شېرزى: زلمي رسول ته نه تېرېږم

 
جلال اباد (پژواک ١٧ کب ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد ګل اغا شېرزى وايي، چې د هېڅ کانديد په ګټه به تېر نه شي او که چېرې په ټاکنو کې درغلي وشي، نو له مخالفينو سره به يوځاى شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د کب په ١٧مه په جلال اباد ښار کې هغې غونډې ته په وينا کې وکړه، چې په کې زرګونو قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړى وو.
ده پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې يواځې د پنځو کلونو لپاره غواړي چې ولسمشر شي او د قدرت وږى نه دى.
هغه زياته کړه: ((دا اوس چې يو شمېر خلکو واک ټينګ کړى دى، زه داسې نه يم.))
ده وويل چې د هېڅ کانديد په ګټه به تېر نه شي او که چېرې په ټاکنو کې درغلي وشي، نو له مخالفينو سره به يوځاى شي.
شېرزي زياته کړه: ((جناب زلمي رسول راته ويل چې راسره يوځاى شه، نو زما دې ملا ماته شي چې تا سره يوځاى کېږم، ولې له مجاهدينو سره نه يوځاى کېږم، چې له غربيانو سره يوځاى کېږم.))
 هغه زياته کړه، چې له زلمي رسول سره به په هېڅ ډول يوځاى نه شي او خپلې کانديداتورۍ ته به تر پايه دوام ورکړي.
 نوموړي پر ولسمشر حامد کرزي هم غږ وکړ، چې په ټاکنو کې دې ځان بې طرفه وساتي او لا هم د حکومت ځينې امکانات د يوه ځانګړي کانديد په ګټه استعمالېږي.
 په غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو له نوموړي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
 ياده دې وي، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي.
 له بلې خوا، په هلمند ولايت کې د ګل اغا شېرزي د کمپاين د موټرو پر کاروان وسله وال بريد شوى، چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.
د شېرزي د کمپاين مسوول ډاکټر فريدون بارکزي پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن د هلمند په دوراهي سيمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله يې د دوى د کمپاين درې غړي حاجي محمد اکبر، حاجي محمد قاهر او د دوى يو ساتونکى ټپيان شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.