Rallies held in support of Ghani, Abdullah

 
کندوز-تالقان (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د ټاکنيزو مبارزو له پيل وروسته د دوه اونيو په تېرېدو سره د لومړي ځل لپاره په کندوز او تخار ولايتونو کې د جمهوري رياست د دوو کانديدانو په ملاتړ غونډې او لاريونونه وشول.
 په دغو غونډو او لاريونونو کې سلګونو کسانو، چې نن د اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ په کندوز ښار او د تخار په مرکز تالقانو ښار کې تر سره شوې، ګډون کړى وو.
 په کندوز کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي يوه کمپاين کوونکي ميرويس زاخېل وويل، له خلکو سره تر مشورو وروسته د زاخېلو بېلابېلو قومونو د ولسمشرۍ له دغه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
 هغه زياته کړه: " که چېرې احمدزى بريالى شي، نو موږ ترې د جنګ ختمولو غوښتنه کوو، له خپل علم او تجربو دې ګټه پورته کړي او د خلکو د اقتصاد په پرمختيا کې دې هڅه وکړي."
 د زاخېلو قوم استازي حاجي ملک هم وويل، اشرف احمدزى يې له دې امله ټاکلى، چې نوموړي تحصيل کړى،له ډېرې تجربې برخمن دى او د خلکو ستونزو ته لاسرسى کولى شي.
 ورته مهال په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنيز دفتر کې له نوموړي څخه د ملاتړ اعلان وشو او د دغه کانديد يوه استازي حميد الله رسولي وويل: " ډاکټر عبدالله په کندوز کې ډېر ملاتړ کوونکي لري او د هغې ځانګړتيا له مخې، چى دى يې لري ، نو خلک په ډېر جوش سره ټاکنيز دفتر ته  له نوموړي څخه د ملاتړ په موخه راځي."
 د امام صاحب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد عبدالودود صمدي وويل، چې دوى د ډاکټر عبدالله د برياليتوب پر مهال له نوموړي غواړي، چې د تحصيل کړيو ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي او هېواد له اوسني سخت حالت څخه را وباسي.
 د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې هم نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه او لاريون تر سره سره شو.
 ګل نظر، چې په تالقانو ښار کې يې د ياد کانديد عکس له ځانه سره لېږداوه، وويل: " موږ دلته له ډاکټر اشرف غني او د هغه له مرستيال دوستم څخه د ملاتړ په موخه راغونډ شوي يو او له دوى دواړو څخه خپل ملاتړ اعلانوو."
د هغه په ادعا، جنرال دوستم په تخار کې ډېر ملاتړ کوونکي لري او په دغه ولايت کې به اشرف غني احمدزى ډېرې رايې خپلې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عربو د انسجام شورا سلګونو غړو له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
د تخار د عربو قومونو استازي مولوي علي احمد قدير زاده وويل، چې دوى د ډاکټر عبدالله عبدالله له کانديدۍ ځکه ملاتړ کوي، چې د ملي ګټو، ټولنيز عدالت ساتلو او د قومونو تر منځ د تبعيض له منځه وړلو سره سخته مبارزه کوي.
 په ورته وخت کې په تخار ولايت کې د جمعيت اسلامي افغانستان دفتر هم له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
 له کابل څخه راغلي د جمعيت اسلامي لېږل شوي غړي عبدالکريم دانشيار وويل، چې د دغه دفتر په پرانيستو سره د جمعيت اسلامي فعاليتونه ډېر شوي او دوى د ډاکټر عبدالله په ټاکنيزو مبارزو په مخ ته وړو کې ډېره هڅه کوي.
 تر دې مهاله په کندوز او تخار ولايتونو کې د اشرف غني احمدزي، عبدالله، زلمي رسول، سياف، ګل اغا شيرزي او قيوم کرزي د ټاکنيزو سياليو دفترونه پرانيستل شوي دي.
 د ولسمشرۍ ټاکنيزې سيالۍ، د سلواغې مياشتې په ١٣ مه پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ټاکنو له تر سره کېدو (١٣٩٣ کال د وري ١٦ مه) دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.