۱- دسترې محکمې غړی او د سترې محکمې د عمومي جزا د دېوان ريیس (قضاوت پوه بهاء الدین بهاء)
د خدمت موده لس کاله:
بهاوالدین بها د غلا نبي زوی په ١٣٢١ لمريز کـال د هرات په ولایت کې زیږیدلی، د فارغیدو ډیپلوم یې په ١٩٦٠ زېږديز کـال د کابل له عربي دارالعلوم څخه لاس ته راوړ او په ١٩٦٤ کـال کې یې د اسلام په حقوقو کې د تخصص له ترلاسه کولو وروسته خپلې نوری زده کړې د ماسټر په سویه د جزا په حقوقو کې د امریکا د متحده ایالتونو د بلفورډ په پوهنتون کې سرته ورسولې دي.
بها له ١٣٤٣ لمريز کـال راهیسې لاندې رسمي دندې ترسره کړې دي:

  • د عدلیې وزارت د حقوقي او قانوني فتوا د دفتر امر، ١٩٩٥
  • د کابل ولایت د سوداګریزې محکمې قاضي ١٩٦٨ - ١٩٦٥
  • د هرات د سوداګریزې محکمې ريیس ١٩٧٢ - ١٩٦٧
  • د وخت د لومړي وزير دوکتور محمد موسی شفیق د دفتر ريیس ١٩٧٣ - ١٩٧٢
  • د استېناف د عالي محکمې د سوداګریز دېوان ريیس ١٩٧٧ - ١٩٧٣
  • د کندهار ولایت د سوداګریز دېوان ريیس ١٩٨٠ - ١٩٧٧
  • د سترې محکمې د قضایي ستاژ د کورس استاد ١٩٨٩ - ١٩٨٠
  • د سترې محکمې د سوداګریز دېوان ريیس او د قضا د عالي شورا غړى ١٩٨٩ - ١٩٨٠
  • د عدلي او قضایي اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون ريیس ٢٠٠٥ - ٢٠٠٢
  • د ولسمشر حقوقي سلاکار او د عدلي او قضایي چارو د بورډ غړی ٢٠٠٦ - ٢٠٠٥
  • د قضا د عالي شورا غړی او د سترې محکمې د عمومي جزا دېوان ريیس ٢٠٠٦

۲- د سترې محکمې د عالي شورا غړی( قضاوت پوه مولوي محمد قاسم دوست):
د خدمت موده: څلور کاله
 قضاوت پوه مولوي محمد قاسم د مرحوم الحاج غلام جان زوی په ١٣١٧ کـال د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پشه یي په کلي کې زېږېدلى او خپلو زده کړو ته یې د لیسانس تر درجې پورې ادامه ورکړې او د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی. له ١٣٤٠ څخه تر ١٣٥٠ لمريز پورې د کاپيسا د کوهستان ولسوالۍ محکمې د مفتي، د ننګرهار د خوګیاڼیو د محکمې مفتي، د سمنګان ولایت دروې دوآب محکمې د قاضي، د تاشقرغان ابتدايېه محکمې د قاضي، دهرات د انجیل ولسوالۍ د ابتدايېه محکمې د قاضي، د هرات ولایت د ابتدايېه محکمې د قاضي، د ننګرهار د سرخرود دابتدايېه محکمې د قاضي په توګه دندې ترسره کړې دي. په ١٣٥١ کـال کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د ریاست مرستيال او د جزا د دېوان ريیس پاتی شوی دی. له ١٣٥٣ څخه تر١٣٥٧ پورې د فاریاب ولایت د مرافعه محکمې ريیس او بیا تر١٣٦٠ کـال پورې د سترې محکمې د تميېز د جزا دېوان غړی او په ١٣٦١ کـال کې د حاجیانو د تنظیم د پلاوي په راس کې سعودی عربستان ته تللی او له هغې وروسته یې د وخت له کمونیستی دولت سره خپلې اړیکې شلولې او د هجرت دیارته تللی دی.
مولوي محمد قاسم د مجاهدینو له لیکو سره له یو ځای کېدو وروسته د مجاهدینو د درې ګوني اتحاد د پلټنې ريیس ټاکل شوی او په عین حال کې یې د مجاهدینو د موقت حکومت د تشکېل په موخه د څوارلس کسیز پلاوي غړیتوب درلودلی دی. نوموړي د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د جهادی ٣٤ کسیزې شورا غړی و، چې د کمونیستي حکومت د تسلیمیدو په منظور کابل ته راغله او په ١٣٧١ کـال د لوی څارنوال په صفت وټاکل شو او د څارنپوه علمي رتبه يې ترلاسه کړه. نوموړى د مقاومت او جهاد په دوران کې دعدلیې وزیر او لوی څارنوال او ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی او د افغانستان د موقتې ادارې وروسته د حج او اوقافو د وزارت د مالي او اداري معین او د عدلي او قضایي اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون دغړي په توګه چوپړ ترسره کړی دی.
مولوی محمد قاسم دوست په ١٣٨٥ کـال کې د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه او د ولسمشر په فرمان د قضاوت پوه علمي رتبه ورکړل شوه.
۳- د سترې محکمې غړی او د سترې محکمې د عامه امنیت د دېوان رييس( قضاوت پوه غلام نبي نوایي)
د خدمت موده: اووه کاله
 غلام نبي نوايي په ١٣٣٩ لمريز کـال په فاریاب کې زیږیدلی، د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه یې په ١٣٦٢ کـال کې لیسانس ترلاسه کړی دی.نوایي د قضا په مسلک کې له ګومارل کيدو وروسته په ١٣٦٢ کـال کې د میمنې د ښاري محکمې د قاضي، د فاریاب ولایت د مرافعه محکمې د ريیس. د مرکز د استېناف د عالي محکمې د سوداګریز دېوان د ريیس، د کابل ولایت د مرافعه محکمې د سوداګریز دېوان د ريیس او د سترې محکمې په غړیتوب له منلو څخه وړاندې د کاپيېسا ولایت د استیناف محکمې د ريیس په توګه دنددې ترسره کړې دي.
۴- د سترې محکمې غړی او د سترې محکمې د مدني او عامه حقوقو د دېوان رييس (قضاوت پوه محمد علیم نسیمي)
د خدمت موده: لس کاله
 محمد علیم نسیمي د محمد نسیم زوی په ١٣٢٤ لمريز کـال کې په لوګر ولایت کې زېږیدلی دی او له لومړنیو او ثانوي زده کړو وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شوی او په ١٣٤٦ لمريز کـال کې یې د نوموړي پوهنځي له قضایي څانګې څخه د لیسانس په درجه فراغت حاصل کړی دی.
محمد علیم نسیمي له تحصیل څخه له فارغیدو وروسته د قضا په مسلک منسلک شوی او له ١٣٤٨ لمريز کـال څخه تراوسه پورې يې لاندنې دندې يې ترسره کړې دي:

  • د کابل د ده سبز د ابتدايېه محکمې غړى ١٣٤٩
  • د اروزګان ولایت د ابتدايېه محکمې قاضي ١٣٥٠
  • د لوګر ولایت د مرافعه محکمې غړی ١٣٥٣
  • د کابل ښار د لومړنۍ مدني ابتدايېه محکمې ريیس ١٣٥٧
  • د کابل ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان ريیس ١٣٥٩
  • د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو د دېوان غړی ١٣٧٠
  • د کډوالو او راستنیدونکو لپاره د ملکېتونو د ځانګړې نهایي محکمې غړی ١٣٨٢
  • د ځانګړو ملکېتونو د ابتدايېه محکمې ريیس ١٣٨٣
  • او وروستۍ دنده يې د کابل ولایت د استېناف محکمې ريیس ١٣٨٤
  •  

محمد علیم نسیمي د ماموریت په بهیر کې په هغه قضایي سیمینارونو کې، چې په بېلابېلو وختونو کې جوړشوي دي او همدارنګه په یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو او سمینیارونو کې د چک، ایټالیا، امریکا، او مصر په هېوادونو کې ګډون کړی دی.
۵- د سترې محکمې غړی( قضاوت پوه محمد عمر ببرکزی)
د خدمت موده: اووه کاله
 قضاوت پوه محمدعمر ببرکزی د شېر محمد خان ببرکزي زوی په ١٣٢٩ لمريز کـال د خوست په ولایت کې زیږیدلی، د بکلوریا ډېپلوم یې په ١٣٤٣ کـال کې له استقلال لیسې او د لېسانس ډېپلوم يې په ۱۳۴۷ کـال کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي له قضايي څانګې څخه تر لاسه کړى.
وروسته يې بیا په ١٩٧٥ زېږديز کـال د فرانسې هېواد د عامه ادارې له نړیـوال انستیتوت څخه په قضايي څانګه کې ډېپلوم تر لاسه کړی او د ایټاليې، افریقايي او لاتیني امریکا د هېوادونو د محصلینو ترمنځ عمومي اول نومره و.
ببرکزي په ۱۳۴۸ کـال کې د عسکرۍ احتیاط دوره په بریالیتوب سره تېره کړه او د احتیاط د ۱۲۰۰ تنو محصلینو ترمنځ عمومي اول نومره و او د بریـال د طلا مډال په ترلاسه کولو ویاړل شوی دی او په ۱۳۴۹ کې يې د قضايي ستاژ د کورس درېیمه دوره په بریالیتوب سرته رسولې ده.
دندې:

  • په ۱۳۵۰ کې د کابل د مرکز د سوداګریزې ابتداييه محکمې د قضايي غړي په توګه.
  • په ۱۳۵۲ کې د مرکزي استېناف محکمې د سوداګریز دېوان د قضايي غړي په توګه.
  • په ۱۳۵۴ د سترې محکمې د استخدام د عمومي مدیر په توګه.
  • په ١٣٥٧ د مامورینو د اختصاصي محکمې د قضايي غړي په توګه.
  • په ۱۳۵۸ کې د قضايي ستاژ د کورس د جنايي څېړنو استاد.
  • په ۱۳۵۸ کې د مرکزي استېناف محکمې د سوداګریز دېوان د نایب ريیس په توګه.
  • په ۱۳۵۸ کې د ځدراڼو مجاهدینو د جبهاتو په خدمت کې.
  • په ۱۳۵۹ پېښورته مهاجرت، د جهادي تنظیمونو د اتحاد په تحریک، د مجاهدینو په ملي وحدت او د دعوت په لویه جرګه کې فعالیت او د لويې جرګی د منتخب ريیس په توګه.
  • په ۱۳۶۰ کې د مجاهدینو د اتحاد د ادارې ریاست مرستيال.
  • په ۱۳۶۳ کې د بلخی ابن سینا روغتون اداري ريیس او د هغه په ادامه د اووه ګونو جهادي تنظیمونو روغتيايي ريیس.
  • په ۱۳۶۶ کې په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د ملي اسلامي محاذ د جبهاتو مسوول او د درې ګونو تنظیمونو د اتحاد د عالي شورا غړی.
  • په ۱۳۶۹ کې په پېښورکې د مجاهدینو د عبوري دولت د سترې محکمې د ذاتيې ريیس.
  • په ۱۳۷۱ کې د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوالۍ مرستیال.
  • په ۱۳۷۲ کې د بهرنیو چارو وزارت اداري ريیس.
  • په ۱۳۷۶ د سرحدونو چارو وزارت د قبایلو مرستيال.
  • په ١٣٨٠ کې د قومونو، قبایلو اوسرحدونو وزارت لومړی مرستيال.
  • په ١٣٨٣ کې د قضايي ستاژ په کورس کې د کریمنالیستیک استاد.

۶- د سترې محکمې غړی او د سترې محکمې د نظامي جرایمو او د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو د دېوان ريیس (قضاوت پوه عبدالرشید راشد):
د خدمت موده: لس کاله
عبدالرشید راشد په ١٣٢٠ لمريز کال د بغلان په ولایت کې زیږیدلی، د لومړنیو او منځنيو زده کړو له بشپړولو وروسته په ١٣٤٣ کال د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغ او په ١٣٤٤ کال د احتیاط کورس له تېرولو وروسته د لاندنیو بېلابېلو دولتي دندو په سر ته رسولو او د مسلکې پروګرامونو په زده کړې او د ظرفیت په لوړولو بوخت شوی دی.
دندې:

  • په ١٣٤٥ کې د کابل پوهنتون د پلټنې د ادارې مرستيال.
  • په ١٣٤٨ کې د قضايي ستاژ د کورس تعقیب.
  • په ١٣٤٨ کې د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د ریاست غړی.
  • په ١٣٤٩ کې د سترې محکمې د عارضینو عمومي مدیر.
  • په ١٣٥١ کې د سترې محکمې د تحریراتو رييس.
  • په ۱۳۵۵ کې کې په امریکا کې د لیګل ټرینینګ د پروګرام تعقیب.
  • هېواد ته بېرته راستنیدل او په ۱۳۵۶ کال کې د ماسترۍ معادل سند ترلاسه کول.
  • په ۱۳۵۷ کال د سترې محکمې د مامورینو د محکمې قاضي.
  • په ۱۳۵۸ کې د کابل د استېناف محکمې د سوداګریز دېوان قاضی.
  • په ۱۳۶۱ کې د عدليې وزارت د تقنین ریاست د سوداګریز ډېپارتمنټ سرپرست.

عبدالرشید راشد د لسو کلونو لپاره د سترې محکمې د غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته د سترې محکمې د عامه امنیت د دېوان د رييس په توګه ټاکل شوی او اوس د سترې محکمې د نظامی جرایمو او د کورني او بهرني ا منیت پر ضد جرمونو د دېوان د رييس په صفت دنده تر سره کوي. نوموړي د تیرو درېیو کلونو په ترڅ کې په حقوقي او قضايي کنفرانسونو او سیمینارونو کې د ګډون په موخه د ایټالیا، انګلستان، هسپانيې او مصر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
۷- د سترې محکمې غړی (پوهاند عبدالعزیز عزیز)
د خدمت موده: اووه کاله
پوهاند عبدالعزیزعزیز د علي احمد زوی په ١٣١٧ کال د کابل په ولایت کې په یوه کې زیږیدلی، خپلی لومړنۍ زده کړې يې د میر بچه کوټ په لومړني ښوونځي کې ترسره کړې دي.
په ۱۳۳۰ کال د شرعي علومو په مدرسه کې، چې اوس د ابوحنیفه مدرسې په نوم یادیږي، شامل او په ١٣٣٥ کال له نوموړې مدرسې فارغ شو او په ۱۳۳۶ کال د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل او د ۱۳۳۹ کال کې له فراغت وروسته په کابل پوهنتون کې په دولتی ماموریت وګومارل شو.
نوموړی په ۱۳۴۲ کال کې له رسمي بورس څخه په استفادې د لوړو تحصیلاتو په موخه مصر ته تللی او د الازهر پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شوی او د شخصیه احوالو په څانګه کې د ډېپلوم او د مقارنې فقهی (د اسلام مقایسوي حقوق) په څانګه کې د ماسټرۍ د ډېپلوم له تر لاسه کولو وروسته په ۱۳۴۶ کال کې هېواد ته راستون شوی او په ۱۳۴۷ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر د غړي په توګه په خدمت بوخت شوی.
دی په ۱۳۵۱ کال کې د انګلیسي ژبی زده کړې په موخه او په ۱۳۵۵ کال کې د لیګل ټرینینګ تر پروګرام لاندې د امریکې متحده ایا لتونو ته تللی او د جورج واشنګتن پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې شامل او د مقایسوی حقوقو په څانګه کې د ماسټرۍ د معادل سند په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.
۸- د سترې محکمې غړی (قضاوت پوه ضامن علي بهسودي)
د خدمت موده: څلور کاله
نوموړى په ١٣١٥ لمريز کال کې د میدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې زیږیدلی، د شرعیاتو پوهنځي د ١٣٣٨ کال لیسانسه او د مصر له الازهر پوهنتون څخه د فقهی او قانون په څانګه کې د ۱۳۵۳ کال کې لیسانس اخيستى دى.
د مرکز او ولایتونو په مختلفو محکمو کې د قاضي په توګه د بېلابېلو دندو ترسره کول، د وخت د صدارت د حسابي محکمې نایب رييس، د کندوز د محکمې رييس، د سترې محکمې قاضي او د مدني او عامه حقوقو د دېوان غړی، د سوداګریز دېوان رييس او د سترې محکمې د عالي شورا غړی، د قاضیانو د محکمې او د صلاحیت د تنازع د دېوان رييس، د دويم ځل لپاره د سوداګریز دېوان ريیس او د سترې محکمې دعالي شورا غړی، د اسلامي علومو د پوهنتون استاد، د سترې محکمې د سوداګریز دېوان غړی او په دې وروستیو کې یې د سترې محکمې د عمومي جزا دېوان د قضايي مستشار په صفت دنده ترسره کوله.