ټاکنيزې مبارزې

 
کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د ناصرو دقوم شورا او دغزني يو شمېر اوسېدونکو، د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تدوام له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو مخکښ کانديدان دي.
 د ناصرو قوم سراسري شورا مشر حاجي نجيب الله ناصري، په هغه غونډه کې چې د شاوخوا ٣٠٠ تنو په ګډون نن د اشرف غني احمدزي په کور کې تر سره شوه، وويل چې دغې شورا له ډېر غور او فکر وروسته پرېکړه کړې، چې په پراخه ډول په راتلونکو ټاکنو کې ګډون  وکړي او خپله رايه  اشرف غني احمدزي ته ورکړي.

 
جلال اباد(پژواک،٤غبرګولى٩٣):په ننګرهار کې د زلمي رسول د انتخاباتي دفتر  مشر او ځينو غړو يې په دويم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
همدارنګه په دې اړه په ياد ولايت کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې يو شمېر ديني علماوو او مېشتو اهل هنودو هم  له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ او هغه يې وړ کانديد وباله.
د ولسمشريزو ټاکنو د ياد کانديد پلويانو په دې غونډه کې وويل، چې د ختيځې سيمې وګړي به په دويم پړاو ټاکنو کې په ډير شمېر ګډون وکړي.

 
ګردېز (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې قومي تعصبونو ته لمن ووهي.
عبدالله دا څرګندونې د غبرګولي په ٣مه  پکتيا ولايت کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
دغه غونډه د ګردېز ښار په مرکزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د نوموړي کانديد پر مرستيالانو او هغه ته نږدې مشرانو سربېره په کې سلګونه ځايي اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې ويناوالو د همپالنې پر مسايلو خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته رايه ورکړي.

 
کابل، ګردېز (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): جهادي مشر انجنير احمدشاه احمدزي او د احمدزيو د قوم مشرانو د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.په هغې غونډه کې ، چې نن له غرمې مخکې په کابل کې د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، د احمدزيو د قوم سلګونو مشرانو ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې د اقتدار اسلامي افغانستان ګوند مشر او پخواني لومړي وزير انجنير احمدشاه احمدزي هم خبرې وکړې او له ډاکټر اشرف غني څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې خپله رايه اشرف غني احمدزي ته ورکړي.

 
کابل (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣):د افغانستتان د ولسمشر پخواني لومړني مرستيال احمدضيا مسعود،د ټاکنو په دويم پړاو کې خپل ملاتړ د اشرف غني په مشرۍ د بدلون او تداوم له ټيم څخه اعلان کړ. مسعود نن په هغه ناسته کې، چې د بدلون او تداوم له ټيم سره د نوموړي د يو ځاى کېدو په مناسبت جوړه شوې وه، وويل چې دغه پرېکړه يې له خپلو ملاتړ کوونکو سره تر سلا مشورې وروسته کړې ده.
 احمد ضيا مسعود، د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د درېيم مخکښ کانديد زلمي رسول، لومړى مرستيال و.

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): ډاکټر عبدالله وايي، خلک بايد ډاډمن واوسي چې افغانستان د بحران خوا ته نه ځي او هر ټاکنيز ټيم چې د عادلانه ټاکنو له مخې بريالى شي< نو د هېواد په زيان به نه وي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو نوماند ډاکټر عبدالله، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم څخه د ولسي جرګې پخواني غړي او د افغانستان د ځوانانو د پيوستون ګوند مشر جميل کرزي د ملاتړ په مناسبت په رابلل شوې غونډه کې وويل، ځينې کړۍ هڅې کوي چې ټاکنو ته د خپلو شخصي ګټو لپاره قومي بڼه ورکړي، خو خپلو دغو موخو ته به ونه رسېږي.

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): ټاکل شوې سبا ته د ولسمشرۍ ټاکنو دوه مخکښې څېرې (ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى) خپلې ټاکنيزې مبازرې پيل کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون، دا ځل د دويم پړاو ټاکنو نوماندانو ته د ټاکنيزو مبارزو لپاره دوه اونۍ وخت ورکړى او دغو نوماندانو په لومړي پړاو ټاکنو کې هم دوه مياشتې کمپاينونه تر سره کړي دي.

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣):  د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو يو نوماند داوود سلطانزوى په رسمي ډول د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ.
داوود سلطانزوى نن د " ټاکنې د پاشل کېدو نه، بلکې د يووالي لپاره زمينه"تر نوم لاندې په يوه ناسته کې د ډاکټر اشرف غني احمدزى په مشرۍ له ياد ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو له ختمېدو وروسته، چې هېڅ نوماند هم په کې بريالى نه شو، د لومړي پړاو له مخکښو کانديدانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ) د ملاتړ اعلانولو لړۍ پيل شوې ده.

 
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د هېواد د دوو مخکښو څېرو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنۍ شخړه نن هواره او د پاى ټکى ورته کېښودل شو.
جنرال عبدالرشيد دوستم د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر او د ولسمشرۍ په اوسنيو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټيم لومړى مرستيال دى؛ جمعه خان همدرد بيا د حزب اسلامي يو مخکښ غړى او اوسمهال د پکتيا د والي په توګه دنده ترسره کوي.

 
فراه (پژواک ۲۳غويی ٩٣): په فراه کې د ولسمشرۍ د کانديد ګل اغا شېرزي يو شمېر پلويان، د ټاکنو په دويم احتمالي پړاو کې د ولسمشرۍ له بل کانديد اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د ولسمشرۍ له اتو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ډېرې رايې ترلاسه کړې، خو يوه هم ٥٠ سلنه جمع يو رايې نه دي پوره کړې او کېداى شي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې