۱- زهره بیان شینوارې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر:
زهره بیان شینوارې د محمد جان لور او ۴۳ کاله عمر لري، په قوم پښتنه او د پروان ولایت اوسېدونکې ده او د افغان تابعیت لري.
نوموړې په حقوقو پوهنځي کې تر ليسانس کچې زده کړې کړې او لس کاله کاري تجربه لري.
شینوارې د کوم سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د صلح ملي اسلامي افغانستان ګوند له خوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنر پوسټ ته معرفي شوې ده.
 
۲-  مولوي دین محمد عظیمي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال:
مولوي دین محمد عظیمي د ملا عبدالله زوی او ۴۴ کاله عمر لري. په قوم تاجک او د غور ولایت اوسېدونکی دی او افغان تابعیت لري.
عظیمي د جزا او جرم پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې او په ولسي جرګه کې د وکالت ۱۹ کلنه کاري تجربه لري.
عظیمي د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند له خوا معرفي شوی دی.

 
 پوهنوال ډاکتر محمد قاسم الياسي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند
پوهنوال ډاکتر محمد قاسم الیاسي د قربانعلي زوی دی او ۴۸ کاله عمر لري. هغه د غزني ولایت اوسېدونکی او په قوم هزاره دی، د افغان تابعیت لري.
 نوموړی په اسلامي فلسفه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري. الیاسي په اسلامي فسلفه او اسلامي معرفت څانګو کې د ماسټرۍ دوه سندونه لري او په ليسانس برخه کې هم د فقه او حقوق، فسلفه او فرهنګ او اسلامي معارف په څانګو کې درې سندونه او ۱۳ کاله کاري تجربه لري.
 د ډاکتر الیاسي د «فسلفه سیاسي متعالیه»، «حقوق بشر و ازادی های سیاسي» او «حقوق اساسي و حکمت سیاسی متعالیه» په نومونو درې علمي اثرونه چاپ شوي دي.
 هغه د یوه خصوصي پوهنتون د بنسټګرانو پلاوي د غړي، د خصوصي پوهنتون د ریاست او د یوه خصوصي پوهنتون د علمي مرستیال په حیث دندې ترسره کړې او اوس هم په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون رییس دی.
 الیاسي د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او د «حرکت اسلامي متحد افغانستان» ګوند له خوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرۍ پوسټ ته معرفي شوی دی.
 نوموړی په فارسي، عربي او انګليسي ژبو خبرې کولی شي.
 
۴- سید قطب الدین رویدار، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی:
سید قطب الدین رویدار د مولوي سید جلال الدین زوی او ۳۹ کاله عمر لري. په قوم پښتون او د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی او د افغان تابعیت لري.
نوموړي له شرعیاتو پوهنځي د لیسانس سند ترلاسه کړی او ۱۰ کاله کاري تجربه لري.
رویدار د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته د حرکت مردمی افغانستان ګوند له خوا معرفي شوی دی.
 
۵- محمد یونس طغرا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی:
محمد یونس طغرا د خضر قل زوی او ۴۲ کاله عمر لري. په قوم ازبک او د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او افغان تابعیت لري.
نوموړي د ادارې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي.
طغرا د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کمېشنرۍ څوکۍ ته د ملي جنبش ګوند له خوا معرفي شوی دی.