١- احمد علي
احمد علي د پخواني جهادي قوماندان حاجي حضرت علي زوى، چې اصلاً د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کشمونډ اوسېدونکى دى، نوموړى په ١٣٦٣ لمريز کال کې زېږېدلى، دوى له ډېره پخوا څخه ننګرهار ته راغلي او همدلته په دره نور ولسوالۍ کې مېشت شوي . نوموړى د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لېسانس ترکچې  زده کړې لري، نوموړي له دې وړاندې ازاد کاروبار کاوه او کومه دولتي دنده يې نه ده ترسره کړې. دا يې لومړۍ ځل دى چې د ولايتي شورا څوکۍ ته بريالى کيږي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٥٠٠٠٠٠٠
٢- لعل محمد درانى
لعل محمد درانى د حاجي شاولي زوى دى، چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د روغانو اوسېدونکى دى، نوموړى په ١٣٥٧ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى دى، له منځني طب څخه فارغ شوى او تېر ځل د ننګرهار ولايتي شورا منشي وو. نوموړى يو ځل بيا وتوانېده ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي. دراني مخکې له وکالته د طب په برخه کې کار کاوه او اوس هم وروسته له وخته د غاښونو ډاکټري کوي او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٧٠٢٨٢٠٤
٣- شمس الرحمن مسلميار
شمس الرحمن مسلميار د حاجي محمد زوى دى، چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو کلي اوسېدونکى دى. دى د مشرانو جرګې د رييس فضلهادي مسلميار ورور دى.  نوموړى په ١٣٦٦ لمريز کال کې د ننګرهار په همدې ولسوالۍ کې زېږېدلى . نوموړي د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي او دا مهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د  ماسټرۍ محصل دى. وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته کامياب شي، پر شخصي کاروبار بوخت و او کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٢٣٧٤٠
٤- استاد اسرار الله مراد
اسرار الله مراد د محمد مراد زوى دى، چې د پخوانۍ ولايتي شورا غړي ابرار الله مراد ورور او د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٤٣ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى. اسرارالله مراد له اريانا پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لېسانس سند تر لاسه کړى  . نوموړى له وکالته وړاندې د افغان مراد خصوصي لېسې  مدير او تر هغه مخکې يې ځېنو نادولتي موسسو سره کار کړى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٠٤٦٧٠
٥- افتخارمومند
افتخار مومند د فيروز خان مومند زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې په ګوشتې ولسوالۍ کې زېږېدلى، نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې  کړي . مومند تېر ځل هم د ولايتي شورا غړيتوب درلود  او ددې شورا د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کړې او يوځل بيا وتوانېده پر خپلې څوکۍ پاتې شي. مومند مخکې له وکالته قومي مشري کوله او په پخوانيو تنظيمونو کې يې هم برخه اخيستې ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٣١١١٥٥٥
٦- سهراب قادري
سهراب قادري د پخواني قوماندان غلام قادر زوى دى، چې  د پخواني جهادي قوماندان حليم شاه قادري ورور، د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٥٥ لمريز کال د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې زېږېدلى. قادري تر دوولسم ټولګي زده کړې کړي او له وکالته وړاندې د سپين غر هوټل رييس او له هغه وړاندې يې په ننګرهار ګمرک کې دنده درلوده. دى کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٦٤٤٣٣١٤
٧- ډاکټر محمد ناصر کامه وال
ډاکټر ناصر کاموال د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په ١٣٥٦ زيږديز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کامې کې زېږېدلى . نوموړي خپلې لومړنۍ  زده کړې په پېښور کې ترسره کړي او له هغه وروسته د خوست د شيخ زاهد پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ شوى . ډاکټر کامه وال دا مهال د ننګرهار د ولايتي شورا غړى دى او له وکالته وړاندې يې خپله شخصي ساختماني شرکت درلود، چې په هماغه کې يې دنده ترسره کوله.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٣٦٣٢٢٢٢
٨- جاوېد زمان
جاوېد زمان غمشريک د حاجي زمان غمشريک زوى دى، چې د ننګرهار ولايت د خوګياڼو د زاوې اوسېدونکى دى. نوموړى په١٣٦١لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى. غمشريک په ټولنيزو علومو کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي، له دې وړاندې هم د ولايتي شورا په دويمه دوره د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل و او د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يې بيا وکولى شواى ، چې دې شورا ته لاره پيدا کړي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٨١٠١١١٢
٩- ذبيح الله زمرى
ذبيح الله زمرى د اسدالله زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې زېږېدلى ، نوموړي له ١٤ ټولګي څخه فارغ شوى . زمرى تېر ځل هم د ولايتي شورا غړى و او يو ځل بيا وتوانېده ، چې پر خپلې څوکۍ پاتې شي. زمري له وکالته وړاندې ازاد کاروبار، دوکانداري، تجارت او نور کارونه پر مخ وړل او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٩٢١٦٣٤٣
١٠- حاجي عبدالله ملکزی مشهور په لالا خان
حاجي عبدالله د حاجي نوراغا زوى دى، چې د ننګرهار ولايت خېوې ولسوالۍ اوسېدونکى ، نوموړى په ١٣٥٧ لمريز کال کې د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې زېږېدلى . نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او له وکالته وړاندې يې له بهرنيو ځواکونو سره کار کاوه. دى کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٠٤٧٠٠
١١- اصحاب ولی مسلم
اصحاب ولي مسلم د همېشه ګل مسلم زوى دى، چې د ننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړى په  ١٣٦٥ لمريز کال کې د خپلې ولسوالۍ په اوبلين سيمه کې زېږېدلى . مسلم تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او مخکې له وکالته يې په تورخم کې د شمشاد مدني ټولنې مشري کوله. مسلم کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧١١٧١٧٠١
١٢- عبدالقهار قدير
عبدالقهار قدير د پخواني جهادي قوماندان حاجي قدير  زوى او په اصل کې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکى دى، خو پلرونه يې کلونه پخوا په سره رود ولسوالۍ کې مېشت شوي  . نوموړى په ١٣٥٥زيږديز کال کې زېږېدلى   او تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړي. قهار قدير وړاندې له دې چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې بريالى شي ازاد کاروبار کاوه.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٨١١١١١١
١٣- عبيدالله شينواری
عبيدالله شينوارى د وفي الله شينواري زوى ، چې د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٦١ لمريز کال کې زېږېدلى . نوموړى د ننګرهار پوهنتون د تاريخ له څانګې څخه فارغ شوى . شينواري وکولى شواى ، چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي. مخکې له وکالته يې سوداګري کوله، نوموړى کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٦٧٨٢٠٤١
١٤- حاجی محمد اجمل عمر
اجمل عمر د محمد انور زوى دى، چې د شېرزادو ولسوالۍ د کوديخېلو اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٥٧ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى . اجمل عمر د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړي او د پاکستان په سند ايالت کې يې له  پوهنتون څخه د لېسانس سند اخيستى.  عمر وړاندې له دې چې د ننګرهار ولايتي شورا ته کامياب شي، قومي مشر و ، کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٨٨٨٧٧٣٣
١٥- حاجي لطف الله بابا
حاجي لطف الله بابا د محمد صديق زوى دى، د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى .نوموړى په ننګرهار کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ١٣٦٧ لمريز کال کې فارغ شوى. لطف الله بابا په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ننګرهار عالي دارالمعليمن کې زده کړې کړي. لطف الله بابا د دعوت اسلامي ګوند غړيتوب لري او د ملي شورا په تېره دوره کې د ننګرهار انتخابي سناتور و . نوموړى پخوانۍ سياسي مخينه نه لري.     
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩١٨٩١٩١
١٦- انګيزه شينوارې
انګيزه شينوارې د محمد کبير لور ده ، چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکې ده، په ١٣٥٨ زيږديز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلې ، نوموړې په ننګرهار پوهنتون  کې په پښتو ادبياتو کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي ، د وکالت تر وخته پورې ښوونکې او ژورنالېسته پاتې شوې ، نوموړې يوه دوره وړاندې هم د ولايتي شورا وکيله وه.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٠٤٢١٣٣
١٧- حبيبه کاکړ قاضي زاده
حبيبه کاکړ د محمد زاهد لور ده، چې په ١٣٤٧ زيږديز کال کې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلې. نوموړې د ډاکټر نجيب د حکومت په دوران کې د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وه، له هغه وروسته ښوونکې او د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې وکيله وه. مېرمن کاکړ د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شېرزي د مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې. نوموړې د پښتو ادبياتو په برخه کې لېسانس لري او اوس مهال د ولايتي شورا د غړيتوب ترڅنګ دعالي  لېسې ښوونکې هم ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٣٣٢٦٥
١٨- نيلوفر عزيز
نيلوفر عزيز د حاجي محمد کاظم لور ده ، چې په اصل کې د پکتيا د ګردېز اصلي اوسېدونکې ده، خو د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې واده شوې، نوموړې په ١٣٤٩ لمريز کال کې زېږېدلې . مېرمن عزيز تېر ځل هم د ولايتي شورا غړې وه او يو ځل بيا وتوانېده پر خپلې څوکۍ پاتې شي. نيلوفر عزيز پخوا تر وکالته ښوونکې وه او کومه سياسي مخينه نه لري. نيلوفر د ننګرهار له  عالي دارالمعالمين څخه فارغه شوې ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٨٨٦٥٥٣٥
١٩- حميرا رفيع
حميرا رفيع د قاضي ولي احمد لور ده ، چې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکې او د استاد نصيب رفيع ميرمن ده.
نوموړې د کابل له پېداکوژۍ څخه فارغه شوې او له هغه وروسته يې په بېلابېلو ښوونځيو کې دښوونکې په توګه دندې ترسره کړې . حميرا رفيع په ننګرهار کې د بېلابېلو موسساتو سره دندې ترسره کړې او د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم نومانده وه. نوموړې دا مهال ننګرهار ولايتي شورا ته په خپلواک ډول بريالۍ شوې ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٦٣٦٨٥٧