چاريکار-کندوز-مهترلام (پژواک ١٧غبرګولى٩٣): ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به په کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې د برېښنا بندونه جوړ کړي.
د ولسمشرۍ دغه مخکښ نوماند دا څرګندونې نن په کاپيسا کې خپلو سلګونو پلويانو ته وکړې او له هغوى يې وغوښتل، چې په ټاکنو کې ده ته رايه ورکړي.
ډاکټر عبدالله په دې غونډه کې چې د ټاکنيز ټيم پر غړو سربېره يې ځايي اوسېدونکو، د ملي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولايتي شورا استازو ګډون کړى و وويل، چې دويم پړاو ټاکنو ته هيله من دى او د ده په وينا، وبه يې ګټي.