افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى.
 دا هېواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.
ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسېده .
د احمدشاه بابا امپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا د محمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .
د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :
د  افغانستان  شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.
په افغانستان کې جګړې:
افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر ، ايراني صفويانو، مغولو او نورو  سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي.
انګليس هم له افغانانو سره ډغرې وهلې دي . د افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٢١٧-١٢٢١ لمريزو کلونو کې ، دوهمه جګړه يې په ١٢٥٧ لمريز کال کې او درېيمه جګړه يې په  ١٢٩٨ لمريز کال کې وه.
افغانانو د افغان-انګليس تردرېيمې جګړې وروسته  له انګريزي ښکېلاک څخه خپل استقلال بېرته تر لاسه کړ .
په دغه هېواد کې  د ازادۍ له بېرته اخيستو وروسته، په  ١٣٥٧ کال کې د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو د کودتا له لارې د هېواد د لومړي جمهور رييس محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو  پورې ځينې کورني اړ او دوړونه  موجود و، خو بيا هم نسبتا آرامه او د پرمختګ په حال کې و .  خو د يادو ګوندونو(خلق او پرچم ) د واکمنۍ پر وړاندې افغان ولس جهاد ته ملا وتړله  او يو ځل بيا په هېواد کې  ناامنۍ پيل شوې .
 د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد په پر مخ تللو وسايلو سمبال لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ ، خو افغان اولس يې پر وړاندې ودرېد او ترهغه يې خپل جهاد ته دوام ورکړ ، چې د يرغلګرو پوځونو غرور يې مات او د ١٣٦٧ کال د تلې مياشتې په ٢٦مه، يې  له افغانستان څخه ووېستل .  
د شوروي د پوځ د يرغل پر مهال دمرګ ژوبلې کره شمېره  نه ده معلومه ، خو ويل کيږي، چې تر  يو ميليون زياتو  افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په ميليونونو مهاجر شول ، د هېواد بنسټونه په کې له منځه لاړل  او ١٥٠٠٠ شوروي پوځيان هم په کې ووژل شول.
د يادو پوځيانو تر وتو وروسته د شوروي په ملاتړ جوړ شوى د ډاکټر نجيب الله رژيم  افغان مجاهدينو رانسکور کړ او د ١٣٧١ کال د غويي په ٨مه، د جهادي ګوندونو په سلا حضرت صبغت الله مجددي  واک ته ورسېد .
خو ډېر وخت نه و تېر شوى ، چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې پيل شوې او په دې جګړو کې د نجيب د رژيم د جنرال دوستم ملېشې هم ورګډې شوې .
په ١٣٧٣ کال کې د طالبانو حرکت په هېواد کې د ګډوډيو د له منځه وړو او اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو له ژمنې سره  په کندهار کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٧٥ کال  پورې يې د پلازمېنې کابل په ګډون دهېواد ډېر ولايتونه لاندې کړل او د چارو واګې يې تر لاسه کړې.
د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې د سعودي عربستان اصلي اوسېدونکى دى او د شورويانو  پر وړاندې د افغان مجاهدينوتر څنګ ولاړ و ، هم له وسلوالو طالبانو سره ملګرى شو.
خو اسامه بن لادن د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې په پېښو کې د امريکا لخوا په لاس لرلو تورن شو او امريکا له طالبانو وغوښتل چې هغه (  اسامه ) له افغانستان څخه وباسي.
 خو کله چې طالبانو د امريکا غوښتنه ونه منله ، د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې يې پرطالبانو  لومړى هوايي او بيا د شمالي ټلوالې په مرسته ځمکني بريدونه وکړل او د طالبانو واکمني يې راوپرځوله .
د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو او القاعده  د له منځه وړو لپاره د نړۍ د ٤٦ هېوادونو ٤٢٠٠٠ پوځيان د امريکا له تر سل زرو زياتو پوځيانو سره ملګري شوي ، خو ددې پوځونو په شتون سره نه يواځې په هېواد کې امنيت ټينګ نه شو ، بلکې ددې ځواکونو او افغان دولت وسلوال مخالفين ( طالبان ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د حقاني او ځينې نورو ډلو ) پوځي فعاليتونه ورځ  په ورځ پراخه شول او د ناامنيو لمن د هېواد له جنوب څخه آن شمالي ولايتونوته هم وغځېده.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال د يادو دواړه هېوادونو حالات ډېر خطرناک وبلل.
