تالقان (پژواک ١٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، د تخار په غونډه کې د دغه ولايت د ولسواليو مرکزونو د پراختيا او د کوکچې سيند د برېښنا کوټ د جوړولو ژمنه وکړه.
دغه غونډه نن د لسګونه زره تنو په ګډون او د اشرف غني احمدزي د مرستيالانو جنرال عبدالرشيد دوستم او سرور دانش پر ويناوو، د تخار د مرکز تالقانو ښاروالۍ په چمن کې تر سره شوه.
اشرف غني احمدزي وويل، چې د برياليتوب پر مهال به څلوېښت سلنه مالي بوديجه ولايتونو او سيمه ييزو ادارو ته ځانګړې کړي ترڅو په بېلابېلو ډګرونو کې د دغه ولايت د خلکو ستونزې حل شي.