محمد انورجګدلک د محمد الدين زوى، چې په ١٣٣١ لمريز کال  د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي لومړنۍ زده کړې دخپلې سيمې په ځايي ښوونځي کې تر سره کړي او په ١٣٥٠ لمريز کال د کابل حبيبيې لېسې څخه فارغ شوى دى. نوموړي په ١٣٥٢ لمريز کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالى او په ١٣٥٥ لمريز کال له همدې پوهنځي څخه فارغ شو.
جګدلک په ١٣٦٨ لمريز کال د يوه کال ل پاره د کابل محمود طرزي لېسې د ادبياتو د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړه، وروسته دجهاد له ليکو سره يو ځاى، په کابل او نورو ګاونډيو سيمو کې د جهادي قوماندان په توګه وټاکل شو.
نوموړى اوسمهال دکندوز د والي په توګه دنده اجرا کوي او د جمعيت اسلامي ګوند پخوانى کليدي غړى دى، چې د جهاد او طالبانو پر وړاندې يې په جګړه کې هم برخه درلوده.
نوموړي له ١٣٨٢ لمريز کال نه تر ١٣٨٧ لمريز کال پورې د اولمپيک د ملي کمېټې د رييس، کابل ښاروال، دځوانانو په برخه کې د ولسمشرسلاکار او په ١٣٨٨ لمريز کال په پارلماني چارو کې ددولت د وزير په توګه دندې اجرا کړې دي.
 جګدلک له ١٣٨٩ لمريز کال راهيسې د کندوز د والي په توګه دنده اجرا کوي او په دغه پست وروسته له هغه وټاکل شو، کله چې ددغه ولايت پخوانى والي انجنير محمد عمر د تخار د تالقانو  په يوه جومات کې د چاودنې له امله له يو شمېر کسانو سره ووژل شو.
 کندوز والي له خپلې مورنۍ ژبې( پښتو) سربېره په دري او انګليسي ژبو هم خبرې کولى شي.