستیال یې عبدالهادي ذوالحکمت او دویم مرستیال یې یحیی ویاړ دي ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د سیالۍ ډګر ته راوتلی دی.
 
انجنیر محمد شهاب حکیمي:
انجنیر شهاب حکیمي د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او د ماسټرۍ سند یې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د PSU امریکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی. نوموړی د څو کلونو لپاره د (MDC) ماین پاکولو موسسي د رییس په توګه، د ماین پاکۍ پر وړاندې د مبارزو افغانانو حرکت د مشر او د کابل پوهنتون په کرنې پوهنځي کې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
محمد اشرف غني:
محمد اشرف غني په ۱۳۸۲ کال په لوګر ولایت کې زېږېدلی، هغه د پښتنو په احمدزي قوم پورې تړاو لري، لومړنۍ زده کړې یې په لوګر کې کړې او د کابل له حبیبیې لېسې فارغ دی.
غني د سیاسي علومونو په څانګه کې د بیروت له امریکايي پوهنتونه د ليسانس او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي، د ماسټري دویم سند یې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې له کولمبیا پوهنتون او دوکتورا یې یې د خکو پېژندنې په څانګه کې په همدغه پوهنتون کې کړې ده.
هغه دغه راز د امریکا د اسکرانتن او کاناډا د ګلف له پوهنتونونو دوه افتخاري دوکتوراوې هم لري.
محمد اشرف غني په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې په څانګه کې تدریس کړی او د ۱۳۶۲ او ۱۳۷۰ کلونو ترمنځ یې د ډنمارک په اورهوس او د امریکا په معتبرو پوهنتونونو لکه بریکلي او جانزد هاپکنیز کې استاد پاتې شوی دی.
محمد اشرف غني په ۲۰۰۲ میلادي کال کې لومړی د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي سلاکار په توګه دنده پیل کړه چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د حامد کرزي او د مالیې وزیر د ستر سلاکار او په هېواد کې د نړیوالو مرستو د همغږې کولو برخې د رییس په توګه کار کړی دی.
لومړی ځل یې د ۲۰۰۹ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړ چې د درې سلنې رایو په اخیستو له حامد کرزي، ډاکتر عبدالله او رمضان بشر دوست وروسته و او ولسمشرۍ ریاست ته بریالی نه شو، وروسته یې د حامد کرزي د حکومت په دویمه دوره کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسوولیت د لېږد پرواګرام چارې پر غاړه وې.
بالاخره یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یو ځل بیا له ترک توکمو د عبدالشید دوستم په لومړۍ مرستیالۍ او له هزاره قوم څخه د سرور دانش په دویمې مرستیالۍ ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ او دغه ټاکنې د ډاکتر عبدالله عبدالله په رقابت دویم دور ته ولاړې او د عبدالله عبدالله له ټېم سره د یوه هوکړه لیک پر اساس د ملي یووالي د حکومت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
ولسمشر غني په خپل ټاکنیز ټکټ کې امرالله صالح چې په قوم تاجک، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی او څو کاله یې د ملي امنیت د عمومي رییس او په دې وروستیو کې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي، د لومړي مرستیال او سرور دانش چې په قوم هزاره او د اسلامي وحدت ګوند غړی دی، د خپل دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
ډاکتر عبدالله عبدالله:
ډاکتر عبدالله عبدالله په ۱۳۳۸ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی.
هغه په ۱۳۵۵ کال کې د کابل ښار له نادریې لېسې فارغ شوی او په ۱۳۶۲ کال کې یې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د سترګو په څانګه کې ليسانس زده کړې پای ته رسولې دي.
نوموړي د کابل په نور روغتون کې د سترګو د ډاکتر په توګه دنده ترسره کړې، په ۱۳۶۳ لمریز کال کې پاکستان ته مهاجر شوی او د یوه کال لپاره یې په سید جمال الدین افغان روغتون کې، په ۱۳۶۴ کال د جهاد لیکو ته داخل شو، د پنجشېر جبهې د روغتیا برخې سرپرست په توګه او له هغه وروسته تر ۱۳۷۱ کاله د مجاهدینو له خوا د کابل تر نیولو د احمدشاه مسعود د سلاکار او همکار په توګه پاتې شوی دی.
