کندوز يو له لرغونو او تاريخي ولايتونو څخه دى، چې دافغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري. دغه ولايت په لومړيو کې په بېلابېلو نومونو لکه اپاسکا، کهندژ او کندوز په نومونو ياد شوى دى.
کندوز د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې هم خورا مهم دى، کله چې اسکندر کبير له ميلاد مخکې په ٣٣٠ کلونو کې د بيسوس پر وړاندې، چې ځان يې پاچا باله، لښکر کشي کوله، نو اپاسکا يا اوسنۍ کندوز يې د خپلې پوځي اډې په توګه انتخاب کړى و.
کهندژ، چې د نسلونو او پېړيو په تېرېدو يې نوم بدل شوى، په تېر کې د تخارستان پلازمېنه و او ٢٠٠٠ کاله وړاندې د يفتلي دولت پر مهال له مهمو سوداګريزو لارو څخه شمېرل کېده، چې د هندوکش سوېلي ليکې يې د کوهدامن او کوهستان غرونو له لارې له شمالي ځنډو سره نښلولې.
د کندوز د هندوکوه شمالي څنډې د تخارستان او باختران تر منځ يو مهم تمځاى و، چې هلته بيا سوداګريزې لارې په يوه درې لارې کې سره بېلېدلې، يوه يې د بلخ، بله د تخارستان او درېيمه يې مخامخ د امو سيند پر لوري تللې وه.
کندوز د کرونيزو ځمکو لرونکى دى، د دې تر څنګ دوه لوى سيندونه، يو هوايي ډګر او يو هم د شېرخان په نوم سوداګريز بندر هم لري. ياد ولايت همدا راز له تاجکستان سره ٢٧٠ کيلومتره پوله جوړوي او امو سيند هم پر همدې پوله بهېږي.
د کندوز د وګړو شمېر نږدې يو ميليون اټکل شوى او مساحت يې 7668.7 کيلومتر مربع دى، چې د ځمکې له سطحې ٤٠٥ متر لوړ والى لري.
دغه ولايت د شمالي عرض البلد په ٢٢،٣٦درجو،١٢،٥٨دقيقو او ٣٠ ثانيو او د ختيځ طول البلد په ٦،٦٨ درجو، ٥،٥٢ دقيقو او ١٦ ثانيو کې موقعيت لري.
کندوز په ازبکي ژبه کې د ورځې معنى ورکوي، خو په دري کې يې معنى زړه کلا ده.
دغه ولايت د کابل په ٣٣٧ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې په سوېل کې د امو سيند، په ختيځ کې له تخار، په سوېل کې له بغلان او په لوېديځ کې له سمنګان ولايت سره همسرحد دى.
کندوز په پسرلي کې معتدله هوا خو په اوړي کې سخت ګرم او په ژمي کې وچ يخ لري، خو په اوړي کې يې د ځينو هغو ولسواليو هوا، چې ونې او ځنګلونه لري، نسبتا ښه ده.
ولسوالۍ :
کندوز ولايت له مرکز (کندوز ښار) پرته د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه زال، چهار درې، علي اباد او خان اباد په نومونو شپږ ولسوالۍ لري.
په دغه ولايت کې بېلابېل قومونه لکه تاجک، پښتون، ازبيک هزاره، ايماق، بلوچ، ترکمن او کوچي اوسېږي، خو يو شمېر سکان او هندوان هم په کې شته، نو له همدې امله دغه ولايت ته وړوکى افغانستان هم ويل شوى دى.
د اوبو بندونه :
په کندوز کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د اوبو پنځه لوى بندونه شته، خو هر کال يې ځينې برخې د موسمي سېلابونو له امله ويجاړېږي.
دغه بندونه د خان اباد، نهرنقي، ايرګنک، شاهروان ارچي او ملا کريم په نومونو يادېږي، چې د رغونې لپاره يې کارونه د اموسيند او شمال ختيځ حوزو له خوا پيل شوي دي.
 
کولتور:
د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د دغه ولايت د ولسي کلتور او فرهنګ د ودې لپاره ځينې هڅې شوې دي. په دغه ولايت کې په لسګونو قلموال، شاعران او ليکوالان لکه: عبدالخالق شادان، محمد صابر يوسفي، احمدالله داغ، ګلرحيم نيازمند، ولي محمد سايل، نور رحيم عاطف، مجيد پرديس، غلام حيدر حيدر، محمد ناصر شيرزى، سيد محمدنعيم عسکر، قاضى يحيى، نورالعين نوين، سالم بختيار، استاد داکتر نجيب (د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د داريرة المعارف د ٧٤ مخونو ليکونکى)، سبحان قل نامول، محمد اسماعيل ملزم، عطا‌ءالرحمن بابر، پښتون رحماني او نور شته دي.
په دغه ولايت کې همدا راز ٦٠ مدني بنسټونه او ادبي ټولنې شتون لري، چې له دې ډلې د پسرلي، پردېس، جهان نما، ميديوتيک، روزنه صلح، د ځوانانو مشارکت او خان اباد نومونه اخيستلى شو.
 يادې ټولنې وخت ناوخت ادبي غونډې او مشاعرې لري، کتابونه خپروي او هر کال په کې د ريدي ګل په نوم مشاعره جوړېږي، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو په کې فرهنګيان برخه اخلي.
موزيم :
د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپل چوکاټ کې د تاريخي اثارو او ابدو د ساتنې لپاره کوم موزيم نه لري، نو له همدې امله تر اوسه پورې د دغه ولايت ترلاسه شوي تاريخي اثار کابل ملي موزيم ( مرکز) ته لېږدول کېږي او په دې وروستيو کې هم درې تاريخي اثار د دغه ولايت ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
له دغه دوو اثارو څخه د مجسمو سرونه وو، چې له خټي او ګچ نه جوړ شوي، د باختري يونان په څلورمه او پنځمه زېږدېزه پېړۍ پورې اړه لري، يوه بله مجسمه هم له کاڼي جوړه شوې مجسمه ده او د يوانان په باختري دورې پورې اړه لري او د باران الهې په نوم يادېږي، دغه اثر له مرکز څخه د استول شوي پلاوي له خوا تاييد او د ٠١٢ قطعې پوليسو له خوا مرکز ته لېږدول شوى دى.
 
