چمن شاه اعتمادي؛ د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشاء عمومي رییس:
چمن شاه اعتمادي د سلطان زوی او ۴۶ کاله عمر لري. په ۱۳۵۱ کال کې په غزني ولایت کې زېږېدلی، په قوم هزاره دی، اصلي استوګنځی یې د غزني ولایت مالستان ولسوالي ده، خو اوس په کابل کې ژوند کوي او افغان تابعیت لري.نوموړي په دیني علومو کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې او د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې غړی و، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د دیني علومو د تدریس ۱۴ کاله تجربه لري.
اعتمادی د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته د وحدت اسلامی افغانستان ګوند له خوا معرفي شوی دی.