١-خاور خصوصي تلويزيون:
خاور ددې ولايت له فعالوتلويزيونونو څخه دى، چې د افغانستان ملي راډيو تلويزيون د مرستيال جلال الدين محمودي له خوا په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس شوى او خپرونې لري.
ياد تلويزيون  ٨ ساعته شپنۍ خپرونې لري  او ٣٥ کيلومتره ساحه تر خپل پوښښ لاندې راولي، چې له شخصي بوديجې اکمالېږي او له ٢٥ زيات کارکوونکي لري.
خاور اوسمهال د کندوز له هغو رسنيو څخه ده، چې تر ټولو زيات ليدونکي لري او د شهباز صابري له خوا اداره کېږي .
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۷۴۱۱۶۶۴
برېښناليک : [email protected]
 
 ٢-خاور راډيو:
خاور هم د خاور تلويزيون اړونده را ډيوه ده، چې دوه کاله وړاندې  يې په ايف ايم څپه خپرونې پيل کړې، ١٨ ښځينه او نارينه کارکوونکي لري، چې په رسمي او افتخاري ډول کار کوي. ددې راډيو لګښتونه  هم داعلاناتو له لارې پوره کېږي او له مرکز پرته په چهار دره، علي اباد  او دقلغه زال ولسوالۍ ځينو ساحو کې د اورېدو وړ ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۷۴۱۱۶۶۴
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٣-زهره راډيو:
زهره دښځو لپاره ځانګړې راډيو ده، چې په ١٣٨١ لمريز کال دمېرمن ناجيه خدايار په مديريت د انټرنيوز موسسې له خوا په دغه ولايت کې تاسيس شوې. زهره ددغه ولايت لومړۍ غږيزه رسنۍ ده، چې د طالبانو دحکومت له سقوط وروسته يې په خپرونو پيل وکړ. له مالي اړخه اوس يوه پرځان بسيا رسنۍ ده، چې له ځنډ پرته ٢٤ ساعته خپرونې لري او تر ٥٥ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي.
ددې راډيو دکارکوونکو شمېر هم ٢٠ کسانو ته رسېږي، چې په رسمي او افتخاري ډول کار کوي او ډېرى هغه يې ښځينه دي.
 
داړيکې شمېره  : 0799374314
برېښناليک : [email protected]
 
٤-روشني راډيو:
روشني هم ددې ولايت له ناپيېلو راډيو ګانو څخه ده، چې په ١٣٨٦ لمريز کال د صديقې شيرزۍ په نامه د يوې ښځې له خوا تاسيس  او د ايف ايم په ٨٩ څپه خپرونې لري او په څو ولسواليو کې اورېدل کېږي.
روشني راډيو ٢٤ ساعته بېلابېلې خپرونې  لري، چې د ١٨ کارکوونکو پر مټ ، چې ډېرى يې ښځينه دي، وړاندې کېږي.
داړيکې شمېره : ۰۷۷۵۹۲۰۹۴۶
برېښناليک : [email protected]
 
٥-څراغ راډيو:
ياده راډيو هم دکندوز له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٩ لمريز کال دمېرمن ملالۍ يوسفي له خوا تاسيس شوې او د ٢٤ ساعته خپرونو په درلودو سره له کندوز پرته د تخار  په ځينو برخو کې هم اورېدل کېږي. څراغ له شخصي بوديجې او په کندوز زون کې دايساف ځواکونو له خوا تاسيس شوې، له سوداګريزو اعلاناتو اکمالېږي او ١٩ کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۲۰۶۴۲۲
برېښناليک : [email protected]
 
٦-کيهان راډيو:
کيهان راډيو په ١٣٨٨ لمريز کال د مېرمن زرغونه حسن له خوا تاسيس شوې او د سهار له ٦ د شپې تر ١٢ بجو د ٤٠ کيلومتره ساحې پوښښ په درلودو خپرونې کوي. کيهان د مېرمن زرغونې په شخصي لګښت او د اعلاناتو له لارې تمويلېږي او د کارکوونکو شمېر يې ١٥ تنه دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۸۱۸۸۹۷۷
برېښناليک : [email protected]
 
 ٧-جيحون راډيو:
جيحون هم ددغه ولايت له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې فعاليت لري  او د وخت د اطلاعاتو او کولتور د رييس عبدالشکور دوست له خوا دانترنيوز موسسې په مرسته په ١٣٨٣ لمريز کال تاسيس شوې ده.ياده راډيو د سهار له ٦ دغرمې تر ١٢ او د غرمې له ٣ دشپې تر ٩ خپرونې لري. دا راډيو چې يواځې په امام صاحب کې اورېدل کېږي، ١٥ کارکوونکي لري او د اعلاناتو له لارې خپل لګښتونه پوره کوي.
داړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۳۵۲۸۲
برېښناليک : - [email protected]
 
