کندوز د هېواد شمال ختيځ ته پروت ولايت  دى، د مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري.
 
١- کندوز ښار :
کندوز ښار د هېواد يو له تاريخي او لرغونو ښارونو څخه دى، د بالاحصار  او مهر نګار تپې ، د حضرت سلطان ، خواجه مشهد، خواجه کفترو پاچا قلندر ددې ښار له مهمو تپو او ساحو څخه دي. دا ښار په ژمي کې سوړ او په اوړي کې ګرم وي، په کندوز ښار کې خلک کرنه او مالدارۍ بوخت  دي، خربوزې ددې ښار له مهمو حاصلاتو څخه دي او بېلا بېل ډول مشهورې خربوزې پکې کرل کېږي .
٢ : خان اباد ولسوالي :
خان اباد ولسوالي کندوز ښار شمال ختيځ ته په ٣٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، ددې ولايت له لويو او زيات نفوس لرونکو ولسواليو څخه دى، بند برق او د نقي بند لويې پروژې او د جنګي تپه په همدې ولسوالۍ کې دي، دا ولسوالي له تخار او بغلان سره ګډه پوله لري ، خلک يې په کرنه بوخت دي، ددې ولسوالۍ وريجې له مهمو حاصلاتو څخه دي ،په دې ولسوالۍ کې تر ٢٠٠٠ پورې غير مسوول وسله وال مېشت  دي، چې د ولسوالۍ امنيت يې خراب کړى دى.
۳-چهاردره:
چهاردره ولسوالي د ولايت  د مرکز لوېديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري،د بلخ له خلم ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، په دې ولسوالۍ کې ځينې لرغونې سيمې هم شتون لري، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۴- دشت ارچي :
دشت ارچي ددې ولايت له لرو پرتو ولسواليو څخه ده ، چې د ولايت د مرکز ختيځ لوري ته په ١٤٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، په دې ولسوالۍ کې اوبه کمې دي،  ځکه کرنه پکې کمه ليدل کېږي، اوسېدونکي يې خپل خوراکي او غذايي توکي له کندوز ښار څخه وړي .
ددې ولسوالۍ امنيت هم ښه نه دى او د کورنيو وسله والو ترڅنګ بهرني وسله وال هم پکې مېشت دي.
۵-على آباد:
على آبا د کندوز ښار شمال لوري ته ١٧ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، د کندوز بغلان پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، ډېرى برخې يې غرييزې دي ، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۶- قلعه زال:
قلعه زال له لرو پرتو ولسواليو څخه ده ، چې د ولايت مرکز سوېل لوېديځ لوري ته په ١٠٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، له تاجکستان سره هم ګډه پوه لري، خلک يې په باغداره بوخت دي ، کرنيزې ځمکې يې له عسقلان بند څخه اوبه  کيږي . ريګستانونه هم لري.
۷- امام صاحب:
امام صاحب د ولايت د مرکز سوېل ختيځ لوري ته په ۶۴ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د امام صاحب زيارت ددې ولسوالۍ له ځانګړنو څخه دى، هر کال په دې زيارت کې غونډې جوړېږي چې ګڼ شمېر فرهنګيان او نور مينه وال په کې ګډون کوي.
خلک يې په کرنه بوخت دي،  خربوزې ددې ولسوالۍ له مهمو او مشهورو حاصلاتو څخه دي، په ځانګړې توګه د قندک ډول خربوزې يې ډير شهرت لري ، په دې ولسوالۍ کې د شېر خان بندر هم موقعيت لري ، چې هېواد يې له تاجکستان سره نښولى دى  او دا بندر ددې ولايت او ولسوالۍ په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.