د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه د ولايتي شورا په ټاکنو کې له کندوز څخه د درېيو ښځو په ګډون ١٥ تنه بريالي شوي چې ١٢ تنه يې نوې څېرې دي.
د ولايتي شورا نوي غړي:
١-غلام رباني رباني:
غلام رباني د غلام سخي زوى، چې په ١٣٦٧ لمريز کال د کندوز په مرکز کې زېږېږېدلى او د بکلوريا دوره يې د شيرخان په لېسه کې پاى ته رسولې ده، اوسمهال د کندوز پوهنتون د حقوقو پوهنځي په درېيم ټولګي کې زده کړه کوي. نوموړي په څو وروستيو کلونو کې د ځوانانو د ويښتابه په موخه بېلابېلې هڅې کړې دي.
د اړيکو شمېره :    ٠٧٩٠٩٠٠٠٠٢
 ٢-امرالدين ولي:
امرالدين د حاجي رستم زوى ، په ١٣٦٣لمريز کال په کندوز ښار کې زېږېدلى او د شيرخان له لېسې څخه فارغ شوى دى. له ټولو تحصيلاتو وروسته د ښوونکو روزنې او د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش لېسې د مدير په توګه پاتې شوى دى. نوموړى په ١٣٧٨ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له دري څانګې څخه فارغ شوى او ولايتي شورا ته تر  کاميابېدو  وروسته د شورا د مرستيال په توګه وټاکل شو.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٤٥٠٢٨١
 ٣-سيداسدالله سادات:
سيد اسدالله د سيد رحمت الله سادات زوى، چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې زېږېږېدلى ، په ١٣٥٧ لمريز کال  کې د کندوز له شيرخان لېسې څخه فارغ شوى او په تېرو څو کلونو کې يې د سيمه ييز قومي مشر په توګه خدمت کړى دى.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٧١٥٤٣٢٠٢
 
 ٤-امين الله ايدين :
امين الله ايدين د قاري پنجي زوى ، چې په ١٣٦٣ لمريز کال په قلعه زال ولسوالۍ کې زېږېدلى او په ١٣٨٦ لمريز کال کې ددې ولسوالۍ د اق تپه   له لېسې څخه په بکلوريا درجه فارغ شوى دى. په ١٣٩٠ لمريز کال کې د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه په ليسانس درجه فارغ او له فراغت وروسته يې د يوه کال لپاره د بېړنيو حالاتو د عمومي مدير په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٨٨٣٤٨٨٠
 
٥-مولوي عبدالله:
مولوي عبدالله د مولوي عبدالحق زوى ، چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې زېږېدلى او په ١٣٥٢ لمريز کال کې د کندوز د ښوونکو روزنې موسسې څخه فارغ او د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې د شورا رييس او وروسته د کندوز ولايت مقام سلاکار و.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٩٦١٨٧٩٩
 ٦- خال الدين حکيمي :
خال الدين حکيمي د عبدالحکيم زوى، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ زده کړي يې د امام صاحب د هلکانو لېسه ، ثانوي دوره يې د کندوز په تخارستان ديني مدرسه او لوړې زده کړ يې د کندوز په پوهنتون کې پاى ته رسولې دي.
حکيمي د څلور کلونو لپاره د کندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ د ماليې د مدير په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٧٧١٢٢٤٢٥
 ٧- عبدالاحد توريال کاکړ:
عبدالاحد د وکيل اختر کاکړ زوى ، چې په قلعه زال ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په کابل کې د امام ابو حنيفه له مدرسې نه فارغ شوى او په وروستيو څو کلونو کې د قومي مشر په توګه د خلکو په خدمت بوخت و.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٨٠١٩٨٠٠
 ٨- صفي الله اميري:
صفي الله د محمد غوث زوى، چې په کندوز ولايت کې زېږېدلى  ، نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د کندوز په شيرخان لېسه او خپلې لوړې زده کړې يې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې په مولانا جلال الدين محمد بلخي   پوهنتون کې پاى ته رسولې دي. له فراغت وروسته په ازاد کاروبار  بوخت و.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٩٠٥٠٦١٨
 فوزيه يفتلي:
فوزيه يفتلي د رجب محمد لور، چې په ١٣٥٦ لمريز کال په بدخشان ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې د کندوز ښار په فاطمه الزهرا ښوونځي کې پاى ته رسولي او په ١٣٩٢ لمريز کال د کندوز پوهنتون له کرنې پوهنځي څخه فارغه شوې ده. نوموړې له ٢٠٠٦ زېږديز کال راهيسې په کندوز کې د(MCDO)  موسسې د مشر په توګه د ښځو د حقونو په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٥٦٤٩٠٤
 
