له هغو کسانو څخه ، چې په دې شبکه کې د غړيتوب لېوالتيا لري او خپل د سترګو ليدلى حالت له موږ سره شريکوي، هيله کېږي، چې د خپلو پيغامونو او مطالبو د استولو پر مهال لاندې ټکي مرعات کړي.
١-دې ته په پام سره چې " د افغانانو رايه " شبکه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نافذه قوانينو په چوکاټ کې فعاليت کوي، نو ددې شبکې غړو ته هم لازم دي، چې دا قوانين په نظرکې ونيسي.

٢-په " د افغانانو رايه " شبکه کې د خپرو شويو مطالبو مسووليت ددې په معنى نه دى، چې د شبکې غړو تاييد کړى ، بلکې ټول مسووليت يې خپله د ليکوال پر غاړه دى.

٣-د افغانانو رايه شبکې غړي د يوه ژورناليست وګړي په توګه په دې شبکه کې فعاليت کوي ، بايد له حقيقت څخه لرې مطالب په دې شبکه کې خپاره نه کړي.

٤- د افغانانو رايه غړي ګومارل شوي، چې په خپلو ټولو خپرو شويو مطالبو لکه : متن، تصوير، فلم، د سترګو ليدلي حال، ليدلوري او نورو... کې اخلاقي موازين په نظر کې ونيسي او د سپکاوي ډکې او غيراخلاقي منځپانګې درلودونکو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي.

٥-د بيان ازادۍ ته په پام سره، چې د انسان له بنسټيزو حقونو شمېرل کېږي، د افغانانو رايه غړي بيا داسې مطالب خپاره نه کړي، چې تبعيض او قومي، نژادي، جنسيتي، ژبنيو، ديني او نور ... تعصباتو ته لمن ووهي او يا د نورو منفي ښکارندو سبب شي.

٦-د شبکې مديران کولى شي، چې سپکوونکي او غير اخلاقي مطالب لرې کړي او د استوونکي حساب يې هم له ويباڼې وباسي.

٧-دوى همدارنګه کولى شي،چې ددې شبکې د غړو له خوا خپاره شوي مطالب په ټولنيزو شبکو کې په خپله د ليکوال په نوم خپاره کړي او امکان لري، چې نور هم دا مطالب په خپلو ويبپاڼو او يا هم نورو ځايونو کې خپاره کړي. که چېرته غواړ‌ئ، چې مطالب مو په شبکه کې خپاره شي، نو بايد يا ددې شبکې د اړيکو برخې له لارې او يا هم د فيسبوک او ټويټر له لارې د پيغام په استولو موږ ته راکړئ، څو ياد مطلب حذف او ليکوال يې د افغانانو رايه له خواله شبکې څخه ويستل شي.

٨-د پژواک خبري اژانس د خپرنيزې تګلارې د ٦٩ مې مادې له مخې ، دا بنسټ کولى شي، چې د خلکو تبصرې او نظرونه هم د خپلو راپورونو او مطالبو په اړه خپاره کړي. نو پر همدې بنسټ هر هېواد وال کولى شي، چې د خپرو شويو مطالبو په اړه خپل ليدلورى د دې شبکې له لارې له نورو سره شريک کړي. خو اړينه ده، چې خپل ځان معرفي کړي، ځکه چې پژواک د تبصره کوونکي هويت خپروي، ددې ترڅنګ بايد تبصره کوونکى چا ته سپکاوى ونه کړي.

خو هېره دې نه وي ، چې پژواک له حقايقو لرې تبصرې او يا هم هغه چې د پژواک له خپرنيزې تګلارې سره مخالفې وي، نه خپروي.