د ټاکنو سیستم هغه وسیله ده، چې له لارې يې رایه ورکونکي د ډېرو اختیارونو ترمنځ یا د ټاکنو او یا د نظرپوښتنې له لارې یو غوره کوي.

د اې ایف اى اېس سره سم ټاکنیز سیستم د باور رايې اچونې، د رایو د شمېرنې او د نهایي پایلو د لاسته راوړلو لپاره د رایو د ټولولو د قوانینو او مقرراتو مجموعه ده.

په هرهېواد کې ځانګړي بنسټونه ټاکنیز سیستم پلی کوي. په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو واک ورکړل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د ټولو هغو ډولونو د ترسره کولو مسوولیت لري، چې د افغانستان په اساسي قانون او د ټاکنو په قانون کې یې یادونه شوې ده. په افغانستان کې ټاکنې لاندې ډولونه لري:

  • د ولسمشرۍ ټاکنې
  • پارلماني ټاکنې
  • د ولایتي شوراګانو ټاکنې
  • د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې
  • د ښاروالانو ټاکنې
  • د ښاروالیو ټاکنې
  • د کلیو د شوراګانو ټاکنې

په ديموکراتيکو هېوادونو کې رايه ورکونه او د ټاکنو سېستمونه يو مهم اصل ګڼل کيږي او د ځانګړې توجه وړ وي، ځکه چې په ټوليز ډول دغه سېستمونه د سياسي بهيرونو په پراختيا او د سياسي نظامونو په جوړولو، اقتصادي نظام او د قدرت تشکيل باندې نېغې اغېزې لري، دغه راز ټاکنيز سېستمونه کولاى شي، چې په يوه ټولنه کې د سياسي مشرانو رول وټاکي.

کولاى شو چې په ساده ټکو کې د ټاکنو سېستم په دې ډول تعريف کړو: ((يو مېکانېزم دى، چې د ټاکنو په پروسه کې په شفافه او عادلانه توګه د خلکو رايې په څوکيو بدلوي.)) ممکن په پام کې نېول شوې څوکۍ، د ولسمشرۍ، پارلمان او سيمه ييزو شوراګانو وي.

په افغانستان کې د ټاکنيز سېستم طریقه د یوازځېنۍ نه لېږدېدونکې رایې (SNTV) سېستم دى او دغه سيستم په هغو هېوادونو کې کارول کيږي، چې د ټاکنو تجربه په کې نوې ترسره کيږي او په لومړي ځل دغه سېستم په جاپان کې تجربه شو، خو په ډېرۍ هېوادونو کې تنسبي، اکثريتي او مختلط د ټاکنو سېستمونه کارول کيږي.

بايد په پام کې ونيول شي، ټاکنيز نظامونه په لاندې ډول وېشل شوي دي، چې په اړه يې مختصر معلومات وړاندې کيږي:

الف: اکثريتي سېستم

اکثريتي نظام هغه نظام ته ويل کيږي، چې د زياتو رايو ترلاسه کوونکي په کې بريالي ګڼل کيږي، اګر که دغه اکثريت مطلق وي او که نسبي، البته د اکثريت مطلق يا نسبي معيار د قانون پورې مربوط کيږي.

ب: تناسبي سېستم

ياد نظام ته ځکه تناسبي وايي، چې د دغه نظام په تطبيق کې د رايو له فيصدۍ څخه استفاده کيږي او د پارلمان څوکۍ د فيصدۍ پر اساس لاس ته راوړل کيږي، چې تر مخه يې د مستقيم معقول او قانع کوونکى تناسب رامنځ ته کيږي.

په دغه سېستم کې د خپلواکو استازو په پرتله ګوندونه خپل استازي زيات نوماندوي او همدا رنګه د حوزو پر ځاى په ملي کچه په ټول هېواد کې د سياسي ګوندونو رايې حسابيږي، د بېلګې په توګه، که چېرته د الف ګوند ١٥ سلنه رايې ترلاسه کړي، په مقابل يې په پارلمان کې ١٥ سلنه څوکۍ ترلاسه کوي.

د: نه لېږدېدونکې يوې رايې (SNTV) سېستم

دغه سېستم په ټوليز ډول د اکثريتي سېستمونو له جملې شمېرل کيږي او که چېرته په کوچنيو حوزو کې تطبيق شي، بيا تناسبي دى، که چېرته دغه سېستم په داسې حوزه کې تطبيق شي، چې دوه او يا له هغې زياتې څوکۍ ولري او رايه ورکوونکى يواځې د يوې رايې ورکولو حق لري او هر نوماند، چې زياتې رايې ترلاسه کړي، هغه په دغه حوزه کې بريالى ګڼل کيږي.