وګړي بايد په دې وپوهيږي، چې په ټاکنو کې مرکزي رول لري او د ټولو رايې يو شان قوت لري .
ددې لپاره پژواک خبري اژانس کوښښ کوي، چې د راپورونو يوه داسې لړۍ پيل کړي، چې د خلکو په نظرونو ، ستونزو او غوښتنو ولاړه وي .               
ددې راپورنو موخه داده ، چې د خلکو ستونزې معلومې شې ، کانديدان د دوى له ستونزو خبر شي او راتلونکى  ولسمشر د خلکو دغه ستونزې حل کړي .
همدارنګه دغه لړۍ په دې نيت پيلېږي ، چې  د رايه ورکونکيو  د تجربو په اساس واقعي معلومات ، د موضوع په اړه د رايه ورکونکيو نظر او احساس او د رايه ورکونکيو د ستونزو ،مسئلو او غوښتنو په اړه جزييات ترلاسه او له نورو سره شريک شي .
مرکو ته د خلکو ټاکل :
په ټولو هغو راپورونو کې، چې له  ٣٤ ولايتونو څخه برابريږي ، مرکې بايد داسې تر سره شي، چې  ٥٠% ښځې، ٥٠% سړي ، ٣/٢ کليوال،٣/١ برخه ښاريان  ٥% کوچيان، ١٠% کډوال  او ۵  % معيوبين شامل وي .
 تر څو په  راپورونو کې ټول خپل ځانونه محسوس کړي او هغه د خپلو زړونو اواز وبولي .
 له ښځو سره مرکې يو څه ستونزمنې وي ، خو کېداى شي هغه  سر بيره له کورونو په زيارتونو، ښځينه کلينيکونو، بازارونو کې پيدا کړي او د سيمې له رسم ودود سره سم ورسره خبرې وشي .
لکه څنګه چې د هر عمر لرونکي کسان ځانګړې غو ښتنې او احساسات لري ، نو په مرکو کې بايد د هر عمر له ر ايه ورکونکي سره خبرې وشي .
د بېلګې په توګه ، په مرکو کې بايد د عمر انډول  په لاندې توګه مراعت شي :
 ٣٨%   د ١٨ او ٢٩ په منځ کې ، ٢٦ %    د ٣٠څخه د ٣٩ په منځ کې. ٢٠%   د ٤٠ او ٤٩ په منځ کې ،١٠%  د ٥٠ څخه تر ٥٩  او ٦% هغه کسان وي، چې له ٦٠ کلونو څخه يې عمر زيات وي .
په مرکه کې بايد لوستي او نالوستي هم په پام کې ونيول شي . 
هغه په دې توګه :
په مرکو کې بايد هڅه وشي ، چې  ٢٥%سواد لرونکي او ٧٥% بي سواده وپوښتل شي او دغه راز د ٢٠% د دندو لرونکي او ٨٠%  هغه کسان ، چې کار نه لري، بايد مرکې ورسره وشي .
د مرکو لپاره بايد مسلکي کسان،سياستوال ، غريبکار ، بزګران ، زده کونکى ، دکور ښځې ، سواد لرونکي او کسبه کاران غوره شي .
دغه راز په  مرکو کې  بايد اقليتونه له پامه ونه غورځول شي او د بېلابېلو قومونو له خلکو  سره مرکې وشي .
   د هر مرکه کونکي نظربايد د ٥٠ او ٦٠ کلمو ترمنځ وي .
لازمې لارښوونې :
د رايه ورکونکي غږ په راپور کې شامل کړئ ، د رايه ورکونکي کيسې د بېلګې په توګه د پروسې د توضيح لپاره وړاندې کړئ  او پروسو ته له پايلو سره تړاو ورکړئ .
د بېلګې په توګه داسې يو نقل قول راواخلئ : (( زه ځکه رايه ورکوم، چې فلانى واک ته ورسېږي او زموږ دغه ستونزه هواره کړي . )) 
په يوه راپورکې لږ ترلږه له  لسو تنو سره خبرې وکړئ، د امکان په صورت کې  جالب نقل قول ثبت او عکس يې واخلئ .
هغه موضوعات ، چې د ښځو لپاره مهم دي دکانديدانو په مرکو او بحثونو کې شامل کړئ.
رايه ورکونکي سره دهغه  څه په اړه مرکه وکړئ، چې هغه موضوع تاسې کانديدانو ته  وړاندې کوئ
دوى وهڅوئ ، چې د خپل ژوند په اړه مشخص څيزونه درته ووايي او بيا يې په مستقيمه توګه کانديدانو ته وړاندې کړئ  .
له چا سره چې مرکه کوئ  داسې چاپيريال  او زمينه ورته برابره کړئ ، چې د راحتۍ احساس وکړي        ( قناعت ورکړئ، چې ستاسو نظر خپرول تاسو ته کوم خطر نه پېښوي . )  او دا هم  ورته واضح کړئ، چې په څه ډول ستاسو نظرونه له نورو رايه ورکونکيو سره څه مرسته کوي.
پوښتنې :
ستاسو اوسني ژوند له  پنځو کلونو مخکې سره څه توپير موندلى ؟
په  دغو کانديدانو کې  خپل د خوښې کانديد څرنګه انتخابوئ؟
د ولسمشرۍ له ٤١کانديدانو څخه ، څو تنه پيژنۍ ؟
په څه ډول تصميم نيسئ اوکوم څيزونه په کانديدانو کې لټوئ ؟
د کانديدانو په اړه کوم معلومات لرئ؟
 په کومه سيمه کې، چې اوسېږئ لومړنۍ ستونزه مو څه ده ؟
 دغه راز خپله  دويمه ستونزه ووايئ ؟
  ايا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې برخه اخلئ؟
  که چېرې ګډون کوئ  ولى؟ او که يې  نه کوئ ولى؟
  په راروانو ټاکنو څومره باوري ياست ؟
که تاسې ته له ولسمشر سره د کتنې موقع  په لاس درشي يواځنۍ غوښتنه ، پيغام او نيوکه به مو څه وي ؟
 د کرزي حکومت تاسو او ستاسو کلي ته کوم کارونه کړي دي؟