١-جهان نما ټولنيز بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٥ لمريز کال د محمد صابر يوسفي په مشرۍ جوړ شوى، چې په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٩٩٢٠٦٧٠٦
برېښناليک  : [email protected]
 
٢- پسرلى ادبي ټولنه  :
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د ګل رحيم نيازمند په مشرۍ جوړه شوه او اوسنۍ مشري يې د شاعر او ليکوال غلام حيدرحيدر پر غاړه ده. پسرلى ټولنه د  کلنيو مشاعرو او نورو ټولنيزو چارو په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٩٩٤٠٣٧٩٢
برېښناليک  : [email protected]
 
٣-افغانستان ټولنيز او فرهنګي بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٩ لمريز کال د مېرمنو د روزنې، فرهنګي برخې او اقتصاد پياوړتيا په موخه د ملالۍ يوسفي په مشرۍ جوړ شوى دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٠٦٤٢٢
برېښناليک  : [email protected]
 
٤-اسلامي اخوت شورا :
اسلامي اخوت شورا په ١٣٨٨ لمريز کال د مولوي نور الهدا مولوي زاده کريمي په مشرۍ جوړه شوې، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په ديني او اسلامي برخه کې فعاليت لري.
 
داړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٢١٧٠٠٨
برېښناليک : [email protected]
 
٥-د کندوز د قومونو ټولنيزه شورا:
دا شورا په ١٣٨٩ لمريز کال په کندوز کې د ډګروال محمدظاهر له خوا تاسيس شوې، چې د قومي شخړو دحل، د مېشتو قومونو ترمنځ د يووالي او اتفاق، د قومي نښتو  او قومي، سمتي او مذهبي  خوځښتونو دمخنيوي لپاره جوړه شوې ده.
 
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠٧٠١٦٠٤
برېښناليک  : [email protected]
 
 ٦-ائينه حقيقت عملي او فرهنګي بنسټ:
ياد بنسټ په ١٣٩١ لمريز کال د کندوز ولايتي شورا د غړې کريمې صادقي په مشرۍ جوړ  شوى، چې دښځو لپاره د حرفوي روزنې، فرهنګ او کاري زمينې د مساعدولو لپاره کار کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٦٤٣٠٣٩٣
 برېښناليک : [email protected]
 
 ٧-دافغانستان دخويندو حرکت ټولنه :
دا ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمښت،مدني خوځښتونو حق غوښتنې په موخه د اصيلابارکزۍ په مشرۍ جوړه شوې ده.
 
داړيکې شمېره : 0798133866
برېښناليک : [email protected]
 
٨-پرديس ادبي او کولتوري ټولنه :
ياده ادبي ټولنه په ١٣٨٧لمريز کال د عبدالمجيد پرديس په مشرۍ  د پښتو ژبې او د غښتليتا په موخه د فرهنګي فعاليتونو، مشاعرو او ځوانو شاعرانو د هڅونې په  موخه فعاليت کوي.
 
داړيکې شمېره :0778657122
برېښناليک : [email protected]
 
٩- کندوز کولتوري او علمي ټولنه:
ياده ټولنه په ١٣٩٢ لمريز کال د ليکوال او شاعر احمدالله داغ له خوا دځوانانو په منځ کې دشعر دودولو او د شمال لوېديځ زون د شاعرانو ترمنځ د فرهنګي فعاليتونو د ګړندي کولو په موخه تاسيس شوې ده.
د اړيکې شمېره : 0796132742
برېښناليک  : [email protected]
 
 
١٠-د خبريالانو ټولنه (د افغانستان دفرهنګ او رسنيز تړاو بنسټ):
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د دخبريالانو ترمنځ د همغږۍ، له حقونو  ددفاع او همکارۍ په موخه د خپلواک خبريال ذبيح الله مجددي له خوا تاسيس شوې ده.  
 
د اړيکې شمېره :0799200735
برېښناليک : [email protected]
 
١١-ميديوتيک ټولنيز بنسټ( رسنيز کور):
 
ياد ټولنيز بنسټ،  چې له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې په ټول افغانستان کې فعاليت لري، د کندوز شمال ختيځ حوزې ته يې هم دفتر پرانېستى، چې اوسمهال يې مشري د عبدالله رسولي پر غاړه ده او د ادبي او فرهنګى فعاليتونو ترڅنګ دخبريالانو د ظرفيت لوړونې لپاره هم کار کوي.
 
د اړيکې شمېره : 0799205235
برېښناليک  : [email protected]
 
١٢-دسولې او پيوستون لپاره د همکارۍ ټولنه :
 
د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال د استاد سيف الدين له خوا تاسيس شوې، چې په کولتوري، ښوونيزو او ادبي برخو کې فعاليت لري.
 
داړيکې شمېره : 0798143021
برېښناليک  :[email protected]
 
 ١٣-د افغانستان له بې وزلو نجونو او ښځو څخه دملاتړ بنسټ(ECW) :
دا بنسټ په ١٣٨٥ لمريز کال د يو شمېر فرهنګيانو له خوا د بې سرپرسته ښځو او نجونو دکاري ظرفيت لوړولو، روزنې او په بېلابېلو برخو کې داستخدامولو لپاره جوړه شوى دى او ډېرى هغو نجونو او مېرمنو ته په کې دا اسانتياوې رامنځته کېږي، چې خپلې کورنۍ يې په وروستيو جنګ جګړو کې له لاس ورکړي. اوسمهال ددغه بنسټ مشري د محمد ظاهر مصلح پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره  : 0799206604
برېښناليک : [email protected]
 
١٤-د افغانستان نړيوال حقوقي بنسټ ( ILFA ):
ياد شوى حقوقي بنسټ په ١٣٩١لمريز کال  د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو له موخه په ١٣٩١ لمريز کال د نجيب الله حکيمي له خوا تاسيس شوى دى.
 
د اړيکې شمېره : 0700185860
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٥-د کندوز د سوداګرو ښځو ټولنه:
د کندوز د سوداګرو ښځو ټولنه، چې اوسمهال له زورو زياتې غړې لري، په ١٣٨٦ لمريز کال د مسلمه والجي له خوا په سوداګروز چارو کې د محرومو او هېرو شوو ښځو د هڅونې، بېلابېلولاسي صنايعو د توليد او کورنيو او بهرنيو بازارونو ته د وړاندې کولو په موخه تاسيس شوې ده.
د اړيکې شمېره : 0799180478
برېښناليک  : [email protected]
 
 ١٦-دکندوز د ښځو ټولنه:
د کندوز دښځو ټولنه په ١٣٨٤ لمريز کال دمحبوبې حيدر له خوا تاسيس شوې، چې دښځو دتنظيم او د پر ځان بساينې لپاره په ښځينه پروژو کې دهغوى ونډه ورکولو لپاره کار کوي .
د اړيکې شمېره : 0799394805
برېښناليک  : [email protected]
 
١٧-دکندوز د ځوانانو ټولنه :
د کندوز د ځوانانو ټولنه په ١٣٨٥ لمريز کال دکندوز ځوانانو ته دکار موندنې، د اسانتياوو رامنځته کولو او په اوسنۍ ټولنه کې ددوى د رول په اړه جوړه شوې ده. اوسمهال په سلګونه ځوانان  ددغې ټولنې غړېتوب لري او د مشرۍ چارې يې د عبدالغفور هوتک پر غاړه دي.
د اړيکې شمېره  : 0793151413
برېښناليک : [email protected]