د ۱۳۹۳ کال د وری په ۱۶ مه څه بايد وکړو؟
هرچا چې د رايې ورکونې کارت اخيستى دى، د۱۳۹۳ لمريز کال د وری په ۱۶ مه، چې د ۲۰۱۴ کال د اپريل له ۵ مې سره سمون خوري، د رايې ورکونې مرکز ته ځي او خپل غوره کانديد ته رايه ورکوي.
په هماغه ورځ به درايې ورکوونکيو د اسانتيا او د وخت له ضايع کېدو څخه د مخنيوي په موخه د رايې ورکونې ٦٩٦٩ مرکزونه، چې د رايې ورکونې ٢٨٦٦٣ ځايونونه کېږي، جوړ شي، چې د سهار له ٧ بجو څخه د مازيګر تر ٤ بجو به پرانېستي وي، که چېرې خلک منتظر شي او د ٤ بجو  نه مخکې راغلي وي، نو د کار وخت به دوام ومومي.
په هغه صورت کې چې د رايې ورکونې په ورځ د رايې ورکونې له مرکز څخه، چېرته چې مو نوم ليکلى، لرې واوسئ، څه وکړئ؟
تاسې کولى شئ، چې د ولسمشرۍ او دولايتي شورا په ټاکنو کې د ګډون لپاره هر مرکز ته، چې مو خوښه وي او نږدې واوسئ، لاړ شئ او رايه ورکړئ.
که چېرې رايه ورکوونکى د رايې ورکونې کارت د لوګر له ولايت څخه اخيستى وي او د ټاکنو په ورځ په کابل کې وي، آيا کولى شي، چې رايه ورکړي؟
هو، دغه رايه ورکوونکى کولى شي، چې په کابل د رايې ورکونې يوه مرکز ته لاړ شي او رايه ورکړي، خو هغه ته به يواځې د ولسمشرۍ د ټاکنو پاڼه ورکړل شي، نه د کابل د ولايتي شورا.
که چېرې څوک د رايې ورکونې په ورځ ناروغ او يا بندي وي، څه وکړي؟
که چېرې ناروغ په کور کې وي او غواړي، چې رايه ورکړي، دکورنۍ يو غړى دې ورسره مرسته وکړي او هغه دې درايې ورکونې مرکز بوځي، ترڅو رايه وکړي. که چېرې ناروغ په روغتون کې بستر وي  د راېې ورکونې په هغه ځاى کې، چې په روغتون کې پرانېستل کېږي، رايه ورکړي، د بنديانو لپاره په خپله زندان کې د رايې ورکونې ځاى پرانېستل کېږي او هغوى کولى شي،چې رايه ورکړي، خو هغه بنديان، چې جرم يې زيات وي، نه شي کولى، چې د رايې ورکونې په بهير کې ګډون وکړي.
ايا مېړه د خپلې مېرمنې، يا برعکس او يا د کورنۍ يو غړى د بل پر ځاى رايه ورکولى شي؟
دافغانستان د ټاکنو د قانون له مخې، رايه ورکونه په مستقيمه توګه ترسره کېږي، په دې معنا، چې هرڅوک په خپله رايه ورکوي او کوم بل څوک د هغه استازيتوب نه شي کولى او د ښځو لپاره بېل مرکزونه او ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
د رايې ورکونې مرکزونه څه ډول وي؟
نارينه او ښځې په جلا ډول رايه ورکوي او د رايې ورکونې د مرکزونه امنيت د ګومارل شويو پوليسو لخوا تينګېږي. هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له وسلې سره د رايې ورکونې مرکز ته ننوځي، د رايې ورکونې په مرکز کې د رايې ورکونې څو ځايونه شته دي.
کله چې رايه ورکوونکى د رايې ورکونې ځاى ته ځي، څه بايد وکړي؟
د رايې ورکونې کارت له ځان سره ولري، هغه د ټاکنو ګومارل شويو کارکوونکي ته وښيي او هغه ته دې اجازه ورکړي، ترڅو د ده ګوته رنګ کړي، کله چې د رايې ورکونې پاڼه واخلي، نو د رايې ورکونې غرفې ته ځي، په پاڼه کې خپل غوره کانديد په نښه کوي او وروسته يې په صندوق کې اچوي.
د ټاکنو د کارکوونکيو دندې څه دي؟
د رايه ورکوونکي د رايې ورکونې کارت اخلي،د هغه څېره له عکس سره چک کوي او ګوري چې رايه ورکوونکى له همدغه ولايت څخه دى،وروسته د رايه ورکوونکي دکيڼ لاس د شهادت ګوته په ځانګړي رنګ په نښه کوي .
بايد وويل شي، چې دغه رنګ د څو راتلونکيو ورځو لپاره پاتې کېږي ( نه پاکېږي)، دغه کار په دې خاطر دى، چې هېڅوک نه شي کولى، چې له يو ځل څخه زيات رايه ورکړي، که څه هم چې دوه يا زيات کارتونه ولري.
وروسته د رايه ورکوونکي د کارت شمېره يادداشت کوي، کارت يې په نښه (سورى ) کېږي او بېرته ورکول کېږي ، ترڅو په پارلماني ټاکنو کې، چې وروسته ترسره کېږي، ورڅخه ګټه واخلي.
په پاى کې رايه ورکوونکي کې ته دوې بېلې پاڼې ورکول کېږي، يوه د ولسمشرۍ او بله د ولايتي شورا لپاره، چې په يوې ځانګړې غرفې، چې پرته له هغه بل څوک نه وي، پاڼې په نښه کړي.
د رايې ورکونې دغه پاڼه څه ډول جوړېږي او زه يې څنګه په نښه کړم؟
د ولسمشرۍ د رايې ورکونې پاڼه شين رنګ او د ولايتي شورا پاڼه نصواري رنګ لري، د ولسمشرۍ د رايې ورکونې پاڼه يوه ورقه وي او دولايتي شورا پاڼه د ولايت پر بنسټ له يوې څخه ترڅو پاڼو پورې وي، په دغه پاڼه کې د ټولو کانديدانو نومونه وي، چې په کې د کانديدانو نومونه، اړونده ګوند،انځورونه او ټاکنيز نښانونه شامل وي.
د هر کانديد د انتخاباتي نښان ترڅنګ يوه مربع وي، او رايه ورکوونکى بايد په همدغه مربع کې خپل غوره کانديد په نښه کي.
وروسته رايه ورکوونکى ځانګړې غرفې ته ځي، چې هلته يې هېڅوک نه ويني او په ځانګړي قلم ياده شوې مربع په نښه ( ) کوي.
ايا رايه ورکوونکى کولى شي، چې له يوه څخه زيات مربع په نښه کړي.
د قانون له مخې، هر رايه ورکوونکى يواځې د يوه انتخاب حق لري، له همدې امله يواځې يو مربع په نښه کوي، که نه، نو پاڼه يې باطل کېږي او رايه نه شمېرل کېږي.
وروسته څه کېږي؟
وروسته له دې، چې  رايه ورکوونکي خپله پاڼه په نښه کړه د رايې ورکونې صندوق ته ځي او د ولسمشرۍ پاڼه په خپل صندوق او د ولايتي شورا پاڼه په خپل صندوق کې اچوي او درايې ورکونې ځاى پرېږدي.
نالوستي هېوادوال به څه کوي؟
هغوى کولى شي، چې خپل د کورنۍ يو غړى له ځان سره راولي، ترڅو ورسره مرسته وکړي او يا هغوى ته د ټاکنو د چارواکيو لخوا لارښودنه کېږي.
د ټاکنو دخپلواک کمېسيون کارکوونکي د کانديدانو انځورونه او نښانونه نالوستي کس ته ښيي، چې کوم نوم د کوم کانديد سره سمون لري.
ه هغو کسانو سره، چې له يو کارت څخه زيات لري، څه چلند کېږي؟
يوکس کولى شي،چې يواځې يو ځل رايه ورکړي،د زياتوکارتونه اخيستل ګټه نه لري،ځکه د رايه ورکوونکي ګوته په ځانګړي رنګ په نښه کېږي، چې ترڅو ورځو نه پاکېږي.
څوک له راى ورکولو څخه دسرغړونې دمخنيوي څارنه کوي ؟
د ټاکنو دخپلواک کمېسيون چارواکي او کارکوونکي،دټاکنو د نوماندو استازي، دسياسي ګوندونو استازي، ملي او نړيوال څارونکي، درسنيو استازي، چې مرکزونو ته د ورتلو اجازه ورکول کېږي، څو د رايې ورکولو له لړۍ څخه څارنه وکړي.
له ټاکنيزو سرغړونو څخه څوک څارنه کوي؟
دټاکنيزو شکايتونو کمېسيون،چې ٣ غړي ورته د ملګروملتونو، يو غړى د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او يو غړى سترې محکمې معرفي کړي دي او په ټوليز ډول ٥ تنه کېږي، د ټاکنو قانون د وړاندوينې له مخې، په  همدې موخه جوړ شوى دى او دنده لري، څو ټول اعتراضونه او شکايتونه په قانوني توګه  وڅېړي .
کولى شم د وسلوالو مخالفينو له وېرې د ځان ساتنې لپاره دراى ورکولو مرکز ته وسله يوسم ؟
نه هېڅ کله نه،ددې لپاره، چې کورنيو او بهرنيو امنيتي ځواکونو د ټاکنو دامنيت مسووليت پر غاړه اخيستى دى،خو له مرکزونو بهر نه مېشتېږي، چې له هغوى پرته او هغه هم د ناامنۍ په حالت کې نور هېڅوک اجازه نه لري، څو د راى ورکولو مرکز ته دننه شي .
افغاني کډوال څه ډول کولى شي، چې له هېواده بهر رايه ورکړي ؟
که چېرې افغان کډوالو د راى ورکولو کارتونه اخيستي وي او د رايې ورکولو په ورځ په خپل هېواد کې وي، رايه ورکولى شي، پاتې نور افغان کډوال په هر ځاى کې چې وي ، نه شي کولى رايه ورکړي .
ايا د ښځو درايې ورکولو په ځايونو کې نارينه  شته ؟
نارينه وو ته اجازه نه ورکول کېږي، څو د ښځو درايې ورکولو ځاى ته دننه شي، يواځې امنيتي موظفين د ناامنۍ ستونزو د رامنځته کېدو او د ستونزو د حل لپاره، کولى شي درايو مرکزونو او ځايونو ته دننه شي او بس .
که چېرې ټاکنې په ټاکل شويو ساعتونو کې پاى ته ونه رسېږي ، څه به پېښ شي ؟
رايه ورکول د مازيګر په ٤ بجو پاى ته رسېږي ، که چېرې راى ورکوونکي د مازديګر له ٤ بجو مخکې ځايونو ته راځي، نو حق لري، چې رايه ورکړي او د ټاکنو کارکوونکي دنده لري، څو د راى ورکولو تر پايه خپلې دندې ترسره کړي .
د راى ورکولو دمرکزونو د کار له بشپړېدو وروسته به څه وشي؟
د رايې ورکولو لړۍ پاى مومي  او درايو د شمېرلو دلړۍ پيل اعلانېږي .
درايو شمېرل څه وخت پاى ته رسېږي او بريالى کانديد څه وخت اعلانېږي ؟
درايو شمېرل د رايو له ورکولو وروسته درايې ورکولو په محلونو کې ترسره کېږي، دهرې سيمې دپايلو پاڼې ( هر کانديد څومره رايې اخيستې دي ) وروسته د راى ورکولو له حساب شويو پاڼو سره د ټاکنو دخپلواک کمېسيون ولايتي دفترونو ته لېږدول کېږي، وروسته د ټولو ځايونو دپايلو پاڼې له ولايتي دفتر څخه په کابل کې د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته لېږدول کېږي، چې دپايلو دغه پاڼې په کابل کې په کمپيوټري توګه څېړل کېږي او له ټول هېواد څخه د ټولو ځايونو پايلې راټولې او روسته پايلې اعلانېږي .
وروستۍ پايلې څه وخت اعلانېږي، ځکه چې ورته منتظر يو؟
وروستۍ پايلې د شکايتونو او اعتراضونو له دورې وروسته د وږي په ٢٦مه، اعلانېږي .
د ولسمشرۍ نوماند بايد څومره رايې ترلاسه کړي، څو بريالى شي ؟
د رايو د شمېرلو په پاى کې، چې هر نوماند د کارول شويو رايو له ٥٠ سلنې څخه زياتې ترلاسه کړي، بريالى کېږي او که چېرې هېڅوک ونه شي کړاى، چې له ٥٠ سلنې څخه زياتې رايې ترلاسه کړي، په دې صورت کې اساسي قانون د ټاکنو ددوهم پړاو وړاندوينه کړې ده، چې په هغه کې د زياتو رايو لرونکي ٢ کانديدان سيالي کوي او هر يوه، چې زياتې رايې ترلاسه کړې، بريالى دى .
ايا څنګه ډاډ ترلاسه کړم، چې د پايلو پاڼې درايې ورکولو له ځاى څخه د ټاکنو ولايتي دفتر او له هغه وروسته دکمېسيون مرکزي دفتر ته دلېږدولو پرمهال نه بدلېږي ؟
د ټاکنو کمېسيون له سيمو څخه دپايلو له لېږدولو مخکې دهغوى يوه کاپي په اړوند محل کې نصبوي، دوه کاپي يې د نوماندو استازيو ته، چې په سيمه کې دي ورکوي ( دغه دوه کاپي د پچې له مخې ورکول کېږي .)
ايا کوچى د ولايتي شورا په ټاکنو کې رايه ورکولى شي ؟
نه، کوچيان يواځې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رايه ورکولى شي او له همدې امله، کله چې د راى ورکولو مرکزونو ته ځي، هغوى ته يوه پاڼه ( دولسمشرۍ ) ورکول کېږي .
که چېرې چا د ټاکنو له قانون څخه سرغړونه وکړه، زه څه وکړم ؟
د ټاکنو دخپلواک کمېسيون موظفينو ته، چې په سيمه کې حاضر دي، خبر ورکړئ او همدارنګه تاسو کولى شئ، چې دهغه پر وړاندې اعتراض وکړئ او يا خپل شکايت درج کړئ .