١ – د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه
 
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه، چې مرکزي دفتر يې په جلال اباد ښار کې دى د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د ليکوالو او ژورناليستانو هغه ټولنه ده، چې په ١٣٨٢ لمريز کال کې د لال پاچا ازمون په مشرۍ جوړه شوه، چې لا يې هم مشر دى او په فرهنګي او ژورناليستيک ډګر کې ياده ټولنه کار کوي.
 
اړيکه: ٠٧٨٦٥٠٠٥١٧
برېښناليک:[email protected] , [email protected]
 
٢ – ختيځ ادبي بهير
 
ختيځ ادبي بهير په ننګرهار کې هغه خپلواکه ټولنه ده، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يې په فعاليت پيل کړى، مشري يې ضيا الدين همت مل کوي، دغه ټولنه په فرهنګي او ادبي برخه کې په کارونو بوخته ده.
 
اړيکې: ٠٧٧٨٨٧٢٦٦٨
 
٣ – جلال کوټ ادبي خوځښت
 
جلال کوټ ادبي خوځښت په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ارشاد رغاند په مشرۍ په جلال اباد کې جوړ او لا هم په فعاليت بوخت دى، ياد خوځښت په فرهنګي او ادبي ډګر کې خپلې هڅې روانې کړې دي.
 
اړيکې: ٠٧٠٦٣٦٨٩١٣
٤- د ځوان پښتون يووالي ټولنه
 
د ځوان پښتون يووالي ټولنه په ١٣٨٣ کال کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سليمان خپلواک په مشرۍ رامنځ ته شوه، چې د ځوانانو لپاره په ښوونيزو او ټولنيزو برخو کې فعاليت کوي.
 
اړيکې ٠٧٠٧٠٠٤٠٤٠
برېښناليک: [email protected]
 
٥- د خوګياڼو ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنه
 
د خوګياڼو ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنه د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې په ١٣٨٧ لمريز کال کې د نصرت الله نصرت په مشرۍ جوړه او تر دامهاله فعاليت کوي. د دغې ټولنې چارې تر ډېره فرهنګي او ښوونيزې دي.
 
اړيکې: ٠٧٩٨١٧٠٨٧٩
 
 
٦- هيله فاونډيشن
هيله فاونډيشن په ١٣٨٥ لمريز کال کې د شهلا شايق په مشرۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پيل شو، چې د ښځو په برخه کې هر اړخيزې، ټولنيزې، فرهنګي او ادبي چارې سرته رسوي.
اړيکې: ٠٧٠٠٦٠٠٥٣١
برېښناليک: [email protected]
 
 
٧- د ننګرهار د کتاب پلورونکو او خپرندويه ټولنو اتحاديه
 
د ننګرهار د کتاب پلورونکو او خپرندويه ټولنو اتحاديه په ١٣٩٠ لمريز کال کې د نصيرالله مومند په مشرۍ په جلال اباد ښار کې رامنځ ته شوه، چې د صحافت په چوکاټ کې  ډيرفعاليتونه لري.
 
اړيکې:٠٧٧٧٦٢٦١٦١
برېښناليک: [email protected]
 
٨- رود ادبي بهير
 
رود ادبي بهير په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د يحيى سيمه ييز په مشرۍ جوړ شو، چې تر اوسه په ادبي او فرهنګي برخه کې فعاليت کوي.
اړيکې: ٠٧٩٤٧٤٠٢٩٠
برېښناليک: [email protected]
 
 
٩- د ننګرهار د ملي ژورناليستانو ټولنه
 
د ننګرهار د ملي ژورناليستانو ټولنه، چې د افغانستان ملي ژورنالېستانو د ټولنې په چوکاټ کې په ننګرهار کې په ١٣٨٧ لمريز کې د شېرشاه همدرد په مشرۍ جوړه شوه او په فرهنګي، ادبي او ژورناليستيکو برخو کې کار کوي.
 
اړيکې: ٠٧٠٠٦٠١٥٠٩
 
١٠- سپين غر فلمي ټولنه
 
سپين غر فلمي ټولنه په جلال اباد ښار کې د يعقوب شاه ناصري په مشرۍ په ١٣٨٤ لمريز کال کې جوړه او تر دې مهاله د فلمي نړۍ او فلمي ستورو د حقونو په دفاع او له هغوى څخه د ملاتړ په برخه کې کار کوي.
 
اړيکې:٠٧٨٦٤٥٢٦٩٥
 
 ١١- Z,M مطبوعاتي خدمتونه
 
Z,M مطبوعاتي خدمتونو او پروډکشن په ١٣٩١ لمريز کال کې د زاهد الرحمان زاهد په مشرۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې جوړ شو، چې په مطبوعاتي برخه کې زيات کارونه سرته رسوي.
 
 
اړيکې: ٠٧٩٩٢٣٤٨٩٧
برېښناليک: [email protected]
 
 
 
١٢- نظر اباد علمي او کولتوري ټولنه
 
نظر اباد علمي او کولتوري ټولنه په ١٣٨٧ لمريز کال کې د سره رود د ځوانانو له لوري رامنځ ته شوه، چې مشري يې محمد حسن حقيار پرغاړه لري، دا ټولنه په علمي، فرهنګي، ښوونيزو او پوهنيزو برخو کې فعاليت کوي، چې لا هم دوام لري.
 
اړيکې:٠٧٠٠٥٩٦٤٨٥
 
 
١٣- حمزه بابا فرهنګي ټولنه
 
د حمزه بابا فرهنګي ټولنه په ننګرهار کې په ١٣٨٥ لمريز کال کې جوړه شوې، چې په فرهنګي او ادبي برخه کې فعاليتونه لري او د دغې ټولنې مشري اغا محمد کوي.
 
اړيکې:٠٧٩٧٦٢٥٩٦٦
 
١٤-  د افغاني ښځو د حقوتو د ملاتړ ټولنه
د افغاني ښځو د حقونو د ملاتړ ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال کې په ننګرهار کې د مدني په مشرۍ جوړه او لاهم د ښځو په برخه کې کارکوي، دغه ټولنه د ښځو د حقونو ملاتړ او د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي.
اړيکه: ٠٧٧٨٢٥٢٧٤٢
برېښناليک:[email protected]
 
١٥- د بټي کوټ علمي او فرهنګي ټولنه
د بټي کوټ علمي او فرهنګي ټولنه په ١٣٨٣ لمريز کال د بټي کوټ د ځوانانو له لوري رامنځ ته شوه، چې مشري يې عبدالبصير منصور کوي، دغه ټولنه په بټي کوټ کې په علمي او فرهنګي ډګر کې کارونه کوي او ګڼو ځوانانو ته په ښوونيزه برخه کې کورسونه دايروي.
اړيکې: ٠٧٨٢١٦٣٤٧٢
١٦- د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو اتحاديه
د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو اتحاديه په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې رامنځته شوه، چې د کسبګرو له حقونو ملاتړ او د هغوى پر وړاندې د ستونزو د مخنيوي په موخه په ننګرهار کې فعاليت کوي.
 
 
١٧-  د هسکې مېنې ځوانانو ټولنه
د هسکې مېنې ځوانانو ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سهارګل اميرزي په مشرۍ جوړه او په کولتوري، فرهنګي، ادبي او پوهنيزو برخو کې فعاليت لري.
اړيکې: ٠٧٠٨٢٥٩٤١٢
برېښناليک: [email protected]
 
١٨ – د ځوانانو د حقونو ملاتړ ټولنه
د ځوانانو د حقونو ملاتړ ټولنه په ١٣٨٢ لمريز کال کې د شېربهادر همت په مشرۍ په ننګرهار کې جوړه شوه، چې د ځوانانو له حقونو دفاع کوي، ياده ټولنه يوه راډيو هم لري، چې ځوانان په کې روزي.
اړيکې: ٠٧٩٩٣٥٢٥٥٧
برېښناليک: [email protected]
 
١٩ – يار مدني نهاد
يار مدني نهاد په ننګرهار کې په ١٣٨٠ لمريز کال کې د ولسي جرګې د اوسني وکيل اميرخان يار په مشرۍ جوړه شوى دى. دغه نهاد له ځوانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي، د ځوانانو لپاره روزنيز کورسونه لري، ګڼ شمېر ورکشاپونه جوړوي او د قلم په نوم يوه روزنيزه راډيو هم لري.
اړيکه: ٠٧٠٠٢٧٨٥٨٢
برېښناليک: [email protected]
 
٢٠ – د ننګرهار د معلولينو او معيوبينو اتحاديه
د ننګرهار د معلولينو او معيوبينو اتحاديه، چې په ١٣٨٥ لمريز کال کې په ننګرهار کې د ننګرهار د معيبوينو له لوري جوړه شوې، مشري يې عنايت الحق کوي، چې د معيوبينو لپاره ګڼ شمېر ښوونيزې او پوهنيزې برنامې او ورکشاپونه ترسره کوي.
 
اړيکه: ٠٧٠٦٨٣١٦٠٤
 
٢٣- هېواد پال خپلواک ملي بنسټ
دغه بنسټ په ١٣٩٢ کال کې د نصرت الله نصرت په مشرۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې جوړ شو. دغه بنسټ په ننګرهار کې ګڼ مدني فعاليتونه لري، چې موخه يې په هېواد کې د ملي حاکميت راوستل دي.
اړيکې: ٠٧٨٢١٨٨٦٩٢
برېښناليک:nasratullah.sahibzada@gmail
 
٢٤- د ولسي ښيګڼو ټولنه
د ولسي ښيګڼو ټولنه، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يې د ننګرهار پر مرکز سربېره په ګڼو ولسواليو کې په فعاليت پيل کړى، مشري يې ډاکټر اسدالله ښاليز سرته رسوي. ياده ټولنه په کولتوري او ښوونيزو برخو کې کار کوي.
اړيکه: ٠٧٠٠٦٢٠٨٩٢
برېښناليک: [email protected]
 
٢٥ – د ګوشتې ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه
د ګوشتې ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه په ١٣٨٥ لمريز کال کې په ګوشتې ولسوالۍ کې د بلال کريم مومند په مشرۍ جوړه او په علمي او فرهنګي برخو کې فعاليت کوي.
اړيکه: ٠٧٩٩١٨٩٢٩١
 
٢٦ – د درونټې ځوانانو ټولنه
د درونټې ځوانانو ټولنه د سره رود ولسوالۍ په درونټې سيمې کې په ١٣٨٩ لمريز کال کې جوړه شوې، چې ځوانانو ته يې ګڼ شمېر ښوونيز پروګرامونه جوړ کړي دي. دغه ټولنه د يوه څلور کسيز رهبري هيئت له لوري رهبري کيږي.
اړيکه: ٠٧٩٨٥٨٤٨٣٥
 
٢٧ – د ننګرهار پوهنتون د استادانو ټولنه
د ننګرهار پوهنتون د استادانو ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو له لوري رامنځ ته شوه، چې مشري يې څو کسيز رهبري هيئت کوي، دغه ټولنه د استادانو د حقوقو د دفاع په برخه کې کار کوي.
اړيکې: ٠٧٠٠٦٠٠٥٦٧