١ - قلم راډيو
قلم راډيو په ١٣٩٢ کال کې د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې جوړه او د امتياز خاوند يې احسان الله کامه وال دى، دغه راډيو د ده په شخصي لګښت جوړه شوې، اته ساعته ټولنيزې، علمي، فرهنګي، کولتوري او ديني خپروني لري. ياده راډيو اوس مهال پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان او له ډيورنډ کرښې هاخوا په يو شمېر سيمو کې پر ٩٠:٠٠ اېف اېم څپو اورېدل کېږي او ١٣ کسان په کې کار کوي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٨٢٥٩٤١٢
٢ - مرام راډيو
مرام راډيو په ١٣٨٧ کال کې په جلال اباد ښار کې د سليمان خپلواک او نجيبې مرام په مالي لګښت جوړه شوې، چې دا مهال ١٦ ساعته خپرونې لري او پر ننګرهار سربېره په لغمان، کونړ او نورستان کې پر ٩٧،٨ اېف اېم څپو اورېدل کېږي. خپرونې يې تر ډېره تفريحي، ټولنيزې او ادبي دي، ١١ کارکوونکي لري او د تمويل سرچينه يې سوداګريز اعلانات دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٧٠٠٤٠٤٠
برېښناليک: [email protected]
٣ - انعکاس راډيو
انعکاس راډيو د انجينر همايون په شخصي لګښت په ١٣٩٠ کال کې په خپرونو پيل وکړ، چې پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان، خوست او له ډيورنډ کرښې هاخوا په يو شمېر سيمو کې په ٩٧،١ اېف اېم څپو اورېدل کېږي او ١٨ ساعته خپرونې لري. د انعکاس راډيو خپرونې تر ډېره خبري، ټولنيزې، تفريحي او فرهنګي دي او په سوداګريزو اعلانونو تمويليږي، ١٣ کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨١٧٠٨٩٧
برېښناليک: [email protected]
٤ - صفا راډيو
صفا راډيو د قرار عزيزي او فردوس حضرتي په شخصي لګښت په ١٣٨٩ کال کې فعاله شوه، چې ٢٠ ساعته خپرونې لري، چې تر ډېره تفريحي او ټولنيزې دي. دغه راډيو پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان او خوست ولايتونو کې هم پر ٨٩،٧ اېف اېم څپو اورېدل کېږي او ١٦ کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٩٥٤٠٤١
برېښناليک: [email protected]
٥ - اباسين راډيو
اباسين راډيو د انجينر اجمل سادات په شخصي لګښت په ١٣٨٩ کال کې فعاليت پيل کړى، چې خپرونې يې پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان او د ځينو نورو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې پر ٩١،٨ اېف اېم څپو اورېدل کېږي. ١٨ ساعته خپرونې لري، چې تر ډېره ديني او ټولنيزې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٢٣٩٠٥٢٩
 
٦ - همېشه بهار راډيو
همېشه بهار راډيو په ١٣٩٠ کال کې د طارق ساپي له لوري په شخصي لګښت جوړه شوه، د امتياز خاوند يې فهيم اتل او مسوول مدير يې صمیم ستانکزی دى. ياده راډيو ١٨ ساعته خپرونې لري، چې تر ډېره تفريحي، ټولنيزې، ادبي او سياسي دي. پر ٩٠،٧ اېف اېم څپو پر ننګرهار او ګاونډيو ولايتونو کې اورېدل کېږي او ١١ کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧۷۷۰۵۰۵۰۹
برېښناليک: [email protected]
٧ - مينه راډيو
مينه راډيو د ارش ننګيال په مالي لګښت په ١٣٩٠ کال کې جوړه شوې، چې په ٩٢،٧ اېف اېم څپو خپرونې کوي او د خپرونو منځپانګه يې تر ډېره ښوونيزه او تفريحي ده. د دې راډيو د امتياز څښتن ارش ننګيال او مسوول مدير يې کاوش ننګيال دى. ٢٢ کارکوونکي او ٢٠ ساعته خپرونې لري.
برېښناليک: [email protected]
٨ - سپين غر راډيو
سپين غر راډيو د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې فعاليت لري، لس ساعته خپرونې کوي، د امتياز څښتن يې د سپين غر ځوانانو د حقوقو ملاتړ ټولنه ده او مسوول مدير يې شېربهادر همت دى. ياده راډيو په ١٣٨٣ کال کې لومړۍ په غني خېلو کې فعاله او له څو کلونو وروسته يې په روداتو کې فعاليت پيل کړ. دغه راډيو پر ٨٩،٤ اېف اېم څپو په ننګرهار کې خپرونې کوي، اته کارکوونکي لري او خپرونې يې تر ډېره په ننګرهار کې اورېدل کېږي او خپرونې يې ډېرې په تفريحي برخو کې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣٥٢٥٥٧
٩ - شرق راډيو
شرق راډيو د ٢٠٠٢ زېږديز کال په لومړيو کې د شفيق الله شايق په شخصي لګښت جوړه شوې او دغه مهال ٢٤ ساعته خپرونې لري، په ننګرهار، کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ګاونډيو ولايتونو کې پر ٩١،٣ اېف اېم څپو اورېدل کېږي. د دې راډيو د امتياز څښتن شفيق الله شايق او مسوول مدير يې مارشال حليمي دى. ١٢ کارکوونکي لري او خپرونې يې ټولنيزې، تفريحي او ادبي دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٠٥٣١
برېښناليک: [email protected]
١٠ - نرګس راډيو
نرګس راډيو هم د شفيق الله شايق له لوري په ٢٠٠٧ کال کې په ننګرهار کې جوړه شوې، مسوول مديره يې شهلا شايق ده او يوازې د ښځو لپاره ٢٤ ساعته خپرونې لري. پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ګاونډيو ولايتونو او له ډيورنډ کرښې هاخوا په ځينو سيمو کې پر ٩٢،٤ اېف اېم څپو اورېدل کيږي. دغه راډيو ١٤ ښځينه کارکوونکې لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٠٥٣١
برېښناليک: [email protected]
١١ - شرق تلويزيون
شرق تلويزون په ننګرهار کې يوازېنى خصوصي تلويزيون دى، چې فعاليت کوي. ياد تلويزيون د شفيق الله شايق له لوري په ٢٠٠٨ کال کې جوړ شوى او په همدغه کال يې په ننګرهار کې پر خپرونو پيل کړى دى. په سوداګريزو اعلانونو تمويليږي او د سپوږمکۍ له لارې هم خپرونې کوي. مسوول مدير يې يوسف جبارخېل او د د امتياز خاوند يې شفيق الله شايق دى او خپرونې يې تر ډېره ټولنيزې، ادبي او سياسي دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٠٥٣١
برېښناليک: [email protected]
١٢ - شايق چاپي خپرونه
شايق چاپي خپرونه په ٢٠٠٢ کال کې تاسيس شوې، تر اوسه په اونۍ کې درې ورځې چاپېږي، د امتياز خاوند يې شفيق الله شايق او مسوول مدير شفيق الله رحماني دى. ياده ورځپاڼه خپلواکه او منځپانګه يې تر ډېره ټولنيزه، فرهنګي او سياسي ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٠٥٣١
برېښناليک: [email protected]
١٣ - اصلاح راډيو
اصلاح راډيو چې اوس مهال پر ننګرهار سربېره په يو شمېر نورو ګاونډيو ولايتونو کې اورېدل کېږي، په ١٣٩١ کال کې يې په ننګرهار کې په فعاليت پيل وکړ. د يادې راډيو ټولې خپرونې ديني دي او د امتياز څښتن يې د جمعيت اصلاح ټولنه ده او مسوول مدير يې توحيديار دى. ١٨ ساعته خپرونې لري او مالي تمويل يې د جمعيت اصلاح ټولنې له خوا کېږي.
 
١٤ - نن راډيو
نن راډيو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې فعاليت کوي، دغه راډيو په ١٣٨٩ کال د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې جوړه شوې وه او وروسته جلال اباد ښار ته ولېږدول شوه. ياده راډيو پر ٩٩،٩ اېف اېم څپو په ننګرهار او ګاونډيو ولايتونو کې خپرونې کوي. مسوول مدير يې نصرت اماني او د امتياز څښتن يې فهيم اتل دى. د يادې راډيو خپرونې تر ډېره ټولنيزې، انتقادي او سياسي دي.
١٥ - د ننګرهار ملي راډيو
د ننګرهار ملي راډيو په ١٣٥٦ کال کې په ننګرهار کې فعاله شوې او تر اوسه يې خپرونې دوام لري. دغه راډيو پر لنډو ١٤٤٠ او د اېف اېم پر ٩٣ څپو په ټول افغانستان کې خپرونې لري. دغه مهال يې امر انجنير زلمى او د خپرونو مسوول يې عتيق الله مومند دى. ياده راډيو پر لنډو څپو ١٨ او پر اېف اېم څپو ٢٤ ساعته خپرونې لري، خپرونې يې ټولنيزې، سياسي او خبري دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٣٤٢٦١
 
١٦ - د ننګرهار ملي تلويزيون
د ننګرهار ملي تلويزيون په ١٣٦٤ کال کې د اطلاعات او کلتور رياست تر رهبرۍ لاندې پر فعاليت پيل وکړ. دغه تلويزون ١٨ ساعته خپرونې لري، چې پر هېواد سربېره په ٤٢ نورو هېوادونو کې هم د سټلايټ له لارې ليدل کېږي. خپرونې يې ډېرې ټولنيزې او خبري دي.
د دغه تلويزيون امر انجنير زلمى او د خپرونو مدير يې محمد نادر بها دى. د ننګرهار په ملي راډيو تلويزيون کې ټول ٤٠ تنه کار کوي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٣٤٢٦١
١٧ - ننګرهار ورځپاڼه
د ننګرهار ورځپاڼه د اطلاعات او کلتور رياست په چوکاټ کې په ١٢٩٨ کال کې تاسيس شوې، د دې ورځپاڼې نوم په لومړيو کې اتحاد مشرقي و. دا مهال يې مسوول مدير سالک قصبه وال او د امتياز څښتن يې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست دى. ياده ورځپاڼه تر ډېره پر دولتي خبرونو او اعلانونو تمرکز کوي او په اونۍ کې درې ورځې چاپېږي. کار کوونکي يې اته تنه دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٣٥٧٦
١٨ - اتحاد مشرقي مجله
اتحاد مشرقي مجله چې په ١٣٣٦ کال کې تاسيس شوې او تر دې مهاله خپرونې کوي؛ په لومړيو کې يې نوم ننګرهار و او په ١٣٩١ کال کې يې نوم اتحاد مشرقي شوه. ياده مجله په مياشت کې يو ځل چاپېږي او د ليکنو منځپانګه يې تر ډېره علمي، څېړنيزه، ټولنيزه او کلتوري ده. د دې مجلې تيراژ ١٠٠٠ ټوکه دى او چاپ لګښت يې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور له عادي بوديجې ورکول کېږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٠٣٥٧٦
١٩ - مينه مجله
مينه مجله په ١٣٨١ کال کې په ننګرهار کې تاسيس شوې، چې په خپلواکه او ازاده توګه په مهالني ډول خپرونې لري، موسس او مسوول مدير يې عزت الله ځواب دى. د مجلې د ليکنو منځپانګه تر ډېره ادبي، سياسي، انتقادي او ټولنيزه ده، چې پر ننګرهار سربېره د هېواد په ټولو پښتون مېشتو ولايتونو کې وېشل کېږي، څلور کارکوونکي لري او لګښت يې د سوداګريزو اعلانانونو له لارې برابريږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣٤٩٩٦٧
٢٠ - بريد اونيزه
بريد اونيزې په ١٣٩٢ کال کې په خپرونو پيل کړى، د امتياز څښتن يې لعل پاچا ازمون او مسوول مدير يې محبوب شاه محبوب دى. د يادې اونيزې د ليکنو منځپانګه سياسي او انتقادي ده او په اونۍ کې يو ځل چاپيږي. دغه اونيزه خپلواکه ده او په سوداګريز اعلانونو خپل لګښت پوره کوي او پنځه کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٥٨١٣٨٠
برېښناليک: [email protected]