اوباما د همدې کال په ډسمبر کې وويل چې د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي. ناټو ځواکونو هم تر ۲۰۱۴ز کال پورې افغان سرتېرو ته د امنيتي چارو د ورسپارلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
په افغانستان کې د دولتونو ډولونه :
الف  حکومت:
محمد داوود د  ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦مه ، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي نظام پر ځاى جمهوري نظام رامنځته کړ او تر دې وروسته هم پرته له طالبانو څخه، چې اسلامي امارت يې اعلان کړى و، نور نظامونه جمهوري وو، خو د حامدکرزي تر منتخب حکومت پرته نور د پوځي حرکتونو او کودتاګانو له لارې رامنځته شوي دي .  
محمد داوود د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او محمدظاهر شاه يې له ملک  څخه تبعيد کړ. د محمدداوود رژيم هم د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو لخوا د خونړۍ کودتا له لارې له منځه ولاړ،  داوود يې د کورنۍ له غړيو سره يو ځاى وواژه او پر ځاى يې نورمحمد تره کى د جمهور رييس په توګه اعلان کړ.
تره کى ، چې د خلق په ګوند پورې يې تړاو درلود، د ١٣٥٨ کال د وږي په  مياشت کې  په ارګ کې د ننه ددې ګوند د بل غړي حفيظ الله امين د پلويانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو او امين ، چې  تره کي به ورته وفادار شاګرد ويل ، د جمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ.
 خو کله چې  د شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ ، امين يې د کابل ښار په دارلامان کې وواژه  او پرچمى ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ملاتړ واک ته ورسېد.  
د ١٣٦٥ کال په غويي مياشت کې کارمل د ګوند د مرکزي کمېټې له رياست څخه استفعا ورکړه او د همدې کال د لړم په مياشت کې له  جمهوري رياست څخه هم لرې شو او ددې ګوند بل غړى نجيب الله قدرت ته ورسېد.  
د نجيب د واکمنۍ پر مهال  د شوروي پوځونه  له افغانستان څخه ووتل او د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب حکومت هم راوپرځول شو او صبغت الله مجددي د جهادي ګوندونو په مشوره  د اسلامي دولت د ممثل په توګه وټاکل شو.
د جهادي ګوندونو له سلا سره سم دوه مياشتې وروسته د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين رباني ته واک وسپارل شو او د ١٣٧١ کال د غبرګولي په نهمه رباني د اهل حل وعقد د شورا لخوا د دوو کلونو لپاره  جمهور رييس وټاکل شو.
خو رباني خپلې واکمنۍ ته دوام ورکاوه ، چې په ١٣٧٥ کال کې طالبانو کابل ونيو او اسلامي امارت يې اعلان کړ. خو د طالبانو واکمني د امريکا د پوځي بريد له امله  له منځه ولاړه او حامد کرزى  د بن په غونډه کې د شپږو مياشتو لپاره د لنډمهالې ادارې د مشر او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د  دوو کلونو لپاره د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان اوسنى  اساسي قانون ، چې له مخې يې د هېواد نظام اسلامي جمهوري دى ، د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٣مه، د لويې جرګې لخوا  تصويب شو. ددې قانون له مخې ، د افغانستان د دولت په تشکيل کې منتخب ولسمشر، د هغه دوه مرستيالان ، له دوو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) څخه جوړه ملي شورا او  قضايي قوه  ځاى لري . د سترې محکمې غړي د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي او ولسي جرګه ورته د باور رايه ورکوي.   
 ولسمشر او مرستيالان يې د خلکو په مستقيمه رايه اچونې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.  که چېرې هېڅ يوه کانديد په لومړي پړاو کې د ټولټاکنو په پروسه کې ٥٠ سلنه جمع يو رايې تر لاسه نه کړې، نو دوه کانديدان ، چې تر ټولو ډېرې رايې يې ترلاسه کړې وي، د دوهم پړاو لپاره د ټولټاکنو په پروسه کې برخه اخلي. ولسمشر د ولسمشرۍ  د دوو دورو لپاره ځان کانديدولی شي. 
د ولسمشرۍ لپاره د افغانستان لومړۍ ټولټاکنې د اته  ميليونو تنو ، چې نږدې نيمايي يې  ښځې وې په ګډون د ١٣٨٣ لمريز کال د تلې په ١٨مه ، تر سره شوې او  حامد کرزى  د ٥٤ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره  ولسمشر وټاکل شو.
کرزى د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم  په داسې حال کې د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو، چې  په ټاکنو کې د درغليو په اړه ډېر شکايتونه موجود و.
 مرکزي دولت، په کليوالو سيمو کې لږ  اغېز لري، ځکه چې اسلامي او دوديز ضوابط، د قومي او توکميزو فعاليتونو په ګډون په شخصي کړنو او د شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. افغاني ټولنه د قومي او اسلامي دودونو په درلودلو سره په پراخه توګه د خپلوۍ پر بنسټ ولاړه ده، سره له دې چې په ښاري سيمو کې دا کچه يو څه ټيټه ده.
ب : ملي شورا ( پارلمان )
په افغانستان کې د ملي شورا لپاره لومړنى کوښښ د امان الله خان په وخت کې پيل شو. په دې دوره کې د دولت لومړنى قانون  (د دولت اساسي نظامنامه په افغانستان کې) د لويې جرګې لخوا تصويب   او په  دې قانون کې د دولت د شورا په نامه وړاندوينه شوې وه.
د نادرخان د واکمنۍ پر مهال ملي شورا د (١٣٠٤لمريز) کال په وږي کې جوړه شوه ، خو مشر يې ( د وردګو استازى عبدالاحد مايار ) نادرخان په خپله وټاکه.
وروسته له هغه ، چې نادرخان د يو زده کوونکي لخوا په  ۱۳۱۶ هـ ش کال کې د تومانچې په ډزو ووژل شو، د هغه  ١٩کلن زوى محمدظاهر د افغانستان د شاه په توګه  وټاکل شو ، خو عملا د چارو  واګي د صدراعظم محمدهاشم خان سره وې .
د هاشم خان د صدارت په دوره کې (١٣١٢- ١٣٢٥شمسي) د پارلمان دويمې، درېيمې، څلورمې، پېنځمې او شپږمې دورې خپل کار ته دوام ورکړ.
ځينې مورخين ليکي ، چې د شاه محمود د صدارت په دوره کې د پارلمان اووم دور  ( د ١٣٢٨- ١٣٣١ کال پورې ) په ټاکنو کې حکومت هېڅ ډول مداخله ونه کړه او ډېرو خلکو په کې ونډه لرله.
د مخکې پارلمانونو پر خلاف په دې دوره کې د دولت په کارو انتقاد کېده او جدي بحثونه په کې کېدل ، خو تر دې وروسته  د ډيموکراسۍ تر لسيزې  (١٣٤٢- ١٣٥٢)   ملي شوراګانې تر ډېره د حکومت تر اغېز لاندې وې.
د ډيموکراسۍ په لسيزه کې د ٢١٦ غړيو لرونکې ملي شورا د اوس په څېر دوه مجلسونه ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه ) لرل.
مورخين ليکي، چې دغې ملي شورا د پخوانيو شوراګانو په پرتله د قانون د وضع کولو او تصميمونو د نيولو ډېر توان  درلود.
خو په ١٣٥٢ کال کې  د داوود خان په جمهوري نظام کې پارلمان لغوه شو او په هېواد کې تر هغه پارلمان نه  و ، چې  ډاکتر نجيب الله په  ١٣٦٧ کال کې د ملی روغې جوړې تر اعلان وروسته رامنځته کړ.  
ځينې مورخين ليکي ، چې د نجيب د وخت پارلمان  د حزب او حزبي حکومت تر نظارت لاندې  کار کاوه او په عمل کې يې خپلواکي نه درلوده.
د برهان الدين رباني او  طالبانو د واکمنيو پر مهال په هېواد کې ملي شورا نه وه ، خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د نوي اساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکيو د لومړۍ دورې  ټولټاکنې د ١٣٨٤ کال د وږي په ٢٧مه، ترسره شوې او دوهم دور به يې د روان کال ( ١٣٨٩ ) د وږي په ٢٧مه، تر سره شي.
د ١٣٨٤ کال د ټاکنو له لارې رامنځته شوې شورا کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو استازي ، چې  د بېلابېلو  سياسي مفکورو خاوندان دي ، ګډون لري ، چې ځينې يې په  ګوندونو پورې تړلي دي .  
ولس:
د افغانستان ټول نفوس نږدې ٢٦ ميليونه اټکل شوى دى ، چی له ۷ نفرو څخه يو يې په کابل کې ژوند کوي. کندهار ښار په دوهمه درجه کې راځي، چی نفوس يې تر نيم ميليونو څخه زيات دی، ورپسې د هرات ښار په لوېديځ کې او مزار شريف ښار په شمال کې او د جلال ابادښار په ختيځ کې لوى ښارونه دي. نږدې ٥،٢ ميليونه ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان او ايران کې تراوسه مېشت دي.  
د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.
په افغانستان کې د جنسيت تناسب د هرو ۱۰۰ ښځو په پرتله ١٠٣،٢ نارينه دي او د کورنيو منځنۍ کچه ٦،٣ تنه دى.
مذاهب :
د افغانستان د نفوس  په سلو کې  له ۹۹ څخه ډېر يې مسلمانان دي، چې ۸۰ په سلو کې سني، ۱۹ په سلو کې شيعه او يو په سلو کې د نورو مذهبونو پيروان، لکه هندوان ، سکان او ډېر کم عيسويان  جوړوي.
ښوونه او روزنه: 
په ملي کچه په هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵ کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴ په سلو کې ده ،  د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه ٤٣،١  په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له ۱۰ څخه تر ۱۵ په سلو کې ده.
د هېواد په کچه تر ١٣٨٩ کال پورې ، له ٧ ميليونو څخه ډېرې  نجونې او هلکان په ښوونځيو کی شامل شوي ، خو د پوهنې وزارت وايي چې لاهم په هېواد کې پنځه ميليونه ماشومان  ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.
دغه راز د ښوونې او روزنې په ډګر کې د پام وړ ستونزې  لکه د پانګې او ښوونحيو دودانيو نشتوالی، ، کولتوري دودونه او د مسلکی ښوونکيو کموالى  په ځانګړې توګه په کليوالو سيمو کې شتون لري.
  دا په داسې حال کې ده، چې زده کړه وړيا ده او لومړنۍ زده کړې لازمي دي، خو زده کړې ته لا سرسى يوه ستونزه ده. يواځې ٤،١٧ سلنه ماشومان په خپل کلي کی لومړنيو ښوونځيو ته لاسرسی لري او ۳۷ سلنه بايد ۵ کيلومتره سفر وکړي، چی نږدې ښوونځيو ته د زده کړې لپاره لاړ شي ٩،۲۹ سلنه زده کوونکي بايد له ۱۰ کيلومترو ډېر مزل وکړي، ترڅو ښوونځي ته ورسېږي.   
د منځنيو ښوونځيو ستونزې هم لومړنيو ښوونځيو ته ورته دي. ددې ښوونځيو  ٧،٧ سلنه زده کوونکي په خپلو کليو کې ښوونځي لري او ۴۱ سلنه زده کوونکي بايد له ۱۰ کيلومتره ډېر مزل وکړي، ترڅو ښوونځي ته ورسېږي.
  د لېسو حالت تر دې هم خراب دی، ځکه چی له ۵ څخه ۳ زده کوونکي يې  بايد له ۱۰ کيلومتره ډېر مزل وکړي، ترڅو ښوونځي ته ورسېږي او يواځې له ۵ څخه يو ماشوم په ۵ کيلومترۍ کی لېسه لري.
 د طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو دولتي ښوونځي له منځه تللي وو، خو اوس شاوخوا  ٣٤  سلنه  زده کوونکې نجونې دي او  د ١٧٥ زره ښوونکيو ٣٠ سلنه ښځې جوړوي .
د يونيسف په اټکل په سلو کې له اتيا څخه ډېرې ماشومې نجونې او نږدې ۵۰ په سلو کې نارينه ماشومان د ښوونيزو مرکزونو د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي. د پوهنې وزارت  په وينا، دا مهال (د ١٣٨٩ کال د  وږي په ١٠مه ) د هېواد په کچه ٤٢٠ ښوونځي د ناامنۍ له امله تړل شوي دي.
