ټاکنيزې مبارزې

 
کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د وحدت اسلامي ګوند د بنسټ اېښودونکي عبدالعلي مزاري د نولسم تلين په غونډه کې دوو ګوندونو د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او جوړونې له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ.
عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال د کب مياشتې په ٢٢مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونيول شو او بيا کندهار ته د چورلکې له لارې د لېږد پر مهال په غزني کې ووژل شو.
مزاري وروسته د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
د مزاري د نولسم تلين غونډه نن په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه .

 
جلال اباد (پژواک ١٧ کب ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد ګل اغا شېرزى وايي، چې د هېڅ کانديد په ګټه به تېر نه شي او که چېرې په ټاکنو کې درغلي وشي، نو له مخالفينو سره به يوځاى شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د کب په ١٧مه په جلال اباد ښار کې هغې غونډې ته په وينا کې وکړه، چې په کې زرګونو قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړى وو.
ده پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې يواځې د پنځو کلونو لپاره غواړي چې ولسمشر شي او د قدرت وږى نه دى.
هغه زياته کړه: ((دا اوس چې يو شمېر خلکو واک ټينګ کړى دى، زه داسې نه يم.))

 
کندهار ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په کندهار ولايت کې د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو سردار محمد نادر نعيم او ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډې جوړې شوې وې، چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړى وو.
 د ولسمشرۍ د کانديد سردار نعيم په ملاتړ غونډه د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې شاوخوا ٣٠٠ تنو ګډون کړى وو.
 سردار نعيم خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې د افغانستان د سولې او ثبات په موخه يې په ځانګړې توګه د کندهار د قومي مشرانو په غوښتنه ځان کانديد کړى دى.

 
خوست، لښکرګاه ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ کانديدډاکټر اشرف غني احمدزي په خوست کې خپلو لسګونو زرو پلويانو ته ډاډ ورکړ، چې د برياليتوب په صورت کې به ددې ولايت هوايي ډګر او د غلام سړک جوړوي.
ډاکټر اشرف غني د کب په ١٧مه، د خپل ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې خوست کې د کمپاين په هغه ستره غونډه کې ګډون وکړ، چې شاوخوا څلوېښت زره خوستوال ملاتړي پکې راټول شوي وو.
د ولسمشريزو ټاکنو دغه کانديد ډاکټر اشرف غني د يوې چورلکې په وسيله، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړو يې ملتيا کوله، خوست ته راغی.

 
کابل (پژواک ١٦ کب ٩٢): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله د عبدالعلي مزاري د نولسم تلين په غونډه کې وويل، د افغانستان له هغو دښمنانو سره، چې د شخصيتونو او زرګونو عامو خلکو د وژنې لامل ګرځېدلي، کلکه مبارزه کوو.
 د وحدت اسلامي ګوند پخوانى مشر عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال د کب مياشتې په ٢٢مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونيول شو او بيا کندهار ته د انتقال پر مهال د چورلکې د لوېدو په يوه پېښه کې په غزني کې ووژل شو.
مزاري وروسته د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

 
کابل (پژواک ١٤ کب ٩٢): د افغانستان د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد د لويې جرګې په خېمې کې د يوې غونډې په ترڅ کې د جمهوري رياست له کانديد ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ملي شورا کې د خلکو شاوخوا ٤٠ استازي، د سولې عالي شورا غړي، جهادي قوماندانان، د دولتي ادارو اوسني او پخواني چارواکي، د دغه اتحاد د مشرتابه شورا غړيتوب لري.

 
جلال اباد ، خوست، مزار شريف (پژواک١٤کب٩٢): په جلال اباد کې د ولسمشرۍ د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د کمپاين دفتر پرانيستل شو، بلخوا په بلخ ولايت کې د بل کانديد ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه.
 د ننګرهار په جلال اباد ښار کې لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او سپين ږيرو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي ملاتړ وکړ او هم يې د کمپاين دفتر په رسمي ډول پرانيسته.

 
کابل (پژواک ١٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله اعلان وکړ، چې د امنيت راوستلو لپاره جامع پروګرام لري او مجاهدينو ته په کې بنسټيز رول ورکړل شوى دى.
 نوموړي چې نن يې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د زرګونو کسانو په يوه غونډه کې خبرې کولې وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې مجاهدينو ته هېڅ رول نه دى ورکړل شوى، که نه امنيت ورسره راتللى شواى.
 د ولسمشرۍ رياست دغه نوماند زياته کړه: ((که چېرې حکومت مجاهدينو ته رول ورکړى واى، نو امنيت راته او په هېواد کې به د بهرنيو هېوادونو شتون ته اړتيا نه وه.))

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې