Add new comment

Govt officials backing runners: Sherzai

 
مزارشريف ( پژواک، ١٠ ورى ٩٣ ) : د ولسمشريزو ټاکنو کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د خپلو پلويانو غونډې ته وويل، چې که غواړئ، هېواد مو اباد شي؛ نو بلډوزر ته رايه ورکړئ.
دغه غونډه د وري په ١٠مه، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار په سينا لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې پکې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
شېرزي يادې غونډې ته دخبرو پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو په نورو کانديدانو نيوکې وکړې.
هغه په ځينو هغو کانديدانو، چې پخوا يې د وزرات تر کچې دندې لرلې نيوکې وکړې، چې د وزارت پر مهال يې د ولس خدمت نه دی کړی؛ نو چې ولسمشر شي څه خدمت به وکړي.
همداراز هغه وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو له ځينو کانديدانو سره لوړپوړي دولتي چارواکي ولاړ دي او کار ورته کوي؛ خو د کوم کانديد نوم يې په ډاګه نه کړ.
ګل اغا شېرزي پر نورو کانديدانو د نيوکو پر ترڅ کې دا هم وويل، چې د کى جي بي ځينې جاسوسان د يو شمېر کانديدانو تر شا ولاړ دي او له افغان ولس څخه د رايې تمه کوي، عام خلک بايد له روسانو سره شوی جهاد هېر نه کړي او دغه ډول  کانديدانو ته رايه ورنه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې له ده سره پرته له ولسه نور هېڅوک نه دي ولاړ او تمه يې هم ولس ته ده، چې په خپله رايه به يې بريالی کوي.
شېرزي وويل: ((بلډوزر ته رايه ورکړئ چې وطن درته اباد کړي.))
ديادونې ده ، چې بلډوزر د رايو په پاڼه کې دشېرزي انتخاباتي نښه ده.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د بيارغونې په کارونو کې نوم لري او دا نوم يې هسې نه دی ګټلی؛ نو بايد ولس پرې باور وکړي او د وطن د ابادۍ لپاره ورته رايه ورکړي.
د غونډې له پيل څخه مخکې د ګل اغا شېرزي د هرکلي لپاره اتڼ او ګډاګانې وشوې؛ نو نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې  د ځوانانو اتڼ او ګډاګانو ته په اشارې سره وويل: ((ما ګومان نه کاوه،چې د مزار خلک به دومره خرابات وي، زه يقين لرم چې همدا خراباتيان به ما تر ارګه رسوي.))
د غونډې په پيل کې د محمد شفيق ګل اغا شېرزي مرستيالانو سيد حسين عالمي بلخي او هاشم زارع هم ګډونوالو ته ويناوې وکړي او خلک يې خپل ټيم ته د رايه ورکولو لپاره تشويق کړل.
تر دې دمه مزارشريف ته د ولسمشريزو ټاکنو په  کانديدانو کې د محمد شفيق ګل اغا شېرزي څخه وړاندې هدايت امين ارسلا، ډاکټر زلمی رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله سفرونه کړي او په ټاکنيزو غونډو کې يې برخه اخيستې ده.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه، ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.