د اساسي قانون د ١٥٦مې مادې له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټولو ټاکنو د ادارې، څارنې او د خلکو رايو ته د مراجعې کولو مسووليت پر غاړه لري؛ د همدې لپاره د لومړي ځل لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون (IEC) په ١٣٨٣ لمريز کال کې د غويي په ١١مه د ولسمشر د ٢١مې ګڼې فرمان له مخې جوړ شو.
د ټاکنو خپلواک اوسنی کمېسيون د ټاکنو نوی قانون د ۱۰۵مې ګڼې تقنیني فرمان پر اساس چې د ولسمشر له خوا د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۱۱مه نېټه توشېح او نافذ شوی او د يو رييس، عملياتي مرستيال، مالي اداري مرستيال او منشي او وياند په ګډون ۷ غړي لري چې ٢ يې ښځې دي.
 
د ټاکنو کمېسيون د چارو اداره (دارالانشاء):
د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء څانګه د دغه کمېسيون اجرائيوي او اداري څانګه ده او د دې څانګې دنده د ټاکل شوي چوکاټ دننه د ټاکنو د عملياتو ترسره کول دي، کمېسیون د رايو د اکثريت په توافق سره د شرایط لرونکو اشخاصو له منځه درې کسان د دارالانشاء ریاست لپاره ولسمشر ته معرفي کوي او ولسمشر د هغو له منځه یو کس د رييس په توګه ټاکي.
د دارالانشاء څانګه د کمېسيون له خوا ترسره شوې پرېکړې، تګلارې او لارښودونه پلي کوي او کمېسیون ته مسووله ده چې پر کابل سربېره په ټولو ولايتونو کې دايمي سيمه ييز دفترونه ولري. د ټاکنو کړنلارې ته په کتو د کمېسيون د دارالانشاء اداره خپل چارې د مرکزي او ساحوي دفترونو له لارې چې د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې موجود دي، پر مخ بيايي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چارو ادارې رياست د ساحوي يا ولايتي دفترونو په سر کې امر دى چې په اړوند ولايت کې د مرکزي دفتر په لارښوونه د ټاکنو د ادارې او رهبرۍ چارې پر مخ وړي.
 
د رسنيو کمېټه
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيو يوه درې کسيزه کمېټه د نوماندانو له نوم ثبتولو يوه مياشت مخکې جوړوي چې د ټاکنو پر مهال د بېلابېلو رسنيو فعاليتونه وڅاري. دغه کمېټه د ډله ييزو رسنيو د ټاکنو د پوښښ څرنګوالى، په ټاکنيزو راپورونو کې د موازنې او انصاف مراعتول او له رسنيزو سرغړونو څارنه کوي. ټول رايه ورکوونکي، سياسي ګوندونه، څارونکي او کانديدان کولى شي چې د رسنيو د سرغړونو په اړه شکايتونه وړاندې کړي.
د ټاکنو د رسنيو کمېسيون د رسنيزو سرغړونو شکايتونه ارزوي او د اړتيا په صورت کې هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون ته سپاري. د کار په پاى کې؛ يعنې د ټاکنو د پايلو له اعلان ٣٠ ورځې وروسته د ټاکنو د رسنيو کمېټه خپل کاري راپور د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپاري.
 
د ټاکنو کورني او نړيوال څارونکي:
د افغانستان ټاکنې په پراخه توګه د کورنيو او بهرنيو څارونکو له خوا څارل کېږي؛ سياسي ګوندونه، کانديدان، مدني ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او رسنۍ کولى شي چې د ټاکنو د بهير څرنګوالى وڅاري. څارونکي کولى شي چې د رايې ورکولو او شمېرلو په مرکزونو کې شتون ولري او د نوموړو مرکزونو څارنه وکړي
 
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وېبپاڼه: http://www.iec.org.af/ps
د ټاکنو خپلواک کمېسيون فېسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/IECAfghanistanOfficial/