١٥٩-الله نظر نظري ترکمني :
د کندوز د خلکو استازى- رايې : ٤١٢٤
 
الله نظرنظري ترکمني د حاجي آنه مراد زوى، په ١٣٩٢ لمريز کال د کندوز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٤ لمريز کال  دکندوز له مولوي سرج الدين  لېسې نه فارغ شوى او د لېسانس سند يې  د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې دکابل له يوه  خصوصي پوهنتون څخه تر لاسه کړى دى.
ترکمي تر وکالت وړاندې  د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارکونکي او په پنځلسمه دوره کې د ولسي جرګې د مقام دستيار په توګه هم دنده اجرا کړې او اوس په دغه جرګه کې دکندوز د خلکو استازى دى.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۹۷۹۷۰۳
 
١٦٠-انجنيرکمال صافى:
دکندوز دخلکو استازى –رايې:٥٧٠٥
 
انجنيرکمال صافى د سوداګير زوى ، چې په ١٣٥٢لمريز کال د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي په ١٣٦٦ لمريز کال د پاکستان د عبدالله بن مسعود له لېسې فارغ او دلېسانس سند يې په ١٣٧٣ لمريز کال د پاکستان د ټکسلا پوهنتون د انجنيرۍ او ټکنالوژۍ له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.
صافي خپله ماسټري هم په ١٣٨٦ لمريز کال  دملګرو ملتونو  د روزنې او څېړنې له انستيتيوت(UNITAR ) څخه د ادارې او رهبرۍ په برخه کې اخيستى دى. کمال د ټولنيزو فعاليتونو ترڅنګ له ١٣٨٠ لمريز کال څخه تر ١٣٨٥ کال پورې د UNOPS ادارې د ساحوي مدير او د SSDA په نامه وادنيز شرکت د رييس په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۴۴۴۰۰
 
 ١٦١-ډاکټره فاطمه عزيز:
د کندوز دخلکو استازې- رايې: ٢١٧٢
 
ډاکټره فاطمه عزيز د عبدالعزيز لور ، چې په ١٣٥٢ لمريز کال  په کندوز ولايت کې زېږېدلې ده . نوموړې په ١٣٦٦ لمريز کال دکندوز د نجونو لېسې څخه فارغه  او په ١٣٧٢ لمريز کال يې  د لېسانس سند دکابل طبي پوهنتون له ولادي نسايي څانګې تر لاسه کړى دى. عزيز په ولادي نسايي  طب کې ١٢ کلنه تجربه لري او يو کال يې د ملګرو ملتونو د UNHCR ادارې د کندوز دفتر کې دنده اجرا کړې، په مشورتي او بېړنيو لويو جرګو کې دخلکو استازې او د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم دکندوز دخلکو وکالت ور تر  غاړې و.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۷۱۴۴۴۴
 
١٦٢-شايسته باز ناصري:
د کندوز دخلکو استازى- رايه ٣٨٧٤
 
شايسته باز ناصري  د حاجي لعل باز زوى، چې په ١٣٥٥ لمريز کال  د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٢ لمريز کال  د کندوز دخان اباد لېسې څخه فارغ  او اوسمهال د دعوت خصوصي پوهنتون  د حقوقو پوهنځي محصل دى. نوموړى په ساختماني او کرنيزو ادارو کې پنځه کلنه تجربه لري او په ١٣٨٥ لمريز کال د شېرخان بندر سرحدي مدير و.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۱۵۱۵۱۸
 
 ١٦٣-شکريه پيکان احمدي:
 د کندوز دخلکو استازى-رايې ٣٢٠٠
 
شکريه پيکان د محمد خان لور، چې په ١٣٤٨ لمريز کال د کندوز ولايت په مرکز کې زېږېدلې ده . نوموړې په ١٣٦٣ لمريز کال دکابل له مريم لېسې څخه فارغه او د لېسانس سند يې په ١٣٦٨ لمريز کال  دکابل کرنيز پوهنتون له پلان جوړونې  او اقتصاد څانګې څخه تر لاسه کړى دى. پيکان تر دې وړاندې  دکابل د زرغونې لېسې د ښوونکې، د مزار شريف د نفتو او تخنيکم د استادې، د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادې او د ملي شورا په ١٥مه او ١٦ مه دوره کې د کندوز داستازې په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۶۹۳۶۸۸
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٦٤-عبدالودود پيمان:
د کندوز د خلکو استازى:٤٠٦٣
 
عبدالودود پيمان د محمدکبير زوى، چې په ١٣٣٧ لمريز کال  د پنجشير په انابه ولسوالۍ کې زېږېدلى، خو له اره دکندوز ولايت اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٥٦ لمريز کال دپنجشير له رخه لېسې څخه فارغ شوى او په ١٣٦٠ لمريز کال يې د پېښور حديقه العلوم مدرسه پاى ته رسولې ده. پيمان وروسته د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو،  دملي دفاع وزارت د ګارډ د سياسي امر او د هوايي ځواک د قوماندان په توګه دندې اجرا کړې دي. پيمان د قېمتي ډبرو په سوداګرۍ بوخت دى او په بېړنۍ او اساسي قانون لويو جرګو کې يې ګډون درلود. اوسمهال په ١٦ مه دوره کې د کندوز دخلکو استازيتوب کوي.
 
د اړيکو شمېره : ۰۷۸۷۷۰۰۷۴۰
 
 ١٦٥-معلم چهارى:
د کندوز دخلکو استازى-رايې ٣٦٥١
 
معلم چهارى د محمد رحيم زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال د کندوز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې زېږېدلى  دى. نوموړى په ١٣٥٠ لمريز کال د کندوز له دارالمعلمين څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې د اقينې منځي ښوونځي دښوونکي ( ١٣٥١)، په قلغه زال  کې د حزب اسلامي دجهاد امر(١٣٦٠)، د شيرخان تصدي رييس(١٣٧١)، قلعه زال ولسوال(١٣٨٠) د علي اباد ولسوال(١٣٨٣) او دچهار دهي ولسوالۍ د ولسوال( ١٣٨٥تر ١٣٨٧لمريز ) په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۶۴۰۷۰۱۱
 
 
١٦٦- سيد داوود نادري:
د کندوز دخلکو استازى-رايې:٣٦٢٩
 
سيد داوود نادري د سيدعبدالقادر زوى، چې په ١٣٦١ لمريز کال د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ناثوي زده کړې په ١٣٦١ لمريز کال په برېتانيا کې بشپړې کړي او د لېسانس سند يې په ١٣٧٥ لمريز کال د برېتانيا له مانجستر پوهنتون(Manchester)  څخه تر لاسه کړى دى.
نادري په سوداګريزو او ودانيزو چارو  بوخت دى او د پيوند ملي افغانستان ګوند د اجراييه شورا غړيتوب هم لري.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۳۰۰۰۰۰۸
برېښناليک: [email protected]
 
 ١٦٧-عبدالرووف ابراهيمي :
د کندوز دخلکو استازى- رايې ٦٩٧٨
 
عبدالرووف ابراهيمي په ۱۳۴۱ لمريز کال د وري مياشت په ٢٠ مه د کندوز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. منځنۍ زده کړې يې د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې يې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندوز په تخارستان ديني مدرسه کې پای ته ورسولې. له هغه وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي  کې  شامل شو، خو تر څه مودې وروسته پر افغانستان د شوروي د تېري له امله د جهاد ليکو ته ولاړ او په بېلابېلو جبهو کې وجنګيد، د مجاهدينو له بري وروسته پر ۱۳۷۲ لمريز کال د شېرخان بندر د سرحدي قوماندان په توګه وګومارل شو او ورپسې د شمال د درېيمې سرحدي فرقې د قوماندان دنده وروسپارل شوه. د طالبانو تر ماتې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د سرحدي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو او په همدې کال کې په بېړنۍ لويه جرګه کې د کندوز د خلکو استازی و.عبدالروف ابراهيمي پر ۱۳۸۴ لمريز کال د افغانستان د ملي شورا د پنځلسمې دورې د استازي په توګه وټاکل شو او د پنځو کالو لپاره  په ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کمېسيون غړی و.په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې يو ځل بيا د کندوز د خلکو استازی وټاکل شو او د ۱۳۸۹ لمريزکال د کب مياشتې په اتمه د ولسي جرګې د غړو له لوري د يوې پنځه کلنې تقنيني دورې لپاره د دغې جرګې رييس شو.عبدالرووف ابراهيمي دا مهال د کابل پوهنتون د عربي ژبې په ديپارتمنت کې د ليسانس په ترلاسه کولو بوخت دی.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۷۵۸۲۰۵۰