ولسمشر د خلکو د رايو په اکثريت ټاکل کېږي، د خلکو برخليک له خپلو رايو سره تړلى دى .
 په دغه پروسه کې ډېر احتياط په کار دى، که پايلې يې تر معمولي شک لاندې راشي، نو د ميليونونو  وګړيو پر ذهنونو ناوړه اغېز کوي او همدغه ناوړه اغېز ګډوډيو ته لاره هواروي .
که له ډېرو بيلګو تېر شو او يواځې د ګاونډي ايران حالاتو ته وګورو؛ نو روانې ګډوډي د انتخاباتو د پايلو له کبله دي .
کله چې د غبرګولي په ٢٣مه، د ايران د کورنيو چارو وزير صادق محصولي دغه پايلې اعلان کړې او احمدي نژاد يو ځل بيا ولسمشر اعلان شو؛ نو د هغه درېيو نورو سيالانو (  مير حسين موسوي، محسن رضايي او  مهدي کروبي ) پرې نيوکې وکړې .
له هماغې ورځې وروسته په ياد شوي هېواد کې کورنۍ ګډوډي روانه ده، چې تراوسه په کې ګڼ شمېر  وژل شوي، په لسګونو ټپيان او په سلګونو بنديان شوي او لا دغه لړۍ روانه ده .
خلک هغه مهال په يو څه باور کوي، چې خپله يې وويني او د شک ځاى ورته پاتې نه شي؛ نو له همدې امله د انتخاباتو د پايلو او بهير په روڼتيا ډېر تاکيد کېږي .
اوسمهال موږ هم هره ورځ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د نږدې کېدو په حال کې يو .
دغه ټاکنې به  د زمري په ٢٩ مه، تر سره شي، چې د ولسواکۍ پر لور د هېواد يو بل ګام ګڼل کېږي .
ازادې او ناپېيلې ټاکنې د ولسواکۍ  له پاره اړينې دي، ځکه وګړي کولاى شي له دې  لارې داسې مشر وټاکي، چې ددوى رښتينى استازيتوب وکړي.
پوښتنه اوس دا ده، چې کومې ټاکنې ازادې او بې پرې دي؟
د ازادو ټاکنو له پاره کوم نړيوال قانون نشته؛ خو هغه ټولنې، چې د ټاکنو څارنه کوي د ټاکنو دارزونې له پاره يې يو لړ معيارونه ټاکلي دي.
دغه معيارونه او اصول د بشر حقونو د نړيوالې اعلاميې پر بنسټ ټاکل شوي، چې نوموړې اعلاميه د افغانستان دولت هم لاسليک کړې ده.
نوموړي اصول او معيارونه په لاندې ډول دي:
-ټول هغه نارينه او ښځينه، چې د رايې ورکولو عمر يې پوره کړى وي، بايد د راى ورکولو زمينه ورته برابره شي او په دې اړه په خپله پرېکړه وکړي.
-د ټاکنو چارواکي د رايې ورکولو ليستونه وخت په وخت نوي کوي.
-ټولې رايې يو شان وزن لري.
-ټول خلک د يو شان استازيتوب پربنسټ رايه ورکوي، چې هغوى ته دغه استازيتوب دخلکو د شمېر پر بنسټ ورکول کېږي، نه د سيمې پر بنسټ.
- رايه ورکوونکى خپله د رايې پاڼه په خپله ويني او په يواځې ځان د رايې ورکولو پرېکړه کوي.
-رايه ورکوونکي د رايې ورکونې او نوم ليکنې پر مهال له هر ډول ګواښ او تېري څخه خوندي دي.
- د يوه وړ کانديد لټول د رايې ورکوونکيو لومړنى حق دى او که چېرې له يوه څخه د ډېرو کانديدانو تر منځ په ټاکنو کې سيالي ونه شي، ټاکنې ازادې نه ګڼل کېږي.
-رايه ورکوونکي د يوې ناپېيلې او مسلکي خبري سرچينې له لارې د ټاکنو په اړه معلومات ترلاسه کوي.
-حکومت په ټاکنو کې د سياسي ګوندونو د ګډون په اړه قوانين وضع کوي.       
-د ټاکنو قوانين او اصول بايد په پراخه کچه چاپ شي، چې ټول وګړي ترېنه خبر شي.
- ناپېيلي او بې پرې چارواکي د قوانينو پلي کول څاري.
-کانديدان ازاد دي، چې له خلکو سره خبرې وکړي او د ټاکنو د کمپاين پر مهال او يا وروسته ځانونه خوندي وګڼي، دوى د خپلو کانديدېدو او څوکيو له امله له ګواښ سره نه شي مخ کېداى.
- کانديدان خلک په خپل منځ کې جګړې او کړکېچ ته نه هڅوي.
-کورني او نړيوال څارونکي په ازاده توګه ټاکنې څاري.
-حکومت د رايو شمېرنې له پاره ناپېيلې تګلاره جوړوي.
-حکومت د رايو ګټونکيو ته د واک په لېږدونه کې مرسته کوي.
-دا اصول د دې له پاره جوړ شوي، چې خلک د ټاکنو پر بهير او پايلو باور وکړي.
که ټاکنې ناپېيلې او ازادې وي، ټاکل شوي چارواکي د خلکو په مرسته خپل واکونه کاروي.
- په دې اړه د کورنيو او نړيوالو څارونکيو ونډه ارزښتناکه ده.
-څارونکي ګام پر ګام ټاکنې څاري او که په ټاکنو کې له قانون نه کومه سرغړونه کېږي؛ نو هغه په ګوته کوي.
هر هېواد، چې وغواړي يوه رښتونې ولسواکي ولري، نو پورتني اصول او معيارونه بايد پلي کړي.