فضل هادي مسلم يار د حاجي محمد عمر زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال كې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زيو د چينو په كلي كي زېږېدلى دى، لومړنۍ زده كړي يې په پېښور كي د اكوړه خټك د الهجرت او الجهاد په ښوونځي كې ترسره كړې او وروسته بيا د ديني زده كړو په لپاره د جامعه امداديه العلوم په مدرسه كي شامل او په ۱۳۷۴ كال كې فارغ شو.
مسلم يار د ديني زده كړو تر څنګ د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په عالي ليسه كې هم خپل تحصيل ته دوام وركړ او د دې ليسې له فراغت څخه وروسته د لوړو زده کړو په موخه د ننګرهار په اريانا پوهنتون كې شامل او په ۱۳۸۹ كال كي يې د ليسانس ديپلوم د سياست او دېپلوماسۍ په څانګه كې د نوموړي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي ترلاسه كړ.       
نوموړي د روسي اشغالګرو پر ضد جهاد كې پراخه برخه اخيستې او د مجاهدينو تر واكمنۍ پورې يې د مختلفو مجاهدو ټولګيو د سرګروپ په توګه پاتي شوی او د مجاهدينو د حكومت پرمهال يې د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د دفتر د امر دنده پر غاړه درلوده، خو د طالبانو د رژيم له ړنګيدلو وروسته د لنډ مهاله حكومت په دوران كې د ننګرهار ولايت د يوولسمې فرقې د مرستيال مسووليت وروسپارل شو.
فضل هادي مسلم يار د ۱۳۸۴ لمريز كال د ټاكنو له لارې د ننګرهار د ولايتي شورا غړيتوب ترلاسه كړ، چې د همدې شورا د ټاکنو له لارې د ننګرهار د ولايتي شورا په څلور كلنه دوره كې د رييس په توګه وټاكل شو.
نوموړي په ۱۳۸۸ كال کې د ولايتي شوراګانو په دويمه دوره ټاكنو كې بيا ګډون وكړ او د دويم ځل لپاره د ننګرهار د  ولايتي شورا په غړيتوب ومنل شو او د ټاكنو په ترڅ كې د مشرانو جرګې غړيتوب ترلاسه او په همدې كال د ملي شورا د پنځلسمې دورې په پنځم تقنيني كال كي يې د مشرانو جرګې د لومړي نايب څوکۍ ته ځان نوماند كړ، چې په پايله كې د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره بريالى شو.
مسلميار د افغانستان د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د لومړي تقنيني كال په پيل كې د مشرانو جرګې د رياست څوکۍ ته ځان كانديد او د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره يې د جرګي رييس شو.