درغلي: درغلي هغو اعمالو ته ويل کېږي، چې د رايه ورکوونکو، کانديدانو، ټاکنيز کارکوونکي، څارونکي، ناظر، مشاهد، رسنۍ او يا هم په ټاکنيز بهير کې د ښکېلو نورو کسانو له خواپه غير قصدي ډول او تېروتنې سره په ټاکنيز بهير کې را منځته کيږي.

تقلب: د اسنادو جعل او يا درايې شمېرنې پر مهال د يوه کانديد په ګټه او زيان د رايو زياتولو او کمولو، دپايلو ثبت او د ټاکنو په پايلو کې د بدلون را وستلو ته وايي.

د ټاکنو قانون د ٦٨ مادې پر بنسټ لاندې اعمال ټاکنيزې سرغړونې او درغلۍ ګڼل کېږي:

  • ١-کمېسيون، د شکايتونو کمېسيون او رسنيو کمېسيون ته د ناسمو معلوماتو وړاندې کول.
  • ۲- په يو ځل ټاکنو کې له يو ځل زياته نوم ليکنه.
  • ۳-په نوم ليکنه کې فريب، د رايې ورکولو او يا هم ټاکنيزو اسنادو تر لاسه کول.
  • ۴-له يوې څخه د زياتو تذکرو درلودل او يا د رايې ورکولو دبل سند درلودل.
  • ۵-په جعلي اسنادو سره رايه ورکول يا د رايې ورکولو هڅه.
  • ۶-د يوه بل تن په کارت او يا اسنادو رايه ورکول.
  • ۷-په ټاکنو کې له يو ځل زياته رايه ورکول يا هم د رايې ورکولو هڅه.
  • ۸-له مجوز پرته د ټاکنيزو اسنادو تغيير او تبديل او يا هم د اسنادو تحريف او جعل.
  • ۹-له سوځېدو يا مجوز څخه پرته د ټاکنيزو اسنادو سوځېدل، محوه کېدل او يا هم ورکېدل.
  • ۱۰-د حقايقو د پټولو په موخه د ټاکنيزو اسنادو پټول.
  • ۱۱-د نا مسوولو اشخاصو له خوا د لړليک، کارت، رايې ورکولو پاڼې، فورمې او نورو ټاکنيزو توکو کارول او ساتل.
  • ١٢-د رايې ورکولو په مرکز کې د کانديد اړوند سمبول، رنګ، شعار او يا هم د نورو نښو کارول.
  • ١٣-په تبليغاتي توکو کې د کمېسيون او نورو دولتي ادارو اړونده سمبولونو او له نورو نښو څخه کار اخيستل.
  • ١٤-له مجوز پرته په ټاکنيزو لوازمو او ياهم د رايې صندوقونو کې لاسوهنه.
  • ١٥-د ټاکنو د ګومارل شوو کسانو د کار مزاحمت.
  • ١٦-د ټاکنيزو کارکوونکو، مشاهده کوونکو، څارونکو او کانديدانو د اصولو او چلند تر پښو لاندې کول.
  • ١٧-د رسنيو د چلند اصول تر پښو لاندې کول.
  • ١٩-له ناقانونه سرچينو او امکاناتو څخه مالي ګټه اخيستل.
  • ٢٠-له بهرنيو وګړو او ياهم په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو له مېشتو سياسي نمايندګيو څخه د مالي او تخنيکي مرستو تر لاسه کول او يا هم منل.
  • ٢١-د رايه ورکوونکي، کانديد، ناظر، مشاهد او رسنۍ ګواښل، وېرول، تاوتريخوالى، حرمت ته سپکاوى او يا هم ورسره زور زياتى کول.
  • ٢٢-د اشخاصو تېر اېستل، تحريکول او يا هم د سرغړونې ارتکاب ته اړ کول.
  • ٢٣-په رايه ورکونه ،د رايو په شمېرنه يا په ټاکنو پورې اړوندو نورو چارو کې تقلب کول.
  •  
  • ٢٤-د ټاکنو په پړاوونو کې د نفوذ د پيدا کولو يا په بل منظور د بډو وړانديز يا اخيستل.
  • ٢٥- ددغه قانون د حکمونو، کمېسيون، د شکايتونو د کمېسيون او رسنيو د کمېسيون د کړنلارو په پام کې نه نيول.
  • ٢٦-د ټاکنو د بهير له څارنې دملي او نړيوالو ناظرينواو مشاهدينو مخنيوى.
  • ٢٧-د رايې د شمېرنې او ثبتونې په لړ کې د يوه کانديد يا کانديدانو په ګټه او يا زيان د رايو لږول او يا ډېرول، چې په وروستيو پايلو يې اغېزه نه وي کړې.
  • ٢٨-د رايه ورکولو په مرکز کې د شخص يا اشخاصو په ګټه يا زيان له اوريزو او ټپي کوونکو يا ضاربه ( وهونکو) وسلو څخه په زور زياتي کې کار اخيستل.
  • ٢٩-قهرجن، د تاوتريخوالي را منځته کوونکى ټولنيز حرکت، چې د ټاکنو د جريان د ګډوډۍ او ټولنيز نظم د پاشلو او ګډودۍ سبب شي.
  • ٣٠-د ټاکنو په بهير کې د فزيکي او وسله وال ځواک په مرسته د رايې ورکونکي د وړ شرايطو کسانو، کانديدانو، ناظرينو، مشاهدينو او رسنيو د خاوندانو د ګډون مخنيوى.
  • ٣١-د يوه کانديد په ګټه د رايه ورکونکي يا کانديد، ناظر او مشاهد د ډارولو او يا تر اغېز لاندې راوستلو په موخه د ملي اردو، پوليسو، ملي امنيت او نورو پوځي وسايلو، جامو او نښو څخه ګټه اخيستل.

د ټاکنو بهيرکې د چارواکو او دولتي ادارو د چلند د اصولو په اړه د ولسمشر د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي دي:

  • ١-په رايه ورکوونکو د هغوى د رايې د څرګندولو او افشا په برخه کې له خپل نفوذ څخه په ګته اخيستو د فشار راوړلو، يوه کانديد ته د رايې ورکولو لپاره د هغوى په زور اړ وېستلو او يا هم له هر هغه عمل ترسره کولو څخه چې د رايه ورکونکي د پټې او مستقيمې رايې ورکولو ازادي اخلالوي، ډډه کول
  • ٢-د کانديدانو، ځانګړو کانديدانو، ګوندونو او يا هم د سياسي ګوندونو د ايتلاف په ګټه د دولتي اسانتياووله برابرولو څخه ډډه کول، خو په هغه صورت کې چې د قانون د احکامو له مخې په مساوي ډول چمتو شي.
  • ٣-د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د دايمي او لنډمهاله کارکوونکو په توګه د ګومارنې او استخدام په موخه د اشخاصو ور پېژندل.
  • ٤-د کانديدانو يا مشخصو سياسي ګوندونود موقف کمزوري کولو يا پياوړتيا په منظور د وظيفوي موقف نه کارونه. ٥-د ټاکنو د دايمي او لنډ مهاله کارکوونکو د امر او نهي څخه ډډه او دوى ته د ډاليو او سوغاتونو له ورکړې ډډه کول. ٦-له وسلې او يا هم وسله والو ساتونکو سره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو او ياهم د رايې ورکولو او رايه شمېرنې مرکزونو ته له ننوتو څخه ډډه کول
  • ٧-په رسمي وختونو کې په ټاکنيزو مبارزو پورې اړوندو فعاليتونو کې نه ګډون.
  • ٩-دهغومعلوماتو ساتل او کانديدانو، ګوندونو او د ګوندونو سياسي ايتلافونو سره نه شريکول، چې د دندې پرمهال يې د ټاکنو د بهير او يا هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون له اړخه تر لاسه کوي .

په تاکنو کې د درغليو د مخنيوي په اړه د ټاکنو کمېسيون په ستراتيژۍ کې راغلي دي:

  • ١- د رايه ورکوونکو کارتونه سوري شوي، که نه چې له يوې رايې څخه د زياتې رايه ورکولو مخه يې ونيول شي.
  • ٢-د رايه ورکوونکي ګوته بايد له رايې ورکونکې وروسته رنګ شوې وي.
  • ٣-د رايې ورکولو په مرکز کې د رايه ورکولو پاڼو د ځانګړو مهرونو شتون.
  • ٤-د رايې ورکولو صندوقونه بياد رايې ورکولو بهير له پيل وړاندې د کانديدانو او ناظرينو د استازو پر وړاندې د ځانګړو مهرولاکونو په وسيله لاک شي، چې ځانګړې پرله پسې شمېرې لري.
  • ٥-د رايې شمېرنه له رايې ورکولو وروسته له ځنډ پرته په همغه ځاى( ياني د رايې ورکولو محل ) کې د ګوندونو او کانديدانو د استازو (