اشرف غنى: در مناسبات وزارت خانه ها و ولایات باید یک تغییر بنیادی بوجود آید

کابل (پژواک،۶ کب ۹۸): د چارو شنونکي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ترسره کول بیړني او د هېواد د نافذه قانون خلاف ګڼي.
ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او څو ساعته وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله ځان ګټونکی وباله او ویې ویل چې ((ټول شموله حکومت)) جوړوي.
دوې ورځې مخکې یوې حکومتي سرچینې وویل، د ولسمشر غني د لوړې مراسم به ښايي د روانې اونۍ په پای کې ترسره شي چې د ترسره کېدو لپاره یې کمېسیون هم جوړ شوی دی.
دغه راز تېره ورځ ثبات او همپالنې ټيم هم د ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره د تیاري خبر ورکړ او ويې ویل، د یادو مراسمو د ترسره کېدو نېټه به ډېر ژر اعلان کړي.
د حقوقي چارو شنونکي:
حقوقي شنونکي وايي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کول بیړني او د هېواد د نافذه قانون خلاف دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استادې شهلا فرید پژواک ته وویل، د ټاکنو قانون مطابق نوی ولسمشر مکلف دی چې د وروستیو پایلو تر اعلان ۳۰ ورځې وروسته د لوړې مراسم ترسره کړي، خو له بده مرغه ولسمشر غني غواړي له قانونه سرغړونه وکړي.
هغې د ولسمشر غني اقدام د قانون خلاف ګڼي او وايي، په غالب ګومان په بیړه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ترسره کولو موخه د بحران مدیریت او ارامۍ ته د هېواد کش کول وي، خو که دغه اقدام د بحران د مدیریت لامل شي، یوه لاسته راوړنه ده، خو داسې به ونه شي.
نوموړې د دې په څرګندولو چې وروستۍ پایلې قانون او طرزالعملونو ته له توجه پرته اعلان شوې او وايي: ((د پایلو په اعلان سره په هېواد کې یو بحران رامنځته شو او ولسمشر په یو ډول د لوړې مراسمو په یادولو ځان ته مشروعیت ورکوي څو هغه کسان چې د نوموړي مخالف حرکت کوي، د امر په صادرولو ونیسي.))
مېرمن فرید وویل، ټول شاهدان دي چې له ټولو ۹ میلیون واجد شرایط کسانو دوه میلیون کسانو رایه ورکړې چې دوی هم خپله د نوماندانو د شاوخوا کسان دي.
هغې د روان وضعیت دوام د خلکو په ګټه نه، بلکې پر زیان بللی او د ملي يووالي حکومت له مشرانو یې غوښتي چې تفاهم ته ورسېږي.
پر ټاکنو د څار بنسټونه:
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید هم وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو وخت په ټاکنو قانون کې یاد شوی دی.
هغه د دې په روښانولو چې په قانون کې د لوړې مراسمو په اړه هېڅ استثنا نشته، وايي، په قانون کې ښکاره راغلي چې ګټونکی نوماند د پایلو له اعلان ۳۰ ورځې وروسته د لوړې مراسم ترسره کوي.
نوموړې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوي جنجال ته په اشاره د روان وضعیت دوام د هېواد په زیان وباله او زیاته یې کړه، دغه جنجال باید د خبرو او ناستو له لارې حل شي.
رشید هیله مندي څرګنده کړه چې رامنځته شوو ټاکنیزو جنجالونو د سولې پر بهیر منفي اغېز کوي او وویل: ((موږ اندېښنه لرو چې دغه سیاسي جنجالونه او کړکېچونه د هېواد ثبات له رکود سره مخامخ نه کړي.))
قوانین:
د افغانستان د اساسي قانون په ۶۳ مه ماده کې راغلي چې ولسمشر د دندې له تصدۍ مخکې د ځانګړې طرزالعمل مطابق چې د قانون په وسیله برابرېږي، لوړه کوي.
دغه راز د ټاکنو قانون په ۴۷ مه ماده کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټونکي نوماند د کار پیل ته ځانګړې شوې، راغلي چې بریالی نوماند د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان ۳۰ ورځې وروسته خپل کار پیلوي.
جمهوري رياست:
د جمهوري رياست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د ټاکنو قانون ۴۷ مې مادې ته په اشاره وویل، یاده ماده یو حقوقي منطق لري.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو قانون ځکه ۳۰ ورځې هدف ټاکلی چې که بریالی نوماند بل څوک وي، باید په یاده موده کې له مسایلو سره د بلدتیا لپاره ارګ ته تګ راتګ وکړي څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.