کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له ماسپښین مخکې له استاد عبد رب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې لیدنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د هېواد د روان وضعیت او دغه راز د افغان سولې بهیر په اړه هر اړخیزې او دوستانه خبرې وشوې.
دغه راز د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن له جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف او  مخکيني ولسمشر حامد کرزي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د ټاکنو د پایلو د اعلان له امله د رامنځته شوي بحران او له هغه څخه د وتلو د لارو چارو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ یوې حکومتي سرچینې ویلي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ښايي د روانې اونۍ په پای کې ترسره شي او د جوړېدو په موخه یې یو کمېسیون هم جوړ شوی دی.
بلخوا د ثبات او همپالنې ټيم هم نن د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو د ترسره کېدو لپاره د تیاري خبر ورکړی او وايي چې د دغو مراسمو د جوړېدو نېټه به ژر اعلان شي.
د ولسمشر غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته رامنځته شو.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان یو ساعت وروسته، ډاکتر عبدالله ځان ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، «ټول شموله حکومت» اعلانوي.
د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم له درېیو ورځو راهیسې د سرپل، جوزجان، کاپیسا او بغلان ولایتونو لپاره تازه والیان معرفي کړي دي.
ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ رایو په ترلاسه کولو د ‍۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو (د ټولو معتبرو رایو ۵۰،۶۴ سلنه) او ډاکتر عبدالله عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو معتبرو رایو۳۹،۵۲ سلنه) ترلاسه کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.