عبدالروف ابراهیمي:
عبدالروف ابراهیمي په ۱۳۴۱ لمریز کال د وري میاشت په ٢٠ مه د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. منځنۍ زده کړې یې د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د کندوز په تخارستان دیني مدرسه کې پای ته ورسولې. له هغې وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته شامل شو، خو تر څه مودې وروسته پر افغانستان د شوروي د تیري له امله د جهاد په لیکو ته ولاړ او په بېلابېلو جبهو کې وجنګید، د مجاهدينو له بري وروسته پر ۱۳۷۲ لمریز کال د شېرخان بندر د سرحدي قوماندان په توګه وګومارل شو او ورپسې د شمال د درېیمې سرحدي فرقې د قوماندان دنده وروسپارل شوه. د طالبانو تر ماتې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د سرحدي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو او په همدې کال کې په بېړنۍ لویه جرګه کې د کندوز د خلکو استازی و.
عبدالروف ابراهیمي پر ۱۳۸۴ لمریز کال د افغانستان د ملي شورا د پنځلسمې دورې د استازي په توګه وټاکل شو او د پنځو کالو لپاره  په ولسي جرګه کې د کورني امنیت د کمیسیون غړی و.
په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یو ځل بیا د کندوز د خلکو استازی وټاکل شو او د ۱۳۸۹ لمریزکال د کب میاشتې په اتمه د ولسي جرګې د غړو له لوري د یوې پنځه کلنې تقنیني دورې لپاره د دغې جرګې رییس شو.
عبدالروف ابراهیمي دا مهال د کابل پوهنتون د عربي ژبې په دیپارتمنت کې د لیسانس په ترلاسه کولو بوخت دی