١٠- عبدالخليل قاري زاده:
عبدالخليل د عبدالجميل زوى ، چې په ١٣٥٢ لمريز کال په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلى ، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په کابل کې په سيدشهيد عمر لېسه کې او ثانوي دوره يې د امام صاحب په کلباد لېسه کې بشپړه کړې ده. نوموړى په ١٣٩٢ لمريز کال کې د امام صاحب دارالمعلمين له ساينس څانګې څخه فارغ شوى دى.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٩٤٠٣٠٠٨٠
 ١١- زرګل عالمي:
زرګل د ملا قربان زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلى او ١٢ ټولګى يې د کندوز ښار په بي بي عايشه لېسه کې پاى ته رسولى دى. نوموړى له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې د کندوز ښار د ترکمنانو د صد فاميلي منځني ښوونځي کې د ښوونکي او سرښوونکي په توګه دنده اجرا کوي او اوسمهال د کندوز پوهنتون د شپې پوهنځي محصل دى. نوموړى د ولايتي شورا په نوي اداري پلاوي کې د شورا د منشي په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٥٧٣٨٥٧٩
١٢-عبدالبصير قادري:
عبدالبصير د عبدالقادر زوى، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د کندوز ښار په انګور باغ سيمه کې زېږېدلى او ثانوي دوره يې تر بکلوريا درجې پورې په شيرخان او فوق بکلوريا  دوره يې د کندوز د ښوونکو روزنې موسسه کې پاى ته رسولې ده. نوموړى تر دې وړاندې په سوداګرۍ بوخت و.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٠٠٧٧٧٧٠
 هغه غړي چې په تېره دوره  کې يې هم ددې شورا  غړيتوب درلود:
١٣- مولوي خوش محمد نصرتيار:
مولوي خوش محمد د عبدالرسول زوى ، چې په ١٣٤٩ لمريز کال د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې زېږېدلى او ددې ولسوالۍ د هلکانو له لېسې څخه فارغ شوى دى. نصرتيا پخوا په دغه ولسوالۍ کې د ديني عالم په توګه فعاليت درلود او اوسمهال په کندوز ښار کې ژوند کوي.
نوموړى ددې شورا په پخوانۍ دوره کې د ولايتي شورا د مرستيال په توګه دنده اجرا کوله.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٨٦١٤٦٦٠٧
  ١٤-کريمه صادقي:
کريمه صادقي د محمد علي لور، چې په ١٣٤٩ لمريز کال په کندوز ښار کې زېږېدلې ده. نوموړې د کندوز په يوه ښوونځي کې تر بکلوريا پورې زده کړې کړي او اوسمهال د ولايتي شورا منشي ده. مېرمن کريمي پخوا په کندوز کې د سپين زر تصدۍ د مامورې په توګه دنده اجرا کوله او اوسمهال په کندوز ښار کې اوسېږي.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٧٥٢٥٥٧٦
  ١٥-محمديوسف ايوبي:
محمد يوسف ايوبي د محمد ايوب زوى، چې  په ١٣٥٦ لمريز کال په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلى  . نوموړي تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړي او  او اوس د ولايتي شورا غړى دى.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٩٣٩٧٣٣٥