ډاکتر عبدالله دغه راز د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د ملي دفاع وزارت د دفتر د رییس او ویاند، د ۱۳۷۰ــ ۱۳۸۰ کلونو ترمنځ د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او سرپرست او د طالبانو له حکومت وروسته تر ۱۳۸۰ کال پورې د نوي حکومت په جوړېدو لومړی په لنډ مهاله اداره او وروسته په انتقالي دوره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پاتې شوی دی.
نوموړی دوه دورې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و چې په ۱۳۸۸ کال کې بریالی نه شو، وروسته یې په ۱۳۹۲ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا ځان نوماند کړ او د ۵۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او په دویم پړاو کې د یوې هوکړې پر اساس د ملي یووالي حکومت رامنځته شو او ډاکتر عبدالله په کې د اجرائیه ریاست د رییس په توګه دنده پیل کړه.
هغه په دري، پښتو او انګلسي ژبه روانې خبرې کوي او په عربي او فرانسوي ژبو هم تسلط لري.
ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل ټېم په ټاکنیز ټکټ عنایت الله بابر فرهمند چې په قوم ازبک دی، د ملي جنبش ګوند غړی او او د عبدالرشید دوستم د دفتر رییس هم دی، لومړی مرستیال او اسدالله سعادتي چې په قوم هزاره دی او د وحدت اسلامي ګوند غړیتوب لري، د دویم مرستیال په توګه ټاکلی دی.
 
محمد حکیم تورسن:
محمد حکیم تورسن په ۱۳۳۳ کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی دی.
نوموړی د کابل پوهنتون د دري ادبیاتو له پوهنځي فارغ دی او له ۱۳۸۵ کال څخه تر ۱۳۷۱ پورې یې د هېواد په امنیت ریاست کې بېلا بېلې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي له دې مخکې هم په ۱۳۸۸ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی و.
تورسن په خپل ټاکنیز ټکټ کې ډاکتر محمد نادرشاه احمدزی د لومړي او محمد شفېع قیصاري د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
گلبدین حکمتیار:
ګلبدین حکمتیار په ۱۳۲۶ لمریز کال کې په کندوز ولایت کې زېږېدلی او د ښوونځي له فراغت وروسته د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي ته بریالی شو، خو د سیاسي فعالیتونو له امله یې دغه لوړې زده کړې نیمګړی پاتې شوې.
حکمتیار په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د مسلمان ځوانانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.
هغه په ۱۳۵۱ کال کې د کابل پوهنتون د محصل سیدال سخندانیک د وژنې په تور بندي او د سردار محمد داوودخان تر کودتا وروسته پاکستان ته وتښتېد.
حکمتیار د افغانستان لومړی وزیر او سیاستمدار دی، نوموړی د شوروي له ځواکونو سره په جګړه کې د مجاهدینو یو اصلي مشر و چې د ډاکتر نجیب د حکومت له سقوط وروسته د پېښور له هوکړه لیک وروسته د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو خو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو له امله په ۱۹۹۰ کال کې د کابل جګړه پیل شوه.
حکمتیار په خپل ټاکنیز ټکټ کې فضل هادي وزین چې په ترک توکم پورې تړاو لري، د لومړي مرستیال او مفتي حفیظ الرحمن نقي چې په قوم تاجک دی، د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
عبداللطیف پدرام:
عبدالطیف پدارم په ۱۹۶۳ میلادي کال کې په بدخشان ولایت کې زېږېدلی او لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې ترسره کړې دي.
ليسانس زده کړې یې له یوې اوږدې دورې وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري ژبې په څانګه کې ترسره کړې دي.
هغه د خپلې تحصیلي کچې زیاتېدو لپاره ایران ته تللی او په تهران کې یې د حکمت او فلسفې په ټولنه کې زده کړې پیل کړې دي. د ډاکتر عبدالکریم سروش په محضر کې یې د تاریخ فلسفه لوستې او له ایراني شاعر احمد شاملو سره یې نږدې دوستي جوړه کړه او د شعر او ادبیاتو په برخه کې یې لاسته راوړنې لرلې دي.
