ملي شورا د خلكو د استازو هغه جوړښت دى، چې د قوانينو د طرحې، تصويب او د هغو د اجرا د څارنې لپاره د خلکو له خوا د مستقيمو، پټو او ازادو رايو له لارې غوره کېږي او د دولت يوه له درې ګونو قوو حسابېږي، ياده شورا د اساسي قانون په ٨١مه او ٨٢مه مادو کې معرفي شوې ده.
د اساسي قانون په ٨١مه ماده کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورا، د ستر تقنيني ارګان په توګه د افغانستان د خلکو د ارادې ښکارندويه ده او د ټول ملت استازيتوب کوي. د شورا هرغړى د رايې د څرګندونې په وخت کې د افغانستان د خلکو عمومي مصلحتونه او سترې ګټې د خپل قضاوت محور ټاکي.ملي شورا له دوو جرګو (مجلسونو) ولسي او مشرانو جرګو څخه جوړه ده. هېڅوک نه شي کولاى، په يو وخت کې د دواړو جرګو غړى وي.
ولسي جرګه:
ولسي جرګه په ملي شورا يا پارلمان کې د ولس د استازو يوه جرګه ده، دغه جرګه د ولايتونو د استازو يوه ټولګه ده، چې غړي يې د عمومي، ازادو او منصفانه ټاکنو له لارې په پټه رايه مستقيماً د ولس له لوري انتخابيږي.
ولسي جرګه ٢٤٩ څوکۍ لري، چې ١٠يې د کوچيانو لپاره ځانګړې شوې دي. د هر ولايت لپاره په ولسي جرګه کې د څوکو شمېر د هغه ولايت د وګړو د نفوسو له مخې ځانګړې کېږي. کومو هېوادوالو چې د رايې ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي او عمرونه يې د ټاکنو په ورځ لږ تر لږه ٢٥ کاله وي او د محکمې له لوري په بشري ضد جرم او جنايت محکوم او له مدني حقونو څخه محروم شوى نه وي، ځانونه ولسي جرګې ته کانديدولى شي.
په ولسي جرګه کې د ښځو د څوکيو شمېر په اساسي قانون کې تعين او تثبيت دى، وايي چې د ښځو لپاره د څوکيو شمېر دې د ولايتونو د شمېر دوه برابره وي (٦٨ څوکۍ) وي.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې هر ولايت يوه انتخاباتي حوزه ده.
هر افغان يواځې په هغه ولايت کې رايه ورکولى شي، چې نوم يې د ده د رايې ورکولو په کارت کې درج دى. کوچيان هم د ولسي جرګې ټاکنو ته ځانونه کانديدولى شي. د کوچيانو لپاره ټول هېواد يوه انتخاباتي حوزه ده.
دوى په هر ولايت کې د رايې اچونې په ټاکليو ځايونو کې رايه ورکولى شي.
د ولسي جرګې هره دوره پنځه کاله ده. د ولسي جرګې د يوې دورې تر پاى ته رسېدا مخکې د هغې بلې دورې لپاره ټاکنې کېږي.
د ولسي جرګې ځانګړې دندې:
ولسي جرګه د ملي شورا د دندو د ترسره کولو لپاره لاندې ځانګړي مسووليتونه او صلاحيتونه لري:

  •  د حکومت د اجرااتو د څېړنې او کتنې لپاره د ځانګړو کمېسيونونو جوړول.
  •  د غړو په دوه ثلثه رايه د هغو لوايحو تصويب او تطبيق، چې ولسمشر نه دي تاييد کړي.
  •  د وزيرانو د استيضاح په اړه پرېکړه کول.
  •  د دولت د پرمختيايي پروګرامونو او کلنۍ بوديجې په باره کې پرېکړه کول.
  •  د اساسي قانون پر بنسټ، د مقرريو تاييد او يا ترديد.

