By: رامين , Date:12/10/2015
زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان  فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي. نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتو... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Nimruz.To see other videos

زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان  فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي.
نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتون نه لري، نو له همدې امله خلک د ورځې مهمو خبرونو ته لاسرسى نه لري. 
د "نوا" او "ارمان" په نومونو خصوصي راډيوګانې له کابل څخه په نيمروز کې خپرونې لري او يواځې د کابل خبرونه خپروي.
د "دوست، سيستان او بارک" خصوصې راډيوګانې يواځې سندرې خپروي چې ځينې وختونه تفريحي پروګرامونه هم لري، خو د خبرونو او نورو مطالبو په اړه هيڅ هم نه لري.

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې ٢٠ ښوونځي تړلي دي او وسله والو مخالفينو دوو ښوونځيو ته اور اچولى ، چې دې وضعيت پوهنې ته زيان اړولى دى.
 په نيمروز کې د ١٨ زرو نجونو په ګډون، څه باندې ٨٥ زره زده کوونکي په ١٤٠ ښوونځيو کې په زده کړوو بوخت دي.
د نيمروز چارواکي وايي،چې د نيمروز خلک د پوهې لارويان او فرهنګپال دي او نه غواړي چې اولادونه يې نالوستي وي، غواړي چې هلکان او نجونه يې ښوونځي ته ولاړ شي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې د کابل په ځانمرګي بريد کې وژل شوي و، په نيمروز ولايت کې تر سره کړه او ويې ويل چې دغه محصلين په سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې قرباني شوي دي.
 د کورنيو چارو وزارت د هغه بريد په اړه چې درې شپې وړاندې د کابل ښار د پوليسو اکاډمۍ مخې ته شوې، ويلي چې په دغه بريد کې د محصلينو او ملکيانو په ګډون له څلوېښتو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو يو شمېر نورو سرچينو د ٣٠ محصلينو له وژل کېدو او ٣٧ نورو له ټپيان کېدو خبر ورکړى دى.

زرنج (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): وسله والو د نيمروز د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى چې په ترڅ کې يې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو شمېر موټرسايکل سپرو، په زرنج ښار کې د نجيب الله ناصر پر کور بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز د ولايتي شورا منشي نعمت الله صديقي وويل چې شپږو وسله والو پر درېيو موټرسايکلونو د شپې پر ٩ بجو د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى دى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

Iranian media influencing Nimroz culture
By: رامين , Date:12/10/2015

نيمروز کې ايرانۍ خپرونې افغانى فرهنګ تر اغېز لاندې را...

زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې ام... پاتی برخه

سرغړونې

Many Nimroz polling centers’ votes quarantined
By: رامين , Date:21/04/2014

نيمروز کې د لسګونو مرکزونو رايې قرنطين شوې

  زرنج (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د نيمروز د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفتر وايي،... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

هزاران شاگرد به علت مسدودى مکاتب در نيمروز از تعليم بازمانده اند
By: رامين , Date:16/09/2015

نيمروز کې زرګونه ز...

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې... پاتی برخه

ملي شورا

"بيگانگان نمى خواهند که نيروهاى امنيتى، مسلکى تربيه شوند"
By: رامين , Date:10/08/2015

"پردي نه غواړي چې زموږ ځواکونه مسلکي ورزل شي...

زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې... پاتی برخه