١٧٦- ميرويس ياسيني
د ننګرهار د خلکو استازى ، رايې : ۱۳۶۲۴
ميرويس ياسيني دمولوي عبدالستار زوى په ١٣٤٢ لمريز کال کې دننګرهار ولايت په کامه ولسوالۍ کې زيږېدلی. نوموړی په پښتو، دري ، عربي ، انګليسي او اردو ژبو خبرې کوي . پر افغانستان دشوروي دپوځونو له يرغل وروسته ، ياسيني پاکستان ته مهاجر شو او داسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې يې زدکړې پيل کړې. په کال ۱۳۷۲ کې يې دشريعت او قانون په برخه کې دحقوقو دلسانس او وروسته يې دشريعت او سياسي علومو په برخه کې دماسټرۍ زدکړې بشپړې کړې. نوموړى دشوروي اتحاد ديرغل پر ړواندې ، چې په کال ۱۳۵۷ کې پيل شوی وو جګړه پيل کړه او تر ۱۳۵۹ پورې يې په توره بوړه، خوست  او پکتيا کې  فعاليت درلود. دطالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته يې د سرې مياشتې له ټولنې سره او بيا يې د مالي وزارت دبهرنيو اړيکو او اقتصادي چارو د رييس په توګه دنده تر سره کړه. وروسته له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت دمعين په توګه وګومارل شو او په ۱۳۸۳ – ۱۳۸۴ کال کې يې دنده تر سره کړه.  ده په ۱۳۸۴ کال کې ولسي جرګې ته  لاره پيداکړه او وروسته د ولسې جرګې دلومړي مرستيال په توګه وټاکل شو. ياسينې د ۱۳۸۱ کال په بيړنۍ لويه جرګه کې د جرګې د معاون په توګه برخه واخيسته او د ۱۳۸۸ کال په ولسمشريزه ټاکنو کې هم کانديد و.   
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۱۰۱۱۹۹
۱۷۷- اميرجان دولتزی
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۴۹۰۸
اميرجان دولت زی، دحاجي ملاجان زوی په ۱۳۳۹ کال کې دچپرهار ولسوالۍ ددولتزو په کلي کې زيږېدلی. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زدکړې په ننګرهار کې تر سره او په ۱۳۸۴ کال کې دابن سينا له لېسې فارغ شو. ولسي جرګې ته له راتلو وړاندې دولتزی دسوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو او د موټرو په سوداګرۍ بوخت و. دولتزی د جهاد پر مهال دمولوي خالص داسلامي حزب غړی و.
د اړيکې  شميره : ۰۷۹۴۲۰۱۳۵۰ 
۱۷۸- انجينر سيد اکرام
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۵۷۴۶
انجينر سيداکرام،دحاجي سيد برهان زوی په کال ۱۳۴۸ کې دسرخرود ولسوالۍ په بګرامي کلي کې زيږېدلی . دهغه مورنۍ ژبه دري ده، خو په انګليسي ژبه هم خبرې کوي. اکرام په کال ۱۳۶۸ کې دننګرهار دچکنوري لېسې څخه او په کال ۱۳۷۶ کې دننګرهار پوهنتون له انجينري پوهنځي څخه فارغ شوی.  له کال  ۱۳۶۸ – ۱۳۷۱ پورې اکرام په پېښور کې د افغان مهاجرينو لپاره دمور او ماشوم د روغتيا دساتنې په څانګه کې دتدارکاتو دآمر په توګه دنده تر سره کړې. له کال ۱۳۷۱ – ۱۳۷۶ پورې نوموړی دافغانستان لپاره دټولنيزو خدمتونو او بيارغونې  (RSSA) موسسې مرستيال و او وروسته بيا له ۱۳۷۶- ۱۳۷۹ پورې دنوموړې موسسې رييس شو. اکرام له ۱۳۸۷ کال راهيسې دسيد بلال سادات ساختماني شرکت (SBSCC)  رييس و.
داړيکې شمېره : ۰۷۸۶۶۰۰۰۷۰
 
۱۷۹- حاجي حضرت علي
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۱۳۴۵۸
حاجي حضرت علي دملامحمد امير زوی په کال ۱۳۴۳ کې زيږېدلی او دلغمان ولايت دچهارباغ ولسوالۍ په کشموڼ غرنيز کلي کې لوی شوی دی. نوموړى په ننګرهار کې يو پېژندل شوی قوماندان او دپشه يي خلکو مشر دی. دهغه مورنۍ ژبه پشه يي ده ، په  پښټو ، دري او اردو خبرې هم کولای شي. ده لومړنۍ زدکړې په لغمان کې تر سره کړي او ثانوي زدکړې  يې په ننګرهار کې بشپړې کړې . له  زده کړو څخه وروسته د شوروي ديرغل پر مهال ديوه وړوکي ګروپ قوماندان و. له هغه وروسته نوموړی يو مشهوره نظامي قوماندان او په پشه يي خلکوکې يو مهم مشر شو. نوموړي دننګرهار دهوايي ډګر او دننګرهار دقول اردو د قوماندان په توګه دندې تر سره کړي  او په ۱۳۸۴ کال کې د ولسي جرګې دغړي په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۱۱۱۱۱۰
۱۸۰- ډاکټر عصمت الله شينواری
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۶۲۰۲
ډاکټر عصمت الله شينواری ، دعبدالعزيز زوی په کال ۱۳۵۳ کې دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په بټان کلي کې زيږېدلی ، په پښتو او دري ژبو خبرې کوي. شينواری دننګرهار له لېسې څخه په کال ۱۳۷۲ کې فارغ شوی او په کال ۱۳۷۵ کې  دننګرهار دطبي پوهنتون دستوماتولوژۍ له څانګې څخه فارغ شو. له ۱۳۷۷ – ۱۳۷۸ پورې يې په ننګرهار کې د يسرا شخصي کلينيک کې دنده تر سره کړه او تر ۱۳۸۴ کال پورې په طبي برخه کې پاتې شو. له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د ننګرهار دولايتي شورا غړی وو.
داړيکې شمېره : ۰۷۹۹۵۵۴۸۷۰
۱۸۱- انجينر عبدالغفار
دننګرهار دخلکو استازی، رايې : ۶۸۲۴
انجينر عبدالغفار په کال ۱۳۳۶ کې دننګرهار ولايت په بهسودو کې نړۍ ته سترګې پرانېستې . نوموړى په پښتو ، دري ، اردو ، روسي او انګليسي ژبو خبرې کوي. هغه په کال ۱۳۴۸ کې له لېسې فارغ شو او بلخ ته لاړ، تر څو په پل تخنيک پوهنتون کې زدکړې تر سره کړي. نوموړي په بلخ کې درې کاله زدکړې وکړې او وروسته پاکستان ته لاړ. غفار په پاکستان کې ۲۴ کاله مېشت و  او په افغانستان کې دجهاد په چارو کې ښکيل وو.  کله چې مجاهدين واک ته ورسېدل ، نوموړي دننګرهار په ګمرک کې د آمر په توګه پنځه کال دنده  تر سره کړه. په ۱۳۸۰ کال کې  يې ديوه کال لپاره د جلال آباد دښاروال په توګه يې دنده تر سره کړه. په ولسي جرګه کې دخپلو مسووليتونو تر څنګ ، نوموړى افغانستان ته دامريکا له متحده ايالاتو څخه د موټرو دواردولو يو وړوکې سوداګري هم لري. غفار په ۱۳۸۱ کال کې په بېړنۍ لويه جرګه کې او همدارنګه د ۱۳۸۳ کال د اساسي قانون په لويه جرګه کې هم برخه اخستې وه.
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۹۳۵۳۴
۱۸۲_  ليلما ولي حکيمي
دننګرهار دخلکو استازې ، رايې: ۲۶۲۵
ليلما ولي حکيمي د محمد قاسم لور په ١٣٤٤ لمريز کال کې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ  په ملک خېلو کلي کې زېږېدلې. دليلما مورنۍ ژبه پښتو ده ، په دري او انګليسي ژبه هم خبرې کولای شي. حکيمي په کال ۱۳۶۵ کې دکابل دثريا له لېسې څخه  فارغه شوه او له ۱۳۷۴- ۱۳۷۵ پورې يې دکابل د خيرخانې په لېسه کې دښوونکې په توګه دنده تر سره کړه. نوموړې له کال ۱۳۷۵ – ۱۳۸۵ پورې دکابل دفردوسي په لېسه کې دښوونکې په توګه دنده تر سره کړه او له ۱۳۸۶ – ۱۳۸۷ پورې دلېسې مديره وه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣٣٨٦٢٦
۱۸۳- حاجي عبدالظاهر قدير
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۱۰۰۲۶
حاجي عبدالظاهر قدير په کال ۱۳۵۲ کې په ننګرهار کې زېږېدلی . د مشهورې جهادي څېرې  حاجی عبدلقدير زوی دی ،څوک چې د ۱۳۸۱ کال دجولای په مياشت کې ووژل شو. د قدير کورنۍ د افغانستان دوروستي پاچا ظاهر شاه سره اوږدمهاله اړيکې درلودې . قدير په پښتو ، دري ، عربي ، انګليسي او اردو خبرې کوي. قدير په سعودي عربستان کې د دوولسم ټولګي دفراغت سند تر لاسه کړی او دحقوقو زدکړه يې په پاکستان کې کړې . حاجي قدير په ننګرهار کې د مېشت سولې کاروان دګروپ ، چې يو ټولنيز او سياسي حرکت دی مشري پر غاړه لري . نوموړی اوس مهال له قانون څخه دملاتړ دايتلاف ( دپارلماني ګروپ ) مشر دی ، چې  مخکې دسولې دکاروان په نوم يادېده . حاجي قدير پخوا د سرحدي پوليسو جنرال و او اوس مهال په ننګرهار کې د رڼا په نوم دکمپيوټر ساينس او انګليسي ژبې د انستيتيوت رييس دی. حاجي قدير دسولې دکاروان په نوم د پارلماني ګروپ بنسټ ايښودونکی دی او له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف ، چې له ۲۰۰ څخه  زيات غړي لري ، مشري کوي.
داړيکې شمېره : ۰۷۷۷۶۲۰۶۲۰ 
 
۱۸۴ - سايمه خوګياڼۍ
دننګرهار دخلکو استازې ، رايې : ۲۶۴۰
سايمه خوګياڼۍ د ننګرهار ولايت د بر بهار اوسېدونکې ده ، چې په ١٣٥١ لمريز کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلې. نوموړې په پښتو،دري او انګليسي ژبو خبرې کولى شي او په کال ۱۳۶۹ کې د پروان ولايت د بګرام هوايي ډګر له لېسې  څخه فارغه شوې ده. سايمه خوګياڼۍ په ١٣٧٠ لمريز کال کې د کابل پوهنتون له ساينس پوهنځي څخه فارغه شوه او اوس مهال په ننګرهار کې د اريانا په خصوصي پوهنتون کې دحقوقو او سياسي علومو په زده کړو بوخته ده.
په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خوګياڼۍ په پېښور کې له يو شمېر نادولتي مرستندويه ادارو سره دنده تر سره کړې . له کال ۱۳۷۲- ۱۳۷۵ پورې ښوونکې وه او له ۱۳۷۵ – ۱۳۸۰ پورې يې په پېښور کې د مور او ماشوم د ساتنې په يوې سويسۍ اداره کې کار کړی. له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ پورې يې له سرې مياشتې سره کار وکړ او له ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۴ پورې په ننګرهار کې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمېسيون دښڅو چارو د ولايتي څانګې مسووله وه. نوموړې دلنډې مودې لپاره  د امريکاغږ راډيو سره هم کار کړی او د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړلسمه دوره کې د ننګرهار د خلکو استازې پاتې شوې او په بېړنۍ لويه جرګه کې يې هم برخه اخستې وه.
د اړيکې  شمېره: ٠٧٠٠٦٩٢١١٥
۱۸۵ – آرين يون
دننګرهار دخلکو استازې ، رايې : ۴۹۲۰
ارين يون د عبدالله محمدی لور د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلې ده ، په پښتو او درې ژبو خبرې کوي. نوموړې په کابل کې دامنه فدوي له لېسې څخه فارغه شوې او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په برخه کې يې په کال ۱۳۸۶ کې ماسټري کړې . هغه د امها ت المومنين په پوهنتون کې استاده پاتې شوې او د امينه فدوي په لېسه کې يې هم تدريس کړی. له يوناما سره يې دلغمان، ننګرهار ، کوڼر او نورستان په ولايتونو کې دښڅو په چارو کې کار کړی. ارين يون دوه کتابونه هم ليکلي دي ، چې يو يې لنډيو ته کتنه او دافغانستان دښځينه شاعرانو بيوګرافي دي. نوموړې په کال ۱۳۸۴ کې ولسي جرګې  ته لاره پيداکړه. نوموړې د هېواد د وتلي ليکوال محمد اسماعيل يون مېرمن ده.
داړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٣٥٧٥٩
 
۱۸۶ - حاجي پير بخش ګرديوال
دننګرهار دخلکو استازی، رايې : ۷۴۲۷
پيربخش ګرديوال د حاجي پير محمد زوى د ننګرهار ولايت د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي غوث اوسېدونکى دى، نوموړى په ١٣٤٣ لمريز کال کې په ګردي غوث کې زيږيدلى دى. نوموړی په پښتو ، دري او اردو خبرې کوي او په کال ۱۳۶۱ کې يې په ايمل خان بابا لېسې کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي. له۱۳۷۲ – ۱۳۷۴ پورې دننګرهار ولايت دترانسپورټ رييس پاتې شوی او له ۱۳۸۱ – ۱۳۸۳پورې دننګرهار د امنيت رياست مشر و او په همدې کال په لوګر کې د نوموړې ادارې سياسي مرستيال شو. نوموړى په ۱۳۸۴ کال  کې  ولسي جرګې ته وټاکل شو  او د ولسي جرګې  په تېره او اوسنۍ دورو کې د ننګرهار د خلکو استازى دى.
داړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦٣٥١٥١
۱۸۸ - فريدون مومند
دننګرهار دخلکو استازی ، رايې : ۷۵۵۴
فريدون مومند د فيروز خان مومند زوى د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، نوموړى په ١٣٤٧ لمريز کې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې زيږېدلى دى . نوموړى په پښتو او دري ژبو روانې خبرې کولى شي، په ١٣٦٧ لمريز کال کې د خوشحال خان له لېسې  فارغ شوى   او همدارنګه ددفاع وزارت له خوا په ګڼو کورسونو او سيمينارونو کې  يې برخه اخيستې.  نوموړى يو قومي مشر دى او دطالبانو دواکمنۍ پر مهال يې په خپله سيمه کې ددوى پر خلاف جګړه کوله. له کال ۱۳۶۵- ۱۳۶۶ پورې دافغانستان په ملي اردو کې د ۸۱۸ نمبر ټولي قوماندان ، له ۱۳۶۶-۱۳۶۸ پورې د ۵۶۳ لوا مرستيال قوماندان  او له ۱۳۶۸-۱۳۶۹ پورې د ملي اردو ۵۶۸ کنډک قوماندان و. له ۱۳۸۰ – ۱۳۸۳ کال پورې دننګرهار ولايت دسرحدونو او قبايلو رياست مشر پاتې شوی او په ۱۳۸۴ کې ولسي جرګې ته وټاکل شو، چې د ولسي جرګې په تېره او اوسنيو دورو کې د ننګرهار د خلکو استازى دى.
داړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٠٨٣٥٣٧
۱۸۹ – فرشته انوري
دننګرهار دخلکو استازې ، رايې : ۳۸۸۹
فرشته انوري دعبدالقدير لور د لغمان ولايت اوسېدونکې ده، نوموړې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د کابل په شاه شهيد کې زيږېدلې ده. نوموړې په پښتو،دري او انګليسي ژبو بشپړ تسلط لري  او په ١٣٧٤ لمريز کال کې په بلخ کې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې، وروسته  په ۱۳۸۲ کال کې په کابل کې يې د سيد جمال الدين له دارالمعلمين څخه  د فراغت سند ترلاسه کړى او په ۱۳۸۵ کې يې د کابل دکاردان له پوهنتون څخه په اداره او منجمنټ کې ديپلوم واخيست. په ۱۳۸۲ کې  د  عبدالقاسم فردوسي لېسې کې ښوونکې او په (AGHCO) موسسه کې اداري مديره  پاتې شوې ده ، له ۱۳۸۲ – ۱۳۸۳ پورې په (DHSA) موسسه کې مالي او اداري مسووله ، له ۱۳۸۳ – ۱۳۸۵ پورې په ADA موسسه کې دبشري منابعو رييسه او له ۱۳۸۵ – ۱۳۸۹ پورې دسيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې ددفتر رييسه وه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٨٩١٠١٠