روغتيا:
د مړينې کچه په افغانستان کې د نړۍ په سطحه ډېره لوړه ده، له ۵ څخه يو ماشوم له ۵ کلنۍ څخه مخکې مري او له ۸ څخه يوه ښځه د نسايي او ولادي ستونزو له امله مري. د افغانستان له ټول نفوس څخه تر ۷۰ سلنه زيات  پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري. د ژوند منځنی حد د ښځو او نارينه وو لپاره په افغانستان کې ۴۴ کاله اندازه شوی دی. په  ١٣٥٧ کال کې په افغانستان کې له پيل شويو جګړو مخکې  افغان ولس يو اصلاح شوی روغتيايي سيستم او په ښارونو کې، لکه کابل کې يو نيمه پرمختللی د پاملرنې روغتيايي سيستم درلود. د روسانو د بريد او د کورنۍ جګړو په ترڅ کې د روغتيايي پاملرنې سيستم يواځې په ښارو کې پاتې شو، چې وروسته په پوره توګه له منځه لاړ.  
 شاوخوا ۳۰ کاله پرله پسې جګړو نږدې يو ميليون افغانان په هېواد کې معلول کړي او نږدي ۸۰۰۰۰ وګړيو د ماينونو له امله خپلې پښې له لاسه ورکړي، چی دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه ده.   
له ١٣٨١ کال څخه وروسته په  هېواد کې روغتيا ته د پاملرنې سيستم د نړيوالې ټولنې په مرستو پرمختګ وکړ او تر اوسه  ګڼ شمېر دولتي او نادولتي روغتونونه  او نور روغتيايي مرکزونه په هېواد کې جوړ شول .
خو سره له دې هم په ښارونو کې ٩٠ سلنه او په کليوالو سيمو کې ٦٥ سلنه خلک اساسي صحې خدمتونوته لاسرسى لري.
اقتصاد:
افغانستان يو کرنيز او مخ پر ودې هېواد دى. د افغانستان عمده  صادرات تازه او وچه مېوې، غالۍ، وړۍ او ترياک دي. په وروستيو کې دولتي چارواکيو ويلي چې  افغانستان د  درېيو تريليونو په ارزښت طبيعي زېرمې لکه ګاز، خام نفت، د ډبرو سکاره، مس، کرومايټ، ټالک، باريټ، سلفر، سرب، جست، اوسپنه، مالګه، قيمتي او نيمه قيمتي ‌ډبرو په ګډون نا وېستل شوي توکي لري. 
د ١٣٨٦کال  د راپورونو له مخې،د افغانستان د نشه يي توکيو توليد د هېواد د اقتصاد له نيمايي څخه ډېره برخه تشکيلوي، چې د طالبانو د حکومت په وخت کې يې وده کړې وه. د نړۍ په سلو کې له ٩٠ څخه ډېر ترياک چې د هيرويينو خام مواد دي، له دغه هېواد څخه برابرېږي.
رسنۍ:
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۰ ه ش کال کې د امير شيرعلي خان په سلطنت کې د شمس النهار جريده  چاپ شوه او په ۱۲۸۴ لمريز کال کې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال سراج الاخبار چاپ شو، چې د اميرعبدالرحمان خان په وخت کې هم چاپ کېده.
په اماني دوره کې د ارشاد النسوان په نوم د ښځو مجله او  انيس ، چې اوس د ورځپاڼې په توګه چاپ کيږي او لسګونو نورې نشريې چاپ کېدې .
په ١٣٠٧ لمريز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته  ،تر هغه چې محمدظاهر په ١٣٤٣ کال کې دمطبوعاتو ازادي اعلان کړه ، مطبوعات د دولت په سانسور او کنټرول کې و. 
د  محمدداوود او ورپسې د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنيو پر مهال  مطبوعات د دولت تر سانسور لاندې وو، خو د ډاکټر نجيب د حکومت په وروستيو کې  ځينو ګوندونو هم  په خپرونو پيل وکړ.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم مطبوعات په بشپړه توګه د حکومت په واک کې و او د  دولتي تلويزيونو فعاليت هم درول شوى و.
 خو له ١٣٨١ کال څخه وروسته ازادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او دا مهال  زيات شمېر  دولتي، شخصي او ولايتي (سيمه ييزې ) رسنۍ د شخصي ادارو په لګښت او بهرنيانو په مرسته را منځته شوې دي .