٨- د کندوز سيمه ييز تلويزيون :
 د کندوز سيمه ييز تلويزيون په ١٣٨٠ لمريز کال د طالبانو له پرځېدو وروسته خپلې خپرونې پيل کړې ، چې د سهار له ٨ تر نهو او دشپې له ٧ تر اتو بجو خپلې او له دې وروسته د مرکزي ملي تلويزيون خپرونې خپروي.
د تلويزيون ترڅنګ يې راډيو هم فعاله ده، چې د سهار له ٥ د شپې تر ١٢ خپرونې لري او يواځې دخبرونو برخه له ملي راډيو څخه اخلي. ددغه تلويزيون رييس عبدالشکور قدردان او د کارکوونکو شمېر يې ٣١ تنو ته رسېږي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٨٨٤٣٢٦٦١
 
٩-رسانه يي ورځپاڼه :
رسانه يي ورځپاڼه د کندوز له فعالو خپرونو څخه يوه ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال د يو شمېر کندوز مېشتو خبريالانو له خوا تاسيس شوې او دافغانستان د فرهنګ او رسنيز تړاوو  دبنسټ په چوکاټ کې خپرېږي.
لګښت يې د بنسټ او ورځپاڼې دحق الشموليت څخه تر لاسه کېږي د شمال ختيځ زون(کندز،بغلان، تخار اوبدخشان)  پېښې په کې انعکاس مومي.  
 
 داړيکې شمېره : ٠۷۹۹۲۰۰۷۳۵
برېښناليک : [email protected]
 
١٠-بوستان ورځپاڼه :
 
دا ورځپاڼه په ١٣٨٥ لمريز کال دنعمان په نامه د يوه ځوان له خوا تاسيس شوې ، په کندوز، تخار، بدخشان، کابل او بلخ ولايتونو کې وېشل کېږي او ددې ترڅنګ يې ټول دفترونه، موسسې او لوړ پوړي چارواکو په مرکز او ولايتونو کې د برېښناليک له لارې تر لاسه کولاى شي. اوسمهال ٨ کارکوونکي لري او لګښتونه يې دغړيتوب حق له لارې پورې کېږي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۷۰۰۶۶۵
برېښناليک : [email protected]
 
١١-کندوز اونيزه :
کندوز دولتي اونيزه ددغه ولايت له فعالو چاپي خپرونو څخه ده، چې په ١٣٨١ لمريز کال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې رامنځته شوې او د ٢٠٠٠ ټوکو چاپشمېر په درلودلو سره په وړيا ډول وېشل کېږي او ٥ کارکوونکي لري.
 
داړيکې شمېره : ۰۷۹۳۴۰۵۵۹۹
برېښناليک : [email protected]
 
 
١٢-نما مياشتنۍ :
نما مياشتنۍ په ١٣٩٠ لمريز کال د کندوز ولايت مقام له خوا د مرستيال والي حمدالله دانشي په امتياز خپره شوه ، چې دالمان د انکشافي ادارې جى اى زيد موسيسې مالي ملاتړ له ځان سره لري.
ياده خپرونه هره مياشت د ١٢٠٠ ټوکو په شمېر په کندوز او ځينو نورو ولايتونو کې وېشل کېږي او ٥ کارکوونکي لري.
داړيکې شمېره : ۰۷۰۳۱۱۲۲۲۲
برېښناليک : [email protected]
 
١٣-پوليس مياشتنۍ :
ياده مجله په ١٣٩١ لمريز کال ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې تاسيس شوې ، چې ددغه ولايت دپوځي برخې دفعاليتونو په اړه خپرونې لري او د هرې ګڼې چاپشمېر يې ١٠٠٠ ټوکه دى. ياده خپرونه ٥ کارکوونکي لري، چې لګښت يې امنيه قومانداني ورکوي .
د اړيکې شمېره : ٠٧٩۸۰۱۰۴۰۶
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٤-زن مياشتنۍ:
زن  مياشتنۍ مجله ددغه ولايت دښځو چارو رياست له خوا په مياشت کې يو ځل خپرېږي، چې ډېر مطالب يې دښځو د ژوند، زده کړې، د تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه ، فرهنګي فعاليتونو، لاسته راوړنو، کارموندنې  او مسووليتونو په اړه وي. ددغه ولايت دښځو چارو ريسه نادره ګياه يې مسووله ده ، چې د ٥٠٠ ټوکو په شمېر له کندوز پرته په نورو ولايتونو کې هم توزېع کېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۶۱۶۱۱۷
  [email protected] : برېښناليک