مشرانو جرګه:
مشرانو جرګه په ملي شورا يا پارلمان کې د لويانو او مشرانو يوه جرګه ده، د دې جرګې ځيني غړي انتخابي او ځيني انتصابي دي. مشرانو جرګه د هېواد د ولايتونو د شمېر درې برابره غړي لري، يو ثلث غړي يې د ولسواليو شوراګانو له خوا او بل ثلث غړي يې د ولايتي شوراګانو له خوا انتخاب او پاتې درېيم ثلث غړي يې د ولسمشر له خوا انتصابيږي. له دې امله چې د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي شوې، نو په مشرانو جرګه کې د انتخابي او انتصابي غړو ترمنځ د انډول ساتلو لپاره به د هرې ولايتي شورا دوه تنه غړي مشرانو جرګې ته انتخابيږي.
د ولايتي شورا يو غړى، چې تر ټولو زياتې رايې واخلي، د مشرانو جرګې د يوې بشپړې دورې (څلورو کلونو) لپاره او هغه بل، چې په دويم رديف کې دى، د درېيو کلونو لپاره د مشرانو جرګې د انتقالي غړي په توګه انتخابيږي. کله چې د ولسواليو شوراګانې جوړې شوې، نو د ولسواليو شوراګانو له استازو سره به عوض کېږي. د ولايتي شورا کوم غړى، چې د بشپړې دورې لپاره مشرانو جرګې ته انتخاب شوى، په ولايتي شورا کې خپل غړيتوب يا خپله څوکۍ په دايمي توګه له لاسه ورکوي، خو کله چې د ولسواليو شوراګانو استازي مشرانو جرګې ته انتخاب شول، نو د مشرانو جرګې انتقالي غړي په ولايتي شورا کې خپل غړيتوب يا خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کولى شي. د مشرانو جرګې انتصابي غړي د پنځو کلونو لپاره کار کوي.
د کانديدانو د نومونې دوره
کوم کانديد چې مشرانو جرګې ته کانديديږي بايد:
د ولايتي شورا غړى وي.
د کانديدا پر مهال لږ تر لږه ٣٥ کلن وي.
مشرانو جرګې ته د ولايتي شورا د غړو ټاکنې:
د ولايتي شورا غړي مکلف دي، چې د خپلې خوښې کانديد ته په رايه ورکولو په هر پړاو کې په پټه رايه ورکړي. کوم کانديد چې د ټاکنو په لومړي دور کې د ولايتي شورا د حاضرو غړو تر نيمايي زياتې رايې واخلي، له هغه کانديد سره يو ځاى مشرانو جرګې ته انتخابيږي، چې دوو يې رايې اخيستې دي. چا چې په ټاکنو کې تر ټولو زياتې رايې اخيستې دي. نو د مشرانو جرګې د بشپړې دورې (څلورو کلونو) لپاره او چا چې دويمې رايې اخيستې دي، د مشرانو جرګې انتقالي څوکۍ ترلاسه کوي، خو که د ټاکنو په لومړي دور کې يو کانديد هم د رايو اکثريت ترلاسه نه کړي، نو هغه دوه کانديدان، چې د ټاکنو په لومړي دور کې يې تر ټولو زياتې رايې اخيستې دي، د ټاکنو په دويم دور کې سيالي سره کوي، خو کله چې د ټاکنو په دويم دور کې دوه يا تر دوو ډېر کانديدان برابرې رايې واخلي، له دې ډلې هغه يو بريالى اعلانيږي، چې تر نورو يې زده کړې لوړې وي.
 
کوم کانديد چې د بشپړې دورې لپاره مشرانو جرګې ته انتخابيږي، په ولايتي شورا کې خپل غړيتوب له لاسه ورکوي، مګر د مشرانو جرګې انتقالي غړي په ولايتي شورا کې خپل هغه مهال بېرته اخيستى شي، چې د ولسواليو شوراګانو ټاکنې وشي او مشرانو جرګې ته خپل استازي وټاکي.
