د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون يو خپلواک افغاني بنسټ دى چې د ټاکنو قانون د ۲۸مې مادې پر بنسټ جوړ شوى او د ټاکنو اړوند شکايتونه او نيوکو ته رسېدنه کوي. په افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنو د شکایتونو څېړلو په موخه، د لنډ مهال بنسټ او (JEMB) یوې څانګې په توګه رامنځته شو. دغه راز په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو او په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د یو لنډمهال او خپلواک نهاد په توګه، د ولسي جرګې ټاکنو د شکایتونو څېړلو په موخه، یو ځل بیا جوړ شو. د یادوني ده، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دندو او واکونو قانون تر تشکیل وړاندې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په موقت ډول د یو خپلواک کمېسیون په توګه د ټاکنو د شکایتونو څېړنو په موخه رامنځته شو او د شکایتونو تر څېړنو وروسته بېرته لغوه شو.
د ټاکنیزو شکایتونو اوسنی کمېسیون د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو کمېسیونونو د دندو، واکونو او تشکیل قانون د ولسمشر له خوا تر توشېح وروسته په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د یو خپلواک او دایمي بنسټ په توګه رامنځته شو چې د جوړېدو خورا مهمه موخه یې د ټاکنو اړوند شکایتونو او اعتراضونو څېړل دي، څو له دې لارې ټاکنیز عدالت په ډیموکراتیکه بڼه په هېواد کې پلی شي.
د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنو له لانجو وروسته حکومت، د ملي شورا او مدني ټولنو غړو هڅه وکړه څو د ټاکنو په بهیر کې لازم اصلاحات راولي. یادو هڅو ته په ځواب کې حکومت په ټاکنو کې د اړینو او بنسټيزو اصلاحاتو راوستو په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړ چې په پایله کې یاد کمېسیون د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې مطالعه کړې او تجربو ته په پام یې حکومت ته ځيني وړانديزنه وکړل چې په پایله کې د یادو وړاندیزنو پر بنا د ټاکنو قانون بدلون وموند.
د ټاکنو نوی قانون د ولسمشر د ۱۰۵مې ګڼې تقنیني فرمان پر اساس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له خوا په ۱۱/۶/۱۳۹۵ نېټه توشېح او نافذ شو. د ټاکنو قانون د ۲۸مې مادې پر اساس، په ټاکنو پورې اړوند سرغړونې، تخلف او له جرمونو را پيدا شوو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدنې په منظور، د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون د پنځو غړو په درلودو د یو دایمي بنسټ په توګه رامنځته شو.
د ټاکنو قانون د ۲۹مې مادې له مخې، له ټاکنيزو سرغړونو او تخلف څخه را پیدا شوو اعتراضونو او شکايتونو ته د رسېدو لپاره د ډېر شفافيت د تامین په منظور، حکومت کولای شي د ملګرو ملتونو له سازمان سره په همغږۍ د ټاکنو د چارو له نړیوالو متخصصينو دوه تنه د رايې له حق پرته د شکايتونو مرکزي کمېسیون په غړيتوب کې شامل کړي.
د ټاکنو قانون د ۳۱مې مادې له مخې، د ټاکنو اړوند سرغړونې، تخلف او له جرمونو را پيدا شوو اعتراضونو او شکايتونو ته د رسېدنې لپاره، د شکايتونو ولايتي کمېسیونونه، د نوماندانو د نوم له ثبتولو یوه مياشت مخکې رامنځته کېږي. ولايتي کمېسيونونه درې غړي لري چې دوه يې جنیسیتي ترکيب ته په پام سره د شکايتونو د مرکزي کمېسیون او يو غړی يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشر په منظورۍ ګومارل کېږي.
 
لید لوری:
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هېواد له نافذو قوانینو سره سم، د ټاکنو په بهیر کې د عدالت او شفافیت تامینولو په موخه له ټولو شونو لارو کار اخلي څو د رایې ورکوونکو او نوماندانو له حقونو دفاع وکړي. دغه کمېسیون په دوامداره توګه د ډيموکراسۍ ټینګښت، عمومي کول، د اعتماد چاپېریال رامنځته کول، په ټاکنو کې د ملي مشارکت کچې لوړوالی او په هېواد کې د منظمو، معیاري او د منلو وړ ټاکنو لپاره کار کوي.
 
واکونه:
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او د ولایتونو کمېسیونونه د ټاکنو قانون د ۳۰مې مادې مطابق لاندې واکونه لري :
۱- د نوماندانو او رایې ورکوونکو پر لړلیک د نيوکې او د هغو نوماندانو چې د ټاکنو په بهیر کې مطرح کېږي، شرایطو او اوصافو ته د رسېدنې موارد.
۲- له ټاکنيزو سرغړونو را پیدا شوو شکایتونو ته رسېدنه، په دغه شرط چې شکایت د قانون له حکمونو سره سم د هغه پر ټاکلي وخت ثبت شوی وي.
۳- هغه شخص یا ادارې ته چې د سرغړونې مرتکب شوی وي، د توصیې، اخطار او په اصلاحي اقدام د دستور صادرول.
۴- د قانون د حکمونو مطابق له احوالو سره سم د نغدي جریمو وضع کول.
۵- د ټاکنو د پایلو له تصدیق او اعلانولو مخکې د رايې ورکونې په مشخصو مرکزونو کې د رایو شمېرنې په اړه د دستور صادرول.
۶- د لازمو شرایطو نه لرونکو رای پاڼو بې اعتباره پېژندل.
دغه راز په یاده ماده کې تصریح شوې چې د شکایتونو مرکزي یا ولایتي کمېسیون په هغه صورت کې نوماند د نوماندانو له نهايې فهرست څخه حذفولای شي چې د معتبرو سندونو له مخې ثابته شي چې د دغه قانون له حکمونو سره سم، د نوماند کېدو د شرایطو لرونکی نه دی. دغه راز د ټاکنو قانون د ۹۷مې مادې له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د بهير اړوند جرمونه د هغوی مرتکبين د عدلي تعقيب لپاره واکمنې مرجع ته ور پېژني.
هر څوک او ټولنه چې په ټاکنو کې مشروع ګټې لري، کولى شي د ټاکنيزو سرغړونو په اړه د کمېسيون اړوند دفترونو ته شکايت وړاندې کړي. د شکايت وړاندې کولو حق رايې ورکوونکو، کانديدانو او د ټاکنو څارونکو ته خوندي دى.
 
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وېبپاڼه: /http://iecc.gov.af/ps
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون فېسبوک پاڼه:  /https://www.facebook.com/iecc.af