تاريخي ابدات:
دا چې فردوسي په شاهنامه کې د کندوز نوم پنځه ځلې اخيستى، نو خپله د دغه ولايت پر لرغونتيا يو ښه دليل دى.
د کندوز تاريخ په بېلابېلو دورو کې د همدغه پراخ ځاى له حدود څخه نقل شوى، څو ځلې خراب شوى او همدا ښار په اومه هجري پېړۍ کې يو ځل اباد او د تخارستان د مرکز په نامه نومول شوى او بېرته بيا وران شوى دى.
په تاريخي پاڼو کې راغلي، چې ګڼو کورنيو لکه د بخدي سواران، کندوز کورنۍ، ګلګلون رايتان او رويين تن پهلوانانو پر دغه تاريخي ښار حکومت کړى دى.
د کندوز چينايي زيارت کوونکى هيوان تسنګ، کندوز د هويچ HOWACH په نامه ثبت کړى او په قول يې چې سلګونو بودايي راهبانو په کې ژوند کاوه.
ده په کندوز ښار کې د ١٠ بودايي عبادت ځايونو نوم هم اخيستى دى. د دغه ولايت له ځينو نورو تاريخ ابدو څخه به يواځې د نومونو په يادونه بسنه وکړو:
 د کندوز بالاحصار، کله مناره لرغونې ساحه، چهل دختران غونډۍ او زيارت، زير دوره غونډۍ يا د وزلوبې ميدان، د علي اباد ژبين غونډۍ، د خان اباد زړه کلاه، جرګذرغونډۍ، ګل تپه غونډۍ، مرچ و مګس غونډۍ، قلعه زال غونډۍ او تاريخ غونډۍ يې، بالاحصار، د امام صاحب زړه کلا، رباط ساحه، د امام صاحب روضه او جومات.
مشاهير:
په لرغوني کندوز ولايت کې له پخوا راهيسې بيا تر اوسه يو شمېر مشهورو، ټولنيزو، علمي او سياسي شخصيتونو ژوند او وده کړې او ياد ولايت د ادب او هنر زانګو وه .
 که څه هم د دا ډول ټولو شخصيتونو نومونه اخيستل به ګران وي، خو د ځينو نومونه يې عبارت دي له: غلام سرور ناشرخان، وكيل عبدالرسول، شېرخان، چې شېرخان سوداګريز بندر يې په نوم دى، عرض بيګي، سالم بختيار، عارف خان، فقيرزاده، ميرزامحمد ناصري، اميرمحمد شهيد، سيدجان شهيد او داسې نور...
رسنۍ :
په کندوز کې رسنيز فعاليتونه نظر تېرو کلونو ته يو څه پرمختللي او پراختيا يې موندلې ده. همدا اوس د دغه ولايت د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو شمېر، چې په دولتي او نا دوتلي چوکاټ کې فعاليت کوي له ٣٠ څخه زيات دي.
د دغه ولايت لومړنۍ چاپي خپرونه سپين زر اونيزه ده، چې لومړى ځل په ١٣٥٢ لمريز کال يې د سپين زر تصدۍ په اهتمام خپرونې پيل کړې دي.
 د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته د صداى وطن او کهندژ په نومونو خپرونې هم پيل شوې، خو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې .
د کندوز رسنۍ دنورو ولايتوتو په پرتله پيکه دي او څومره چې تمه کېږي ورته پاملرنه نه ده شوې. اوسمهال په دغه ولايت کې د رسانه يي او بوستان په نومونو دوې ورځپاڼې خپرېږي او ددې ترڅنګ د کندز، اينده، المهدي اونيزې او د نماى کندوز مياشتينۍ، زن، پوليس، جوانان او ځينې نورې مياشتينۍ خپرونې هم فعاليت لري.
د کندوز تصويري رسنۍ هم د پرمختګ پر حال کې دي، د ملي تلويزيون ترڅنګ خاور خصوصي تلويزيون او د څراغ، روشني، کيهان، زهره، خاور، جيحون او دولتي راډيوګانې هم په ايف ايم څپو خپرونې لري.
له دغو رسنيو پرته په کندوز ولايت کې د ارمان، اريانا، بي بي سي، بيان، وطندار، نوا، نورين او خاور راډيوګانو، همدارنګه د شمشاد، طلوع، اريانا، ارزو، تمدن، نور، نورين، يک، راه فردا،اآينه او ملي تلويزيونو خپرونې هم د ليدو او اورېدو وړ دي.
پوهنه :
په کندوز ولايت کې ٣١٠ زره زده کوونکي، چې ١١٨ زره يې نجونې دي، د ٦٤٠٠ ښوونکو له خوا په ٤٧٠ ښوونځيو کې روزل کېږي.
کندوز يو پوهنتون او شپږ دارالمعلمينونه لري، چې ٣٧٠٠ زياتې نجونې او هلکان په کې په ٨ پوهنځيو کې تحصيل کوي.
ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې د کندوز پوهنتون نوې ودانۍ په دوه زره جريبه دولتي ځمکه کې د کندوز مرکز په ابدان دښته کې جوړه شي.
د تخارستان عالي ديني مدرسه، د ښوونکو روزنې انسټيټيوټ او شېرخان لېسه د دغه ولايت له تاريخي ښوونيزو مرکزونو څخه دي، چې تر اوسه يې په سلګونه عالمان او ښوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي.
صنعت:
د کندوز زيات شمېر خلک د لاسي صنايعو په برخه کې په پوستين ګنډنه، مسګرۍ، زرګرۍ په پشمينه دوزۍ او خامک ګنډنه کې مهارت لري . همدارنګه د بوټو، تشناب کاغذو، خټينو لوښو، وسپنې، سمنټو، يخو، کيمياوي سرې، اوړو او وريجو کوچنيو فابريکو د دغه ولايت اقتصادي ارزښت زيات کړى دى.
هدارنګه ټغر، لاسپوښونه (دستکش)، جاکټ، ليف، دسمالونه، څادرونه، جامې، د سر شالونه، خولۍ، نارينه او ښځينه کميسونه د ښځو له خوا اوبدل کېږي، چې نه يواځې په دغه ولايت کې ترې کار اخيستل کېږي، بلکې په نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې هم کارول کېږي. که څه هم تر اوسه پورې د لاسي صنايو لپاره کوم مناسب بازر نه دى جوړ شوى، خو د سيمې په بازارنو کې دغه صنايع ښه ځلېدلي دي.
 
