Sultanzoy joins Ghani camp ahead of runoff

 
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣):  د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو يو نوماند داوود سلطانزوى په رسمي ډول د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ.
داوود سلطانزوى نن د " ټاکنې د پاشل کېدو نه، بلکې د يووالي لپاره زمينه"تر نوم لاندې په يوه ناسته کې د ډاکټر اشرف غني احمدزى په مشرۍ له ياد ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو له ختمېدو وروسته، چې هېڅ نوماند هم په کې بريالى نه شو، د لومړي پړاو له مخکښو کانديدانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ) د ملاتړ اعلانولو لړۍ پيل شوې ده.
څه موده وړاندې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو دوو نوماندانو ډاکټر زلمي رسول او محمدشفيق ګل اغا شېرزي د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټېم څخه ملاتړ وکړ.
د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستيو پايلو له مخې، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې (د غويي ٢٥مه) اعلان شوې، ټاکنې په رسمي ډول دويم پړاو ته ولاړې او ټاکل شوې، چې په ١٧ ورځې ځنډ سره د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه نېټه ترسره شي.
په دغه پړاو کې به ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني احمدزى له يو بل سره سيالي وکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.