ټاکنيزې مبارزې

 
محمودراقي (پژواک، ١١ ورى ٩٣): په کاپيسا کې شاوخوا درې زره کسانو په يوه غونډه کې د ولسمشرۍ له کانديد قطب الدين هلال څخه ملاتړ وکړ.د کاپيسا ولايتي شورا ته کانديد حاجي محمداصف په دې غونډه کې وويل، چې د کاپيسا خلک د اسلامي نظام غوښتونکي دي او ځکه له هلال څخه ملاتړ کوي ، چې که هغه د اسلامي نظام د جوړولو هوډ لري او که بريالى شو په حکومت کې مجاهدينو ته ډېره برخه ورکوي.

 
مزارشريف (پژواک ١١ ورى ۹۳): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي دبلخ ولايت مرکز مزارشريف ښارکې خپلو پلويانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې بېلابېلې وعدې ورکړې.
احمدزي په دغه غونډه کې ، چې نن د مزار شريف په سينا لوبغالي کې د زرګونو تنو په ګډون جوړه شوې وه  ،د خبرو پر مهال په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو شتون رد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، دی باور  لري، چې عام خلک به پر خپل پراخ ګډون په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيسي.
نوموړي همداراز د بلخ اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې د چارو د ترسره کېدو ژمنې ورکړې.

 
خوست (پژواک،١١ورى٩٣) : د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمى رسول وايي،د برياليتوب به صورت کې يې  به لومړى کار د بې روزګاره خلکو لپاره د کاري  زمينو برابرول وي.
زلمي رسول دا څرګندونې د وري په ١١مه په خوست ولايت کې خپلو پلويانو ته د غونډې پر مهال وکړې.
له نوموړي سره پر سردار محمدنادر نعيم سربېره د ده دټيم د کمپاين غړي او په ملي شورا کې د پکتيا او خوست ځينو وکيلانو هم ملتيا کوله.

 
باميان (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د کوچيانو شخړه به پاى ته ورسوي.
هغه نن په باميانو ښار کې د زرګونه کسانو غونډې ته وويل، چې د برياليتوب پر مهال به د کوچيانو شخړه چې اوسمهال ترې سياسي ګته پورته کېږي، پاى ته ورسوي.
د باميانو اوسېدونکي او کوچيان هر کال د خپلو رمو څرولو لپاره مرکزي سيمو ته ځي او ډېر کله يې تر منځ په دې اړه شخړې راپورته کېږي، چې د ځينو کورنيو د بېځايه کېدو او مرګ ژوبلې سبب هم کېږي.

 
ميمنه (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه، چې د فارياب ولايت د سوداګرۍ، کرنې او کانونو ودې ته به پراختيا ورکړي او غريب فارياب به پر غني ولايت بدل کړي.هغه نن د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يوې لويې غونډې ته چې لسګونه زره کسانو په کې ګډون درلود وويل، چې فارياب ډېر نفت، ګاز او طبيعي زېرمې لري، چې د برياليتوب پر مهال به د دغو کانونو او زېرمو په را ايستلو کې اقدام وکړي.

 
مزارشريف ( پژواک، ١٠ ورى ٩٣ ) : د ولسمشريزو ټاکنو کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د خپلو پلويانو غونډې ته وويل، چې که غواړئ، هېواد مو اباد شي؛ نو بلډوزر ته رايه ورکړئ.
دغه غونډه د وري په ١٠مه، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار په سينا لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې پکې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
شېرزي يادې غونډې ته دخبرو پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو په نورو کانديدانو نيوکې وکړې.
هغه په ځينو هغو کانديدانو، چې پخوا يې د وزرات تر کچې دندې لرلې نيوکې وکړې، چې د وزارت پر مهال يې د ولس خدمت نه دی کړی؛ نو چې ولسمشر شي څه خدمت به وکړي.

 
محمودراقي، چغچران (پژواک ١٠ ورى ٩٣): کاپيسا او غور ولايتونو کې نن زرګونو کسانو د غونډو په ترڅ کې د عبدرب الرسول سياف له کانديداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.
د کاپيسا د عالمانو شورا مشر په هغې غونډه کې، چې د دغه ولايت د کوهستان په لومړۍ برخه کې د شرکت په نوم سيمه کې تر سره شوه او شاوخوا دوه زره کسانو په کې ګډون درلود، وويل، چې د کاپيسا خلک له عبدرب الرسول سياف څخه ملاتړ کوي، ځکه سياف د جهاد او مقاومت په دورې کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوى او په هېواد کې د اسلامي نظام راوستو غوښتونکى دى.

 
خوست (پژواک ٩ ورى ٩٣): ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د برياليتوب په صورت کې به يې اداري اصلاحات، اقتصادي پراختيا او ښه حکومتوالي د کارونو په سر کې وي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې  د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.
دې غونډې ته د خوست پر مرکز سربېره د ځينو ولسواليو ګڼ شمېر خلک راغلي وو.
ډاکټر عبدالله  خوستوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې په ادارو کې اصلاحات راوستل او  اقتصادي پراختيا يې د حکومت له کاري لومړيتوبونو ګڼل کېږي.

 
اسعد اباد ( پژواک، ٩ ورى ٩٣) : په کونړ ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې.
ددې ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې سلګونو تنو ولسمـــشرۍ ته د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه او په راتلونکوولسمشريزو او ولايتـــي شوراګانو په ټاکنوکې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د سولې د عالي شورا غړى او د عبدالله د کمپاين يو تن  غړي مولوي شهزاده شاهد د غونډې  ګډونوالو ته د ډاکټر عبدالله عبدالله په کړنلاره اود هغه په  شخصيت  ګډونوالوته معلومات ورکړل او له ټولو يې وغوښتل ، چې ډاکټرعبدالله ته رايه ورکـړي.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې