مولوي عطاء الله لودين د مولوي شمس الرحمن کاموي زوى، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د ننګرها په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کامه کې ترسره کړي او ثانوي زده کړې يې ددې ولايت په نجم المدارس مدرسه کې ترسره کړي .
 لوړې زده کړې يې په پاکستان او سعودي عربستان کې د کډوالۍ پر مهال ترسره کړې دي.
مولوي عطالله لودين ، چې د حزب اسلامي غړی دی،  تر دې مخکې د سولې د عالي شورا د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کوله، دغه راز هغه په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو د استازي په توګه هم پاتې شوی دی.
تر وکالت مخکې هغه د ننګرهار د څارنوال ، د کابل داستيناف رييس او د کابل د محاکمو د رييس په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
نوموړي د شوروي اتحاد ديرغل پر ضد د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد پر مهال په ننګرهار ولايت کې د حزب اسلامي جهادي ډلې قوماندان و.
هغه په پښتو، دري او عربي ژبو خبرې کولى شي .