کابل (پژواک، ۲۵ ورى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لوګر د ولسي جرګې وروستۍ پايلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، محمد خالد مومند، شاه پور خان حسين زى، انجنیر محمد اصف نبي زى او هما احمدي توانېدلي چې له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي.
د ولسى جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ٢٨مه او ٢٩مه له غزني پرته په ټول افغانستان کې ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسيون د نوې رهبرۍ له رامنځته کېدو سره د بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار او لوګر ولايتونو او اهل هنودو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې دي.
14/06/2014