نوموړی د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال لومړی د کمونیستي دولت ملاتړی و خو ډېر ژر یې په افغانستان کې د شوروي د اشغال مخالفت پيل کړ او له احمدشاه مسعود سره یو ځای شو.
هغه له یو شمېر فرهنګیانو، لیکوالانو او خبریالانو سره په ګډه چې د مقاومت له صف سره درېدلي وو، د شورا خپرونې بنسټ کېښود.
نوموړي د مقاومت په جبهه کې د فرهنګي کمېټو لپاره د ژورنالېزم په څانګه کې تدریس پیل کړ او د جګړې زیاتره کلونه یې په افغانستان کې تېر کړي دي.
پدرام په وروستیو کې د طالبانو د ډلې د پرمختګ او له دې ډلې سره د مخالفت له امله له هېواده بهر شو.
پدرام د پیوستون لومړنۍ خپرونه په دوشنبه ښار کې چاپ کړه او له څه مودې وروسته د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ او د سوربون په پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.
په فرانسه کې یې هم د طالبانو پر ضد مبارزه بنده نه کړه او د شمالي امریکا او اروپا په معتبرو پوهنتونونو کې یې د هغو پوهنتونونو د بلنې پر اساس ویناوو ته مخه کړه.
هغه د افغانستان د ملي کنګرې بنسټګر دی او په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ۲۰۱۰ میلادي کال په پارلماني ټاکنو کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازيتوب ته بریالی شو.
عبدالطیف پدرام په خپل ټاکنیز ټکټ کې احسان الله حیدري چې په قوم هزاره دی د لومړي مرستیال او محمد صادق وردګ چې په قوم پښتون دی، د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
نورالحق علومي:
نورالحق علومي په ۱۳۲۰ کال کې په کابل کې زېږېدلی او له حبیبیې لېسې تر فراغت وروسته یې د حربي پوهنتون په نظامي برخه کې ليسانس زده کړې کړې او وروسته د لوړو زده کړو لپاره د امریکا نظامي پوهنتون او ورپسې شوروي اتحاد ته تللی دی.
هغه یوولس کاله د افغانستان د ملي اردو سرتېرو په عالي کورس کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.
دغه راز یې د بېلا بېلو نظامي څوکیو لکه رییس ارکان، د لومړي نمبر قول اردو د سرپرست، په کندهار کې د ۲ نمبر قول اردو د قوماندان او د سوېلي زون د تنظیمه رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.
علومي د وطن ګوند (د افغانستان د خلق ډيموکراتیک ګوند) دویم ځل د افغانستان د ملي متحد ګوند په نوم جوړ کړ او دغه راز د افغانستان د ملي ايتلاف ګوند د اجرائیه ریاست چارې هم د ده پر غاړه دي.
نوموړی په پنځلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د کندهار او د ملي یووالي حکومت په دوره کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه پاتې شوی دی.
نورالحق علومي په خپل ټاکنیز ټکټ کې بشیر بېژن چې په قوم تاجک دی، د لومړي مرستیال او محمد نعیم غیور د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
غلام فاروق نجرابي:
غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ لمریز کال کې په کاپیسا ولایت کې زېږېدلی دی.
نوموړی د ماشومانو د زړه ناروغیو متخصص دی او په همدې څانګه کې یې د اندراګاندي په پوهنتون کې دوکتورا کړې ده.
نجرابي د څه مودې لپاره د اندراګاندي په روغتون کې د ماشومانو د جراحۍ د برخې رییس و او اوس د کابل د طبي پوهنتون د ماشومانو د جراحي برخې رییس دی.
غلام فاروق نجرابي اوس د افغانستان د خپلواکۍ ګوند مشر دی او نوموړي په خبره دغه ګوند په ۱۳۱۸ کال کې جوړ شوی دی.
نجرابي په ۱۳۸۱ کال کې د انتقالي دولت د رییس د ټاکلو په موخه د اضطراري لویې جرګې پر مهال د دولت ریاست ته نوماند و او له هغه وروسته په ۱۳۸۳ کال کې هم ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و.