پوستين ګڼدنه هم د کندوز له پخوانيو مشهورو صنايعو څخه شمېرل کېږي، چې ثابت پوست لرونکو څارويو له پوست څخه د مسلکي اشخاصو له خوا ګنډل کېږي او په ژمي کې يې له يخه د خونديتوب لپاره اغوندي.
 
همدارنګه مسي لوښي، يا مسګري، اهنګري او ترکاڼي هم د دغه ولايت له مهمو صنايعو څخه ده، چې په وروستيو کې د دولت د کمې پاملرنې له امله بېلابېل مسين لوښي او اهنګري توکي مخ په ورکېدو دي.
 
په کندوز ولايت کې د پنبې، صابون، سپين زر غوړيو، د لبنياتو د پروس فابريکې، د وريجو د پروسس فابريکې، د اوړو، جوسو، رومي بادنجانو، حکاکۍ او لاس ګنډنې ګڼې وړوکي فابريکې موجودې وې، چې اوسمهال ترې يواځې د لبنياتو، ترمېده اوړو، رومي بادنجانو او لاس ګنډنې بافريکې پاتې او نورې ټولې يې د هر کال په تېرېدو د اقتصادي ستونزو له امله سقوط شوې دي.
 
د سپين زر تصدي فابريکه د سردار محمد داوود خان پر مهال جوړه شوې، چې له ١٣٥٠ لمريز کال څخه تر ١٣٥٧ پورې يې د کنجاړې، غوړيو، صابون او چيني لوښو د توليد په برخو کې فعاليت درلود. دې تصدۍ د ګلبهار له نساجۍ فابريکې سره هم د رخت د توليد په برخه کې تړون درلود او نږدې ٢٧٠٠ کارګر يې درلودل.
 
خو ياده فابريکه د اويايمې لسيزې د جګړو له امله د هرې ورځې په تېرېدو مخ پر ځوړ روانه وه او اوسمهال يواځې ٣٠٠ کارګر لري، چې د توليد کچه يې د غوړيو، کنجاړې او پوستکو او صابون په توليد پورې محدوده ده. د دې تر څنګ بنبه بسته بندي کوي او خپل دغه توليدات يې کورنيو او بهرنيو بازارونو ته صادرېږي.
سپين زر تصدي فابريکه له ١٣٨١ لمريز کاله را په دې خوا چې کله د طالبانو واکمنۍ له منځه ولاړه، د نېپکو په نوم يوې فرانسوۍ کمپنۍ قرارداد کړه، چې تر اوسه د دې کمپنۍ تر اغېز لاندې فعاليت کوي.
د شېرخان بندر هم د کندوز ولايت اقتصادي اهميت زيات کړى. دغه ولايت د امو سيند د پله له لارې له تاجکستان او منځنۍ اسيا سره نښلول شوى. خپله شېرخان بندر، چې د هېواد له مهمو اقتصادي بندرونو څخه دى، د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د تاجکستان پولې ته څېرمه موقعيت لري.
شېرخان بندر د يوه ستر ٦٧٢ متري پول له لارې ، چې ١١ متره پلنوالى لري له تاجکستان سره نښلول شوى دى.
ياد پول د امريکا او ناروې په ٣٨ ميليونه ډالره لګښت د دوستۍ پله په نامه د امو سيند له پاسه جوړ او په ١٣٨٦ لمريز کال د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو له خوا پرانيستل شو.
کرنه:
کندوز دهېواد له مهمو کرنيزو او ځنګل لرونکو ولايتونو څخه يو دى، چې اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
پسته، بادام، خټکي په ځانګړي ډول عسقلاني او امام صاحب (په قندک مشهور) خټکي يې خورا شهرت لري، چې کابل، يو شمېر نورو ولايتونو او له هېواده بهر صادرېږي او بزگران ترې ښه عايد ترلاسه کوي.
په کندوز ولايت کې له ٢٧٢ زره هکتاره زياته کرنيزه ځمکه شته، چې له دې جملې يې ٢٣٣زره اوبيزه او پاتې نوره يې للمي ده. اوسمهال يې له ٢٣٠ زره هکتارو زياته اوبيزه او له تر ٤٨ زره هکتارو پورې للمي ځمکې کرل کېږي.
د دغه ولايت ٨٨ سلنه ځمکه هواره او ١٢ سلنه يې غرنۍ او نيمه غرنۍ دي.
 
په ١٣٩٠ لمريز کال کې د دغه ولايت د غنمو د کښت ساحه ١٦٠ زره هکتاره او په ټوله کې يې د غنمو توليد ٤١٨ زره ټنه اټکل شوى و. همدغه ساحه بيا په ١٣٩١ لمريز کال کې له ١٦٨ زره هکتاره زياته اټکل شوې وه ، چې د تېر يوه کال په پرتله زياتوالى ښيي.
سږ کال بيا د پر وخت بارانونو، اصلاح شوو تخونو، مناسبو اقليمي شرايطو له امله تمه کېږي، چې دغه اندازه به له ١٥ څخه تر ٢٠ سلنې اوچته شي، چې دا خپله د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا لپاره يوه زېرى دى.
 
روغتيا:
په کندوز ولايت کې اوسهال د خوراکي او روغتيايي اسانتياوو ٧٢ مرکزونه فعاليت لري. په دغه ولايت کې د ټول زون په کچه يو ٢٥٠بستريز روغتون او همدارنګه په امام صاحب ولسوالۍ کې هم يو ٥٠ بسريز روغتون فعال دى.
د دې ترڅنګ په دغه ولايت کې ١٥ CHC)) کلينيکونه يا جامع روغتيايي مرکزونه، ٣٢ BHC)) کلينيکونه يا اساسي روغتيايي مرکزونه او ١٤ HSC ګرځنده روغتيايي مرکزونه روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د کندوز په لرو پرتو ولسواليو او کليو کې ٢٩٩ روغتيايي پوستې يا HP شته. همدارنګه د عامې روغتيا په چوکاټ کې ١٤٣ ډاکتران، ١٤٥ نرسان،٩٠ نرسې قابلې، ١٠٣ واکسيناتوران، ٤٨ تکنيشن لابراتوار والا، د ټولنې٥٧٤ روغتيايي کارکوونکي او ٢٢٦ خدماتي پرسونل رسماً ثبت دي.
خو له دې سره سره بيا هم د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي د روغتيايي مرکزونو، دارو درملو او متخصصو ډاګترانو له کمښته شکايت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.
ورزش:
په کندوز کې بېلابېلې لوبې په ځانګړي ډول وزلوبه له پخوا نه دود ده. د کندوزيانو نورې دوديزې لوبې توپ ډنډه، خوسى، غېږنيونه (پهلوانۍ) تېږه اچونه، توپ وهنه او نورې دي، خو له دې ډلې خوسى او توپ ډنډه اوس يو څه پيکه شوې دي.
د دې تر څنګ د واليبال نوې لوبې، فوټبال، پينګ پانګ، باسکټبال، کرکټ، تکواندو، جودو، کورش، د غړو ښکلا (زيبايي اندام)، شطرنج او سامبو د پام وړ وده کړې، چې ځوانان يې هره ورځ ترسره کوي.
او سمهال په کندوز کې ١٨ ورزشي فدارسيونونه فعاليت لري، چې په زرګونو نارينه او ښځينه لوبغاړي په کې بوخت دي.