Abdullah vows to promote sports, aid players

 
 کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٣) : د ولسمشرۍ مخکښ کانديد ډاکټر عبد الله د ورزشکارانو په يوه غونډه کې، چې په دويم پړاو ټاکنو کې له ده څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه وويل ، چې د برياليتوب پرمهال ورزش ته پاملرنه دده په لومړيتوبونو کې ځاى لري .
 دغه غونډه چې د غبرګولي په ١٦مه د کابل په بادام باغ کې د زرګونو لوبغاړو په ګډون جوړه شوې وه ، عبدالله د غوندې برخوالو ته وويل ، چې لوبغاړي په ملي مسايلو او په ځانګړې توګه په ټاکنو کې مهم رول لري او په لومړي پړاو ټاکنو کې دغو ځوانانو دوى ته رايه ورکړه .
 هغه زياته : (( زموږ ژمنه شعاري ژمنه نه ده ، د برياليتوب په صورت کې د ورزش پياوړتيا خپله دنده ګڼم او په دې برخه کې برنامې لرم .))
 نوموړي ، لوبغاړو ته په خطاب کې وويل ، چې تاسو په ملي او نړيواله کچه ښې لاسته راوړنې درلودې ، افغانان پر تاسو وياړي او د " ا صلاحاتو اوهمپالنې "   ټيم له تاسو ملاتړ کوي .
 ده زياته کړه ، د شکر ځاى دى ، چې د " ا صلاحاتو اوهمپالنې " ټيم په دويم پړاو ټاکنو د تاسو ملاتړ له ځانه سره لري.
 د عبدالله په خبره : (( په هغه ټولنه کې چې خلک يې له ورزش سره مينه ولري او ورزشکار وي، فقر  او بې کاري په کې له منځه ځي .))
  نوموړي د برياليتوب په صورت کې د افغانستان د عنعنوي لوبو د پياوړتيا او ځلونې ژمنه وکړه .
 ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبد الله عبد الله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ تر سره شي .
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.