غلام فاروق نجرابي په خپل ټاکنیز ټکټ کې شریف الله د لومړي او محمد شریف بابکرخېل د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
محمد ابراهیم الکوزی:
محمد ابرهیم الکوزی د «الکوزیو د سراسري شورا» رییس دی.
نوموړی له «ژمنې او عمل» شعار سره راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی.
الکوزي په خپل ټاکنیز ټکټ کې خدیجه غزنوي د لومړي مرستیالې او سید سامع کیلاني د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
عنایت الله حفیظ:
عنایت الله حفیظ په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلی او په قوم هزاره دی.
نوموړی په انګليسي ادبیاتو کې لېسانس او د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري لري. له څو کلونو راهیسې د ترانسپورټ وزارت د سلاکار په توګه پاتې شوی دی.
عنایت الله حفیظ په خپل ټاکنیز ټکټ کې جنت خان فهیم د لومړي مرستیال او عبدالجمیل شېراني د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
محمد حنیف اتمر:
محمد حنیف اتمر په ۱۳۴۷ لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زېږېدلی دی.
نوموړي د ليسانس زده کړو معادل سند د کلیو او پراختیا په څانګه کې او ماسټري یې په نړیوالو اړیکو او له جکړې وروسته هېوادونو کې د پرمختګ په برخه کې د انګلیس له یارک پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی او ډيپلوم یې د معلوماتي ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې لاس ته راوړی دی.
محمد حنیف اتمر د ۱۳۷۱ او ۱۳۸۱ کلونو ترمنځ په غیر دولتي موسسو کې د بشري پروګرامونو په طرح او عملي کولو، له کډوالو سره د مرستو، بیارغونې او پراختیا په برخو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.
حنیف اتمر د افغانستان د کابینې له لومړنیو غړو څخه دی، د طالبانو د رژیم او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې له جوړېدو وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د کلیو د پراختیا وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو، وروسته په ۱۳۸۵ کال کې د پوهنې د وزیر او په ۱۳۸۷ کال کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه پاتې شوی دی.
اتمر په پښتو، دري، انګلسي او اردو ژبو تسلط لري.
محمد حنیف اتمر په خپل ټاکنیز ټکټ کې محمد یونس قانوني چې په قوم تاجک دی او د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړی او د مارشال فهیم له مړینې وروسته د حامد کرزي مرستیال پاتې شوی د لومړي او محمد محقق چې په قوم هزاره او د اسلامي وحدت ګوند مشر دی، د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
 
ډاکتر زلمی رسول:
ډاکتر زلمی رسول په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی او له استقلال لېسې څخه تر فراغت وروسته د لوړو زده کړو لپاره د فرانسې پلازمېنې پاریس ته تللی دی.
نوموړي په فرانسه کې د طب په برخه کې تر ماسټرۍ کچې زده کړې کړې دي.
هغه د پاریس د زړه ناروغیو څېړنیز انسټیټیوټ د ډاکتر په توګه، د افغانستان د جهاد اړوند «حقیقت افغان» څپرونې د مسوول، د سعودي عربستان د وسله وال ځواک د روغتون د ډاکتر او په ايټالیا کې د محمد ظاهر شاه د دفتر د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.
نوموړي د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په دوران کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور وټاکل شو او ۹ کاله یې د افغانستان د امنيتي ارګانونو د فعالیتونو د همغږۍ لپاره د سلاکار په توګه دنده کړې ده.
هغه له سلاکارۍ مخکې د هوايي چلند ادارې رییس و او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو او وروسته یې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړه.
زلمی رسول په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و.
هغه په پښتو، دري، انګليسي، فرانسوي او ایټاليوي ژبو خبرې کوي او په عربي ژبه هم پوهېږي.
دغه راز د ډاکتر زلمي رسول څه کم ۳۰ طبي اثرونه د امریکا او اروپا په چاپي رسنیو کې خپاره شوي دي.
ډاکتر زلمي رسول په خپل ټاکنیز ټکټ کې عبدالجبار تقوا چې په قوم تاجک دی د لومړي مرستیال او غلام علي وحدت چې په قوم هزاره دی، د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.