محمد اشرف غني احمدزی په (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. دی د کابل له حبیبیې لېسې څخه فارغ شوی دی. پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونوکې  دنده ترسره کړې ده.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ځوانۍ په لومړیو کې د زده کړو لپاره لبنان ته سفر وکړ او د بیروت په امریکایي پوهنتون کې شامل شو.

 په (۱۳۵۲) کال کې یې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. په (۱۳۵۳) کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې د انسان پوهنې استاد شو. په (۱۳۵۶ هـ ش) کال کې د بورس په  اخیستو  سره د امریکا د کولمبیا  په پوهنتون کې شامل شو. ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټرۍ اخیستې ده.
دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا ترلاسه کړې ده.

محمد اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړي دي.

محمد اشرف غني احمدزی له هیواد څخه بهر د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بیکلي او جانز هاپکنز پوهنتونونو کې استاد و.

 د شوروي اتحاد د تېري پرمهال یې د کورنۍ ډېر غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کېدو پریکړه وکړه. او د خپلې دوکتورا تحصیلاتو ته یې دوام ورکړ، د خپلې دکتورا رساله (تیزس) یې د افغانستان د معاصرتاريخ په باب ولیکله.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ۱۳۶۲-۱۳۷۰ کلونو پورې په کاليفورنیا او جانز هاپکنز پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه. او د يادو پوهنتونونو ترڅنګ یې د نړۍ په نورو ډيرو معتبرو پوهنتونونو لكه بكلي او اروس كې هم د استادۍ دنده ترسره كړې ده.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په ۱۳۷۰ هـ ش  کال  کې په نړيوال بانک کې د لوی سلاکارپه توګه وګمارل شو، یوولس کاله یې په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړه. ده خپل کار په ختيځه آسيا کې د پروژو په طرح کولو پیل او وروسته یې د نړيوال بانک لپاره سیاسي ستراټیژي ترتیب کړه. اشرف غني پر ۱۳۷۵ کال په نړۍ كې د ادارو او دولتي بنسټونو په هکله یو لړ بنسټیز اصلاحات پېشنهاد کړل. نوموړي په چین، هندوستان او روسیه کې د لویو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره پنځه کاله اغيزمن کار وکړ. ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په نړيوال بانک کې د کار پرمهال د هارورډ-اېنسيډ او سټنفورډ تجارتي پوهنتونونو لخوا د مشرتابه (رهبريت) تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د طالبانو د نظام له  ړنګېدو وروسته افغانستان ته راغی  او د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي د لوی سلاکار په توګه يې کار پېل کړ. نوموړي د بن د پروسې په عملي کولو کار وکړ او په لنډ مهاله اداره کې یې د ادارې د مشر د سلاکار په توګه دنده ترسره کړه. د دواړو،  بېړنۍ او اساسي قانون د لویو جرګو په جوړولو کې یې بنسټیز رول درلود.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۲میلادي کال کې د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو چې په دې برخه کې یې یو لړ ارزښتناک کارونه وکړل. په مالي برخه کې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره یې د هېواد د مالي سياست، شفافيت اوحساب وركونې پروسه عملاً رامنځ ته كړه او په درې اونيو كې یې د دولت عوايد مركزي كړل.نوي بانک نوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز شوه او د خزانې لپاره واحد سیسټم دود شو او د ګمرکاتو او تعرفې سیسټم اصلاح شو.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د خپل باور او تجربو له بركته ډېرې نړيوالې مرستې جلب و جذب کړې. د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ته د هغه د سترو خدمتونو له امله د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي له خوا  تر ټولو اعلی مډال ، د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال، ورکړل شو. په ۱۳۸۲ کال کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه هم وپېژندل شو.

په ۱۳۸۳ کاله کې  د برلین په کنفرانس کې، ډاکټر احمدزي د افغانستان د خلکو د راتلونکي د خوندي کولو په موخه اوه کلن پروګرام وړاندې کړ چې غوره طرحه وپېژندل شوه. دغه راز د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په ابتکار د ملي پیوستون پروګرام رامنځته شو.

په ۱۳۸۳ کال کې د ښاغلي کرزي تر انتخابېدو وروسته  ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په کابینه کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د کابل پوهنتون د ریاست دنده يې ومنله. هلته یې د دولتي اغېزمنتيا انسټیټیوټ بنسټ کښېښود. نوموړي په نورو سلګونو علمي مقالو او اثارو سربیره د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواري په اسلامي علومو کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څیړنیز آثار او لیکنې دي.

د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلورسوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لاره هم د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي له څیړنیزو آثارو څخه دي.

له ډاکترمحمد اشرف غنی احمدزی څخه د حامد کرزي په مشری د افغانستان حکومت په ډیرو مسایلو کې مشوره اخیسته چې د کابل د کنفرانس د جوړیدو په شمول یې د زیاترو ملي پروګرامونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه لرله.

دغه راز محمد اشرف غنی احمدزي په ۲۰۱۰میلادي کال کې له نړیوالو پوځونو څخه افغانانو ته دامنیتی انتقال د بهیر مسؤلیت هم په غاړه درلود چې د هیواد ۳۴ ولایتونو ته په سفرونو سره او دپراخو امنیتی تجربو په ترلاسه کولو سره په بریالیتوب دغه دنده هم ترسره کړه .

 ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزي په تیرو دواړو ټاکنو کې ځان دهیواد جمهوری ریاست ته کاندید کړ ی و.

ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزي د ۱۳۹۳ هـ ش کال د انتخاباتو د دویم پړاو له ترسره کیدو وروسته د افغانستان د منتخب جمهور رییس په توګه وټاکل شو او د همدغه کال د تلې د مېاشتې په اوومه نیټه یی د ارګ د سلام خانې په ماڼۍ کې دجمهوري ریاست د دندې لپاره د افغانستان د قاضی القضات په وړاندې لوړه ترسره کړه. او د افغانستان د منتخب جمهور رییس په توګه یی خپله دنده پیل کړه.

ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزي د افغان ولسمشر په توګه د خپل کار د پیل په لومړیو کې د اداري فساد پر ضد پراخه مبارزه پیل او د کابل بانک د بحران د قضیې د بیا او دقیقې څیړنې هدایت یې صادر کړ، دغه راز ولسمشر د ادارې د اصلاح او ښې حکومتوالې د رامنځته کولو په موخه د خپل کار په لومړیو شپو ورځو کې چټک او عملي ګامونه واخیستل. چې د ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزي  لومړني ګامونه د افغانستان د خلکو له پراخ او تاوده هرکلي سره مخامخ شوي او خلک یې  ښې، هوسا او بسیا راتلونکې ته زیات هیله من کړي دي.