په افغانستان کې د جرګو او شوراګانو لنډه تاريخچه
د افغانستان په ټولنه کې د جرګې دود ډېر پخوانی دی، پلرونو مو له دغه غوره دود څخه د تاریخ په اوږدو کې ګټه پورته کړې، هغه مهال، چې په لرغونې اریانا کې ټولنیز ژوند پراختیا ومونده او د عامه ګټو د ترلاسه کېدو په موخه سیاسي نظام (دولت) رامنځته شو، ملي ځواک ته تر پخوا ډېره اړتیا محسوسه شوه. دغه کار د دې لامل شو، چې د ټولنیز جوړښت لپاره زمینه برابره او په همدې موخه، سیمه ییزو جرګو نه یوازې د ټولنیز جوړښت، بلکې په ملي مهمو مسایلو کې ارزښتناک رول ولوباوه.
دا جرګې د افغانستان په لرغونې ټولنه کې د سیاسي ژوند د پراختیا مهم عنصر وبلل شوې، چې له هغه مهاله بیا تر اوسه زموږ په سیاسي ژوند او ملي ټولنه کې ارزښتمن ځاى لري.
جرګې د اړتیا پر مهال د یوې موسسې په بڼه د ټولنې او ټولنیز ژوند او سیاسي چارو په برخه کې مهم رول لري. د تاریخ په اوږدو کې جرګې د اشخاصو له نفوذ څخه خلاصې وې، په دې معنی، چې په هېڅ جرګه کې د یوه کس نفوذ نه و محسوس.
د یادونې ده، جرګې نه یوازې د ټولنیزو مسئلو د هوارۍ لپاره کارول کېږي، بلکې له جرګو څخه د ټولنې د قضايي مسایلو په هوارۍ کې هم ګټه پورته کېږي.
ملي او قبیلوي جرګو د تاریخ په اوږدو کې، په تېره بیا په نولسمه پېړۍ او تر هغې وروسته د افغانستان د خپلواکۍ او د بهرنیانو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې اغېزمن رول درلودلی دی. کولای شو د انګلیسي نېواک پر وړاندې د ۱۸۴۱ کال ملي جرګه، د ګرګین او د ایران د استبداد پر وړاندې د میرویس خان هوتکي جرګې، چې په ۱۷۰۹ کال کې په افغانستان کې د لومړي قبیلوي ملي حکومت پر جوړېدو تمامې شوې، د ۱۷۴۷ کال د اکتوبر میاشتې جرګه، چې د نادر افشار د پوځي کلا د شېرسرخ په ودانۍ کې جوړه شوه او شپږ ورځې یې دوام وموند او احمدخان ابدالي یې د پاچا په توګه وټاکه، یادولی شو.
له دې څخه جوتیږي، چې جرګې نه یوازې په ټولنیزه برخه کې، بلکې د مذهب له پلوه هم خلکو ته د اهمیت وړ دي او خلک ورته درناوی لري.
ملي شورا او د اعیانو مجلس زموږ په هېواد کې پر ۱۳۱۰ لمریز کال د لومړي ځل لپاره جوړ شول او پرته له کوم ځنډه یې تر ۱۳۵۱ لمریز کال پورې دوام وموند، چې وروسته بیا د کودتاوو په رامنځ ته کېدو سره یې بهیر په ټپه ودرېد.
د هېواد د خپلواکۍ په بېرته ترلاسه کولو او د امان الله خان له لوري د اصلاحاتو په راوستو سره په افغانستان کې ارزښتمن قوانین او د پرمختګ لپاره مهم تدابیر رامنځته او پلي شول، خو ډېر ژر د پردیو له لوري ګډوډ شول. اماني دولت راوپرځول شو او د حبیب الله کلکاني له ګډوډیو ډکه دوره پیل شوه. د اماني دورې ټول قوانین لغوه شول، چې وروسته له ډېرو قربانيو او مبارزو وروسته دغه دوره پای ته ورسېده.
له دې دورې وروسته، په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د محمد نادرشاه واکمني رامنځته او د نوموړي د مملکتي چارو د سمون په موخه لس ماده يي تګلاره اعلان شوه، چې لسمه ماده یې د ملي شورا د استازو د ټاکنو په اړه وه، چې یاده لایحه د ۱۳۰۹ لمریز کال په لویه جرګه